د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استاد د نړيوالې ورځې په پلمه؛ د نوي تعليمي مېتود پر لور

زاهد جلالي 16.10.2014 12:36

د استاد د نړيوالې ورځې په پلمه خو خلک د خپلو استادانو قدردانی او ستاينې کوي، خو زه به لږې بدلې خبرې وليکم...
د دې پر ځای چې د خپلو استادانو پر ستونزو او مشکلاتو پرده واچوو، له غلطيو يې ورتېر شو او ويې ستايو، ښه به دا وي چې د راتلونکي نسل د ښې ښوونې او روزنې له پاره، درسي مېتود ته او د استادانو تعامل ته په انتقادي نظر وګورو.
زه په خپله، د ښوونځي له استادانو هېڅ ښه خاطره نه لرم (استثنا شته). هو، استادانو درس راکړی، روزلی يې يم، خو د لرګي په زور، په توندې لهجې او تريو تندي.. او که ووايم چې له دې استادانو مې څه نه دي زده کړي، ډېره مبالغه به نه وي.
زه له ډېر کشرتوب نه د کتاب او قلم ډېر شوقي وم، په خپله تلم کتابونه مې اخيستل، د مرحوم کاکا مولوي مير حمزه کتابتون ته به تلم، داسې کتابونه به مې لوستل چې زما له سويې به ډېر اوچت وو او هغه وخت کې به مې ډېر لږ څه ترې زده کول، معنا دا چې زه د تعليم شوقي وم، ډېر شوقي. خو د استادانو غلط تعامل او د سوټي زور، له ښوونځي زړه تورن کړی وم، زموږ ورځ به دقرآن په مضمون پيل شوه، استاد چې به ښوونځي ته راننوت، اوږد، پېړ لرګی به يې لاس کې و او نابالغه ماشوم به يې په داسې بې رحمۍ واهه، لکه خرګاډۍ والا چې ډېر سست او بې کاره خر وهي!
د قرآن له استاده نيولې، تر ساينس او نورو مضامينو، ډېر لږ به بې لښتې ليدل کېدل! هغوی ته وهل او ډبول، د ښوونې او روزنې اساس ښکارېده، دا لا څه چې يو وار مې له يوه دوکتوره واورېدل، چې له وهلو پرته تعليم ناممکن دی! ما ته يې د برتانوي فيلسوف، برتراند راسل خبره راياده کړه، راسل په تعليم کې نوي مېتودونه رامنځ ته کړي وو، دی وايي د ماشوم خوشالول يې له زورولو او وهلو ډېر آسانه دي.
دوه ورځې مخکې، سهار وختي د دفتر پر لور روان وم، لاره مې پر يوه ښوونځي وه، زه چې ور ورسېدم، د حکومتي ښوونځي ور خلاص شو او شاګردانو د ټولګيو پر لور منډه کړه..
ما ته د دې سحنې په ليدو، خپل وخت راياد شو، هغه وخت چې، د مکتب د دروازې شا ته به ولاړ وم، زړه به مې ډک و، ژړا به راتله، نه مې غوښتل د توند خويه استادانو لښتې مې جسد تغمې کړي، زړه کې به مې ويل چې کومه ټکه راولوېږي چې له دې ښوونځي او استادانو خلاص شم..!
د دغو ترخو خاطرو په رايادېدو مې د قلبي اختناق احساس وکړ، په داسې حال کې چې دفتر ته روان وم، فکر مې کاوه چې بیا خدای مه کړه، متعلم شوم او بیا مکتب ته روان يم..
ما څو څو وارې د دې له پاره چې ښوونځي ته لاړ نه شم، پر لاره قصدا خپله پښه ښويولې او ځان مې ويالې ته غورځولې، خو کور ته چې به لاړم، ادې به راته ويلې چې کالي دې دربدلوم، بېرته ښوونځي ته لاړ شه..
کله کله به مې په کور کې ځان په ناروغۍ واهه، خو ادې به يو پرستامول ګولۍ راکړه او ويل يې، ان شا الله يو ساعت کې جوړېږې، ښوونځي ته به ځې..
د تېښتې هېڅ لار نه وه، په هر صورت د استادانو له لښتو او وهلو سره مخ وو. زما ادې خو په هېڅ صورت نه غوښتل چې له تعليمه پاتې شم، ځکه يې راته ويل چې هر څه تحمل کړم، خو هغه وخت کې ډېرو مېندو خپل زامن له ښوونځي ستانه کړل او متاسفانه اوس به چېرته یا تجارت کوي او يا جواليتوب...
ډېر ماشومان د همدغو استادانو او د دوی د غلط مېتود له لاسه د تعليم له ښه نعمته محروم شول، نو بیا ولې د دې مېتود ستاينه وکړو، او هماغه ظالمان ښه ياد کړو؟!
زما يوه دوست چې د خپل استادانو ستاينې يې خپرې کړې وې، اوس راته مخامخ لګيا دی او د استادانو ستونزې يادوي. وايي «څلورم ټولګي کې استاد دومره وډبولم چې کور کې مې ويل، دياړي او بل هر کار کوم، خو د خدای په پار، نور مې ښوونځي ته مه لېږئ!»
زه پوهېږم چې هر يو د استادانو له ظلمه کړېدلي، خو اوس د خپل شرافت له مخې د دې بې عدالتۍ يادونه نه کوي، خو دا ښه خبره نه ده. بايد تېر هېر کړو، خو د راتلونکي نسل د ښې روزنې په خاطر، د نوي تعليمي مېتود د رامنځ ته کولو له پاره هلې ځلې وکړو، څو تعليم عام او راتلونکی نسل غبي او لټ نه، هوښيار او پوه وروزل شي.