د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يوامت چې هېڅكله نه مري (درېیمه برخه)

قاضي طارق 28.06.2012 13:29

دريمه اواخيري برخه
شپږم حقيقت :
موجودحقيقت : او يوازې تېر تاريخ ته ولې اوړو را اروړه ، ايا مونږپه دې موجوده حالاتوكې دخپل رب دوعدو تحقق نه ګورو؟؟
هو! په خداي جل جلاله قسم دې چې دا ټول موهم ليدلې اوهم اورېدلي دي ، اومونږپه دې ټولوګواه يو، اومونږ په كلكه عقيده لروچې ددې موجوده زمانې واقعيتونواودڅلويښت كاله نه په دې خواحوادثواو واقعيتونو ترمنځ ډېر نژدوالې شته دې ، اودا دامتونوپه عمركې دومره اوږده موده نه ده ....
- ترټولو لومړې په جوماتونوكې لمونځونوكولوته وګورۍ .... اياتاسودجوماتونو جوړونكې اوپه جوماتونو كې لمونځ كونكې ليدلي ؟ دا څوك دي ؟ ددوئ دشمېر كميت او كيفيت موليدلې ؟
پخوا له دې نه دجوماتونوشمېر ډېركم وو ، خواوس جوماتونه له شمېر نه وتلي دي ، همدغه راز دجوماتونو جوړونكې هم دشمېر نه وتلي دي ، اودا ټول ځوانان اواطفال دي ، ايا دا مونږته ددې دين دمستقبل زېرې نه دې ؟
دحج اوعمري حالت ته وګورئ ..... په هركال په ميليونونومسلمانان ددنيا دټولواطرافو اواكنافوڅخه دسيلاب په شان را راوان دي ، اوايا تاسو په دې پوهېږئ چې دكعبې شريفې خالي كېدل دطواف كونكو اوزيارت كونكوڅخه دامكان نه وتلې ، يعنې دا مستحيله اونا ممكنه ده چې دخداي كور دې دطواف كونكو څخه خالي وليدل شي .....
ايا تاسودنرو ، ښځو، بوډاګانواوځوانانوسوزونكې عشق اومينه له حج اوعمرې سره نه وينۍ ؟
- ددې شپيته كلونوڅخه راپه دې خوا دښځوترمنځ دحجاب زياتېدلو اوخپرېدلو ته نه وګورئ ...
دمثال په ډول دمصر په ټول پوهنتون كې يواځې يوه محجوبه اوپرده لرونكې پيغله موجوده وه ، بيا هغه ورځې مخ په تېرېدو شوې ، اوس چې تاسوكله دمصر پوهنتون ته ننوځئ نوپه زرګونوتوبه كونكې ، غاړه اېښوونكې ، موْمنې اومسلمانې پيغلې به وګورئ چې په حجاب كې دي ، اوپه خپل حجاب افتخارهم كوي ، اوهغه چې لا په حجاب كې نه دي هغه به هم خپل خالق جل جلاله ته توبه وباسي اوحجاب ته به راشي ....
- انتخاباتوته وګورئ ، ايا تاسود هغه چا سره چې داسلام شعار يې پورته كړي دخلكو مينه ، تعاطف او رحم نه دې حس كړې ، اوايا هغه شعاريې خپل منهج اوامام نه دې جوړ كړي ؟ ايا تاسودا په خپلوسترګونه دي ليدلي چې څرنګ يو مسلمان چې هېڅ يې ليدلې هم نه دې ، له شخصيت څخه يې پوره معلومات هم نه لري ، هغه انتخابوي ، بل هېڅ دنياوي ملحوظ هم په كې نه وي فقط ددې لپاره چې مسلمان دې اودهغه په اسلام هغه ته رايه وركوي ؟
- په بازارونوكې دكتابونومعارضې اومقابلې ته وګورئ ، ايا تاسودانه دي ملاحظه كړې چې ډېرزيات خرڅېدونكي كتابونه ، اسلامي كتابونه دي ؟ اودكتابخانوپه هغواړخونوكې خورازيات ازدحام وي چېرته چې اسلامي كتابونه خرڅېږي ؟
- ايا تاسودانه دي ليدلي چې ټولې ډلې ټپلې سره له دېنه چې مختلف نظرونه لري داكوښښ كوي چې خپلې ډلې ته اسلامي رنګ وركړي ، اګركه داسلام سره چندان رغبت اومينه هم نه لري ، دا كار ددې لپاره كوي چې په دې پوهېږي چې دخلكوپه سرونوكې د شريعت اوداسلام هوا ګانې چلېږي :
. مونږحتي ډېرې بې دينه ډلې ټپلې ليدلې دي چې په خپلوپروګرامونوكې اسلامي طرحې اعلانوي !!
