د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (15)حجاب

زاهد جلالي 04.10.2012 05:18
حبيب بېنک کې ناست وم، د حبيب بېنک يوه ماموره بېنک ته راننوته، ما د مېز له شا وليده، يوازې سر يې ښکارېده، زما ډېره خوښه شوه، ځکه چې په اسلامي حجاب مزينه وه، داسې حجاب يې و، چې د سر يو ويښته يې هم نه ښکارېده، خو چې مخکې راغله، بيا مې خوښي په خپګان بدله شوه، ځکه حجاب يې يوازې سر باندې و، خو لاندې په اسلامي حجاب برابره نه وه، مټې يې ښکارېدې، همدا رنګه پنجابي کالي يې وو او د پتلون په څېر پرتوګ يې و. ما هلته له ځانه پوښتنه وکړه، چې آيا دوی اسلامي حجاب مراعاتوي او که د خلکو له پاره يې د حجاب نوم په ځان پورې کړی دی، نور د دې اهميت ورته نه شته چې له سره لاندې هم زما بدن عورت دی او له سره مهم عورت همدا دی.

زه ډېری داسې ښځې په لارو کې وينم، چې چادريانې يا بوقرې يې پر سر وي، يوازې پر سر، يعنې له مخه يې پورته کړي وي، فقط پر سر او شا يې پرته وي، کله چې کوم داسې څوک ووينې چې له دې ښځې سره اړيکه ولري، حتی که محرم يې هم وي، چادري ژر پر مخ راوغورځوي! څو هغه يې په دې حال ونه ويني، د داسې ښځو له پاره چادري څه معنی لري او آيا دا چادري اسلامي حجاب کېدی شي؟ دا هغه حجاب دی چې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې امر کړی دی؟ او که نه يوازې د ټولنې رواج دی او له دې رواج سره ځان برابرول؟

هغه اسلامي حجاب چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې امر کړی دی، هغه د ښځې ټول ځان له لاسونو او مخ پرته پټول دي، ځينې فقها پښې هم ورسره يادوي. اسلامي حجاب داسې دی چې د ښځې يو تار ويښته بايد نامحرم ته ښکاره نه شي، له يادو ځاينونو پرته يې د بدن بله هېڅ کومه برخه ښکاره نه شي، خو نن سبا ښځې داسې په چادريانو يا نورو مختلفو حجابونو کې ګرځي چې کله لاس ترې وباسي تر اوږې يې لاس لوڅ ښکاري، يا د سر نيم ويښته يې راوتي وي يا نور بدن داسې ښکاري چې هغه قطعا اسلامي حجاب نه حسابېږي.

قرآن کې الله تعالی د اسلامي حجاب په هکله فرمايي: وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) وروسته له دې چې الله جل جلاله رسول الله ته د مؤمنانو په اړه لارښوونې وکړي او ورته ووايي چې دوی ته ووايه چې د خپلو سترګو ساتنه وکړي، وايي چې مؤمنو ښځو ته هم ووايه چې خپلې سترګې ټيټې کړي او د خپل شرمګا حفاظت وکړي او خپل زينت دې نه ښکاره کوي، مګر هغه څه چې ښکاره وي. د دغې وروستۍ جملې په اړه علما وايي چې هغه څه چې ښکاره وي، يعنې مخ او لاسونه کو ښکاره وي څه خبره نه شته خو نور ځان بايد پټ وي، مګر زموږ په ټولنه کې خبره بيخي چپه ده، مخ پټ وي خو نور ځان ټول ښکاري!

