د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامپال يار!

زاهد جلالي 28.10.2014 10:16

زما يار دی، ځان اسلامپال بولي، ښه کلک اسلام پال، دا زه او زما رنګي ورته بيخي ګمراه او له صراط المستقيمه د وتلو په حال ښکارو..
که يې کوم خوشبينه وويني، ښه پرې غولېږي. سوچه ږيره، ښه خولۍ، نوراني قواره، ښې ښې خبرې.. ګومان به وکړې چې د بني آدم په قواره کې فرشته ده..
که يې څوک ليکنې ولولي، د اسلام ستر مجاهد به ورښکاره شي.. هره خبره کې د قرآن حاکميت، د اسلام قانون، مسلمانه ټولنه، اسلام نظام.. نه پرته بله نه وي.. ګومان به وکړې چې د اسلامي فکر دومره ستر مخلص دی، چې له سر و ځان و ماله ورتېر دی..
لنډه دا چې د خلکو او ټولنې په غولونې کې ښه ماهر دی، ډېری سيکالوجېستان يې پر ځان غلط کړي او ډېر هوښياران يې د ترکستان پر لور رهي کړي..
وروسته له دې چې دی مې وليد، ورسره کېناستم، مجلس مو وکړ او سفر کې سره ګډ شوو.. اوس ګومان کوم؛ کله چې خبرې کوي، ژبه و شونډې دروغځن بولي.. دی چې وايي د قرآن حاکميت، ژبه يې وايي، منافقه اول خو تا د قرآن حکم تر پښو لاندې کړی، شونډې يې وايي، مفسده، ته خو تر نورو په کې مخکې يې..
دی چې کله خلک په ارتداد او فسق تورنوي، خپلې ګوتې يې د فساد او مختورنۍ شاهدي پرې وايي او خپلې سترګې لعنت پرې وايي..
ځکه؛
چې دی له اسلام و له قرآنه اوزاري استفاده کوي، دی يوازې له دې سترو نصوصو او مقدساتو د خپل شهرت او سپين ښودلو له پاره استفاده کوي.. ځکه يې ژبه دروغځن بولي، شونډې يې منافق او لاسونه و سترګې يې له ليکلو شرمېږي..
زما «اسلامپال» يار، خلکو ته ځان د اسلام ډېر خواخوږي او د تطبيق تږی ښکاروي خو په خپله يې نقضوي او هر حکم او خپله هره وينا تر پښو لاندې کوي، همدا لامل دی چې خپل بدن به يې پرې منفي شاهدي ورکوي!
زه چې دغسې «اسلامپال» وينم، بيا خپل پخوانی قناعت راته بيخي درست ښکاره شي، او د اسلام په روزنيزه زده کړه لا ښه پوه شم.
وايي امام ابو حنيفه ته يوه فاسق، چې د ده په روزنه اصلاح شو، وويل چې نور غواړم جهاد ته لاړ شم، ستر امام ورته وايي چې ستر جهاد وکړه، له نفس سره جهاد، اولاد وروزه، نفقه ورته پيدا کړه او ټولنه جوړه کړه..
اسلام چې له نفس سره جهاد، ستر جهاد بولي، همدا لامل دی، همدا اړتيا ده چې د ځان اصلاح تر هر څه مهمه او لومړۍ ده..
موږ لا هم په شعارونو تېر ورځو او په فېسبوکي شعار ته ورته ليکنو زړونه تشوو، او همدا راته ستر جهاد او ستره اسلامپالنه ښکاري..
خو دا غلطي ده، د اسلام نه درک کول دي، د ځان غولول او د ټولنې خرابول دي..
زه چې د فېسبوک اسلامپال وينم، چې شپه و ورځ فېسبوک ته ناست وي، خپله خبره و په بل تبصره کوي، بیا ځان د اسلام خواخوږی و ستر اسلامپال بولي، په اسلامپالنه مې زړه وخوږېږي، او د اسلام دې احمقو لارويو ته حيران شم..
زه د اسلامپالنې مخالف نه، هېڅ کله، ځان اسلامپال بولم، او د اسلامپالنې له پاره کار کوم، خو منافقت اسلامپالنه نه ده.. اسلامپالنه صداقت دی، رښتيا ده، پوهه ده، عمل دی او مقاومت دی! له نفس سره مقاومت، له شيطان سره مقابله او بیا د دوښمن په وړاندې درېدل..