. هغه بانكونه وينوچې دسودونو لپاره جوړشوېدي ، هغوي هم په خپلوبانكونوكې داسلامي معاملاتولپاره څانګې خلاصوي !!
. حتې دښځو دويښتانودپاكولواوصفا كولوپه محلونوكې ليدل كېږي چې دمحجوبواومستوروښځولپاره ځانګړې برخې لري !
. تلويزيوني پروګرامونه وګورئ ، چې پخوابه يې يواځې د ډمانو ، ګډېدونكو ، ځان خرڅونكو ښځواونروسره دپه اصطلاح دهنر ترعنوان لاندې مبحثات كول ، اوس دتلوېزونوپه پروګرامونوكې دعلماوو ميلمه كول ، اودهغوي سره مباحثې هم رواج شوې دي !
دا هرڅه اوداسي نور مووليدل ، اوپه راتلونكې كې به نورهم وګورو ...
اوس راځۍ چې موضوع اوبحث ته لږ شان وسعت وركړو، په نړيواله كچه حالاتوته چې هلته څه روان دي نظرواچووو:
- په څوكلونوكې دروسانوپه سره فوځ مودافغانستان دمجاهدينودبريالتوب قصه ونه ليده ، مخكې او وروسته هرڅه دالله په لاس كې دي :
{ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ } الروم : ۵
خوشحاله به شي مسلمانان په نصرت دالله سره ، مرسته كوي الله دهرهغه چا سره اراده وكړي دنصرت يې ، اوهم دې دې ښه غالب ،ډېر رحم والا دې .
{ وَعْدَ اللَّهِ لا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ } الروم : ۶
وعده كړې ده الله ، خلاف نه كوي الله دوعدې خپلې نه وليكن زياتره خلك نه پوهېږي .
چا سره هم دا ګمان نه ووچې روسانو ته به د افغانستان سخت اوګړنګ غرونو ماتې وركړي ، خومات شو، ځكه چې الله مات كړل ، مردود شول ځكه چې الله مردود كړل ، اودا ځكه چې هلته دغرونوپه شان شخصيتونه پېدا شول ، لاد غرونوڅخه هم په خپل ايمان ټينګ ولاړوو ....
- ايا داسرائيلو فوځونه مو ونه ليدل چې ډول ته ګډيدل اوخوشحالي يې كوله ، ځكه چې دملخانو غوندې وتښتېدل ، كله چې دلبنان په شان فقيرهيوادكې چې له كورنيوجنګونوڅخه راوتلې اوداقتصادي كشمكشونوسره لاس په ګريوان وو، دحزب الله ترقيادت لاندې ډلودمقاومت سره مخامخ اوپه نتيجه كې دميږودرمو په شان وتښتېدل .