عن الْوَلِيدُ عَنْ سَعِيدِ بْنِ بَشِيرٍ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ خَالِد بْنِ دُرَيْكٍ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ أَسْمَاءَ بِنْتَ أَبِي بَكْرٍ دَخَلَتْ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَيْهَا ثِيَابٌ رِقَاقٌ فَأَعْرَضَ عَنْهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَقَالَ : ( يَا أَسْمَاءُ إِنَّ الْمَرْأَةَ إِذَا بَلَغَتْ الْمَحِيضَ لَمْ تَصْلُحْ أَنْ يُرَى مِنْهَا إِلا هَذَا وَهَذَا ) - وَأَشَارَ إِلَى وَجْهِهِ وَكَفَّيْهِ- يو وار اسما رضي الله تعالی عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په داسې حال کې راغله چې نري کالي يې پر ځان وو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې مخ وګرځاوه او ورته وويل: اسما! کله چې نجلۍ پيغله شي، دغه او دغه پرته نور ټول پټ وي، لاسونو او مخ ته يې اشاره وکړه.

زه چې ايراني حجاب ته ګورم، ډېر مې خوښېږي، ځکه له مخه پرته بل هېڅ څه په کې نه ښکاري، هوبهو هغه حجاب دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اسما ته ويلي وو، که څه هم زموږ په ټولنه کې له ځينو ته تور حجابونه ښه نه ښکاري، وايي چادري ښه ده، خو زما په اند له دې چادريو تور حجابونه ډېر ښه دي، ځکه هلته ټول ځان پټ وي، په چادري کې، خو نيم ځان ښکاري.

نن سبا زموږ په ټولنه کې د ځينو ښځو داسې تور حجابونه وي چې اصلا اسلامي حجاب ورته ويلی نه شو، ځکه اسلامي حجاب بايد د ښځې ټول ځان له يادو ځايونو پرته پټ کړي، داسې چې په ځان نښتی نه وي، د دې وخت ځينې حجابونه داسې دي، چې په ښځو کلک نښتي وي، هر اندام يې په کې راوتی وي او ځينې خو داسې وي چې يوازې خوله او لږه پزه يې پټه کړې وي او حتی د سر ويښتان يې هم ښکاره کېږي، لاندې ځان خو بيخي بېحجابه وي، لکه د دوی په نظر چې همدا خوله او لږه پزه حجاب وي او نور ځان نه.

اسلامي حجاب مود آيت او حديث په رڼا کې ښکاره کړ، خو څرنګه چې اسلام معقول دين دی او د وخت مطابق لارښوونې لري، نو کله چې په ټولنه کې فساد او فتنه رامنځ ته شي، اسلامي حجاب هم خپل رنګ بدلوي، د فتنې او فساد په وخت کې بيا لاسونه او مخ هم بايد پټ شي، ځکه دې وخت کې دا هم محفوظ نه وي، دا چې فتنه څه ته وايي، زه فکر کوم هغه وخت ته فتنه ويل کېږي، چې بد خلک وکولی شي، ښځو باندې په لارو او کوڅو کې غږ وکړي، دا د فتنې وخت دی، لکه څنګه چې له آيته موږ ته دا ښکاره کېږي: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ. د دغه مبارک آيت په هکله مفسرين وايي چې الله تعالی په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې امر کړی چې خپلو ښځو، لورګانو او د مسلمانانو ښځو ته ووايي چې خپل ټول ځان دې په حجاب کې ونغاړي، پرته له يوې سترګې، چې په دې باندې خپله لار وويني، څو د فاسقانو له لورې په عذاب نه شي.

اوس که څوک په داسې ټولنه کې اوسېږي، چې هلته فتنه او فساد نه وي، نو کولی شي، خپل مخ او لاسونه ښکاره کړي،. خو که په ټولنه کې فتنه او فساد و، بيا بايد مسلمانې ښځې، له سترګو پرته نور ټول ځان پټ کړي، څو د فاسقانو له لورې په تکليف نه شي او څوک ونه شي کړی، هغوی باندې لاره کې غږ وکړي، نن سبا که متوجه شو، الله تعالی په مسلمانه محجبه ښځه کې يو ډول رعب ايښی، هر فاسق نه شي کولی ورته آواز وکړي او هغوی په تکليف کړي، خو هغه ښځې چې په اسلامي حجاب مزينې نه دي، هغوی د دغو فاسقانو له لورې پرته له دې چې د کوم ډار احساس وکړي، په لارو کې پرې آوازونه کوي او تکليف ورته رسوي.


--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com