ايا تاسونه دي ليدلي چې روسي تزاريانواوبيا بلشويكانو څرنګ اسلامي هيوادونه يوپه بل پسي اشغال كړې وو،چې تر دري سوه كلونوڅخه يې زيات دوام وكړ .... قهر، ډول ، ډول تعذيبونو اودخلكووژلو دوام درلود.... دقرانكريم ګرځول اوځان سره ساتل يوقانونې جرم وو، په واحدخداي باندې له ايمان څخه يې انكار درلود، اوپه رسول الله صلي الله عليه وسلم ايمان درلودلوسره دجنګ په حالت كې وو، كلونه تېر شول ، شپې اوورځې تېرشوې ،خوهغه قومونه لاتراوسه مسلمان پاتې شوي ، زړونه يې په ايمان سره رڼا دي ، اودسونه كوي اوسرونه يې خداي جل جلاله ته په سجده ټيټ دي ...
دا كارونه ټول چا ترسره كړه ؟! الله سبحانه وتعالي ! هغه الله چې وعده يې كړې .. وكان حقا علينا نصر المؤمنين..
مونږ سره نورهم پاتې شه اي وروره ! چې تردې نورهم وړاندې ولاړشو:
امريكا ته وګوره ! ۱۹۶۰ لسيزه كې هلته يوڅوزره مسلمانان وو، خوهلته اوس اته ميليونه مسلمانان ژوندكوي !
دغه رازدامريكا په يوه سيمه كې په اويا لسيزه كې يواځې يوجومات وو، خوكله چې يوڅه شپې اوورځې تېرې شوي په هم هغه ښاركې اوس لس جوماتونه جوړشويدي !!
نوراسلامي فعاليتونه په غرب كې وګورئ .... ايا هلته مو دمدرسو دجوړېدلو، جوماتونو دجوړېدلو، داسلامي مركزونو ، ورځ پاڼو ، جريدو او اسلامي كنفرانسونو اوپه هغوكې دخلكودګډون قصي اورېدلې دي ؟
ايا پوهېږې ته اي ګرانه وروره ! چې داسلام مقدس دين نن سبا په جهان كې دنورو اديانوپه نسبت په خورا چټكې سره مخ په زياتېدو دې ؟
ايا ته دانترنيت په صفحاتوكې داسلام په موقف پوهېږې چې هره ورځ په كې دوه ميليونه ليدونكي شامليږې چې يوميليون يې يواځي په امريكا كې دي ....
ايا داد اسلام لپاره عزت ، فتح ، نصرت اواميد نه دې ؟
اووم حقيقت :
ددښمنانو حقيقت :
ګرانودوستانواوګرانو ورونو!
څوك جنګ كوي ؟ اوكوم قومونه دحرب په حالت كې قرارلري ؟!
ايا دا هغه څوك نه دي چې زمونږ رب ترې مونږ ته خبرراكړېدې :{ ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُواْ} العمران : ۱۱۲
وهل شوي دي پردوي ذلت هرچېرته چې پېدا شي .
ايا دا هغه كسان نه دي چې زمونږ رب ترې مونږته خبرراكړې دې :{ لا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلاَّ فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاء جُدُرٍ} الحشر : ۱۴
جنګ نه كوي له تاسوسره ټول په ټوله مګر په كلوكې چې ډېر محكم دي اويا شاته له ديوالونونه .
ايا دا هغه كسان نه دي چې زمونږ رب ترې مونږته خبرراكړې دې :{ وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ} البقرة : ۹۶
اوخامخاپېدا به كړې ته دوئ لره حريصترين دخلكواودهغوكسانوڅخه مشركان دې .
دغه ټول كسان همدغه يهود دې
{.....أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ }التوبه : ۱۳
ايا تاسووېريږئ له دوئ پس الله ډېره غوره چې تاسوتري وويرېږئ اوكه ياستئ تاسوموْمنان .
{قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ }التوبه: ۱۴
وجنګېږئ له دوئ سره تعذيبوي دوئ لره الله پاك په لاسونوستاسو اورسوا كوي دوئ لره ، اونصرت دركوي تاسوته پردوي باندې ، اوشفا وركوي سينودقوم موْمن ته .

{وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَى مَن يَشَاء وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ } التوبه : ۱۵
اوليري كوي قهر دزړونو ددوي اورجوع درحمت كوي الله په هغه چا باندې اراده يي وشي الله عليم اوحكيم دي .
كه چېرته داټوله ځمكه يهودونيسي :
نوايا تاسو دهغوي دكثرت څخه ، دهغوي دتجمع څخه اودهغوي دډلو، ټپلواو احزابوڅخه ويرېږۍ ؟
ايا هغوي اود هغوي امثالوته الله سبحانه وتعالي ندي ويلي : {....وَلَن تُغْنِيَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئًا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ } الانفال :۱۹
اوهيڅكله نه شه شي دفع كولاي له تاسو نه ډله ستاسوهيڅ شي اګركه ډېره هم وي اويقينا الله سره دموْمنانودې (دموْمنانوسره دې )
ايا دهغوي له شمېر نه وېرېږئ ؟
ايا زمونږ رب داسې نه دي ويلي : { قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ}العمران :۱۲
ووايه هغه كسانوته چې كافران شوي دي زر دې چې مغلوب شئ اوراجمع به كړاي شي جهنم ته اوډېر پد ځاي دورتلودې .
ايا تاسوديهودوله مالونوڅخه په وېره كې ياست ؟
ايا زمونږ رب داسي نه دي ويلي :
{ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ} الانفال :۳۶
هغه كسان چې كافران شويدي لګوي مالونه خپل ددې لپاره خلك منع كړي دخداي له لارې څخه ، ژردي چې دوي به دامالونه ولګوي بيا به وي دغه مالونه پردوي افسوس بيا به مغلوب شي اوهغه كسان چې كافران شوي دي جهنم ته به ورجمع كړاي شي
ايا تاسو دهغوي دعقلونواوبدنونو څخه ويريږئ ؟
ايا زمونږرب هغوي په دي لاندې ډول نه دي توصيف كړي :
{أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلاَّ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلا }الفرقان :۴۴
ايا ته فكركوي چې اكثرددوي اوري اويا پوهېږي ، نه دې دوي مګرپه شان دچا رپايانوبلكه دوي ډېرګمراه دي په لاره كې .

{لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ } الاعراف :۱۷۹
دوي لره زړونه شته خوپوهېږي نه په هغو، ددوي لپاره سترګې دي خوليدل نه كوي په هغو، دهغوي لپاره غوږونه دي خونه اوري په هغو باندې ، دوي په شان دچارپايانودي ، بلكي زيات ترې ګمراه دي هم دوي بې خبره دي .
بيا نوتاسوته وايم اي مسلمانانو!
ايا تاسو دافكركوئ چې :چې ددوي په ژوند كې ټول برياليتونه دي اوناكامي اوماتې نه لري ... ؟ اوعزتونه دي ،اوهېڅ ذلت نه لري ؟
همدغه استكباري امريكا مو وليدله چې په ډېره وارخطا يې سره د نه پنځوس زره مړو په پرېښودلوسره دهغه ويټنام څخه چې دځمكې په نقشه كې بېخي ليدل كېږي نه وتښتېدله !!
دوهم اودريم ځل موهمدغه امريكا وليدله چې په همدغسي وارخطايي سره له صوماليه اولبنان څخه وتښتېدله !!
همدغه راز په روسيه كې د مو چرنوبيل دمستحكمي اټومي بټۍ انفجار اوچاودنه هم وليده چې ډېرې سيمې يې په زرهجنوګازوډكې كړې !!
د چلنجر توغندې ، هغه توغندې ووچې دوي يې په اړه داويل چې دكمال په داسې يوه پړاوكې جوړشوې دې چې هيڅ نقصان په كې نه دې پاتې ، خوكله چې يې دغه په تمامه معني كامل توغندي استعمال كړنودپورته كيدونه څوثانيې وروسته وچاوده ، اوددوي دسترګو په وړاندې منفجر شو، داددي لپاره چې حسرت اوافسوس يې لاپسې زيات شې .....!!!

{.....وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَا أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلاً أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِالأَمْسِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ } يونس : ۲۴
اوګمان وكړاهل دهغه چې بيشكه دوي قادر دي په هغه ، راغې هغي ته امر زمونږ (عذاب ) دشپې يادورځې نووګرځوله مونږ هغې لره لوكړې شوې ،ريبل شوې داسې لكه چې نه وو پرون ، همدغسي بيانوو مونږ اياتونه هغه قوم ته چې فكر كوي .
ايا تاسو دخداي قدرت مشاهده نه كړ ،كله چې دوي دالله دقدرت په وړاندې لاس تړلي ولاړوو...
په ۱۹۹۵ كال كې دمي په مياشت كې د امريكا د (نيوزاورليانز) په ښار داوبو يوه قهرجنه څپه راغله او ددوه ساعته په موده كې يې ټول ښار دخپلې خيټې نه لاندې كړ!

{ففتحنا أبواب السماء بماء منهمر، وفجرنا الأرض عيوناً، فالتقى الماء على أمر قد قدر}.
نوراخلاصې كړې مونږ دروازې داسمان په اوبو روانېدونكو سره ، اوروانې موكړې په ځمكه كې چينې نويوځاي شوي اوبه په داسي يوامرسره چې په تحقيق اندازه شوې وو .
- دنيويورك په نوې اوعصر ښاركې مو نا اشنا واورين توپان وليد چې ستر، ستر موټران په كې ورك شول ، سركونه يې وتړل ، اودري پرلپسې ورځې انسانې ژوند دتوقف په حالت كې قرار درلود!!
- داسې تېزبادې توپانونه موهم وكتل چې لوي ، لوي موټران به يې پورته كول اودخلكو دكورونوپه سربه يې راغوزول !!
- خورا يخ اوساړه پرلپسي بادونه اوتوپانونه مو وليدل چې دخلكو بيخ يې ويسته لكه دخورما چپه شوي ونې ، دځنګلونو ونې به يې ويستلې ،انسانې ژوندبه يې هلاكاوه ، دا ټول مو وليدل ، خوافسوس چې هيڅ پند اخيستونكې زړونه موونه ليدل ....!!
ايا ددغې ټولنې دننه حالت موليدلې دې ؟
مونږ يوه جبونه ، منحطه ټولنه ليدلې چې په خورا رذالت كې ژوند كوي ،درسوايي هيڅ پروا نه ساتي ، دنفس غوښتنې اوخواهشات يې هر اړخ ته ځغلوي ، اويواځې رغبات ورته خوځښت وركوي ، شهوات ورباندې پوره تسلط لري اولګيادې دغه ټولنه ړنګوي ....
راځې چې په امريكا كې د لږ عمره اوتنكوځوانانوژوند ته هم څه نظرواچوو ، هغه ځوانان چې داتلس كلني عمر يې لا پوره كړې نه دې اودلسوكلونو څخه وروسته به دخپل ملك (امريكا ) امران اوحاكمان وي :
۵۵ % پنځه پنځوسلنه په زنا اخته دي ، اودزناكارانوسلنه په لويوښارونوكې ،۸۰ % اوپه اطرافي سيمو كې زنا ۳۳ % سلنه ده ... يعنې په اخلاقي اوشريفو سيموكې دزنا دناوړه عمل ارتكاب دري ديرش په سلو كې دې ۳۳% كې دې اودا هم په هغو ځوانانوكې دې چې د اتلس كلني عمريې لاپوره كړې نه دې ، اودهغوچې عمرونه له اتلسوكلنوپورته دي ، په هغوكې دزنا دارتكاب سلنه ۹۰ % ده ؟؟؟!
- هركال دري سوه پنځوس زره جينكۍ چې داتلس كلنۍ عمريې پوره كړې نه دې ، دزنا دارتكاب له كبله حمل اخلي ، اودا شمېر له حقيقي شمېر نه خورا زيات كم دې ، اودسقط جنين عمليه هم په خورا شدت سره مخ په ډېرېدو ده !!
په امريكايي ټولنه كې په ۲۴ % كورنيوكې پلار وجود نه لري ، يا خوله دې كبله چې مور يې ددومره ډېرو كسانو سره دزنا عمل ترسره كړې دې چې دخپل ماشوم پلارنه پېژني ، اويا دطلاقواخيستلوله كبله په كورنۍ كې پلاروجود نه لري !! .....
۴۰ % تنكي اومراهق ځوانان په مخدره اونشه كونكوموادو روږدې دي !!! اوشراب څكل خوهيڅ عېب نه دې اود څكونكي اواستعمال كونكې يې له شمېر نه وتلي دي ....
دامريكا ددالاس په ښاركې جنايي جرمونه په يو كال كې ، د ( ۱۹۹۸ څخه تر۱۹۹۹ ) پور۷۰ % اويا سلنه زيات شوي دي .
- په تنكوځوانانوكې دمرګ دريم سبب ځان وژنه اوانتحاردې ! يعنې په تنكواومراهقوځوانانوكې دمړيني دريم علت اوسبب ځان وژنه ده ، هغه تنكې ځوانانوچې دراتلونكې امريكا مشران به وي ...په امريكا كې په اوسط ډول په كال كې ۳۲۰۰۰ تنه په خپله ځان وژني اوانتحاركوي !!!
- دتنكوځوانانوپه هر اوو تنوكې يوتن داجباري قمار له كبله ناروغه دې ... دا دامريكايي ټولنې داخلي وضعيت دې ... دهغې امريكا تار اوفود دې چې مونږترې ويرېږو !!!
دخداي په لاره كې زما ملګرې وروره ، دوسته اورفيقه :
ايا په دغسې يوقوم باندې په برياليتوب كې ته شك لرې ؟
ايا په دغسې يوفوځ باندې چې اكثر يې له زنا نه پېدا شوي دي په بري او نصرت كې شك كوي ؟
ګرانه وروره !
{ لاَ يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُواْ فِي الْبِلادِ }العمران : ۱۹۶
دوكه دې نه كړي تا اوښتل را اوښتل دهغه كسانوچې كافران شوي دي په ښارونوكې .
{ مَتَاعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ } العمران : ۱۹۷
داخورا كمه متاع ده ، بياځاي ددوي جهنم دې اوبدځاي دورتلودې .
{ وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَبَقُواْ إِنَّهُمْ لاَ يُعْجِزُونَ} الانفال :۵۹
اوګمان دې نه كوي خامخا هغه كسان چې كافران شوي دي چې دوئ مخكې شويدي له الله څخه ، بيشكه دوي الله نه شي عاجزولاي .
اتم حقيقت
دخداي نصرت دجهاد دلارې دخورا سختوشېبوڅخه وروسته راځي :
ګرانه وروره ! ته چې فكر كوې چې نصرت خورا زيات وځنډېده :
په دې هم پوه شه چې دخداي نصرت دجهاد دلارې دخورا سختوشېبوڅخه وروسته راځي ..
ايا دخداي دا قول دې نه دې اورېدلې چې فرمايې ؟:
{ حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَاء وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ} يوسف :۱۱۰
په همدغسې يوه شېبه كې چې ټولوګمان درلود چې كارخپل اخيري سرحد ته ورسېده ( پيغمبر تكذيب شو، ظلم په اوج كې وو، سرغړونې اوشكونه په وروستې پړاوكې وو، په دغسې يوه لحظه كې چې نبي اودحق لارې ته ددعوتګرانو اذيتونه نور دزغم نه وتلې وو ، خودحق دلارې داعيان لا هم هغسې كلك ولاړ وو، همدلته اوپه همدغه غېرقابل برداشت لحظه كې " جاءهم نصرنا".. زمونږ نصرت اوامداد ورته دبرق په شان راورسېد .....
دڅښتن تعالي دا قول هم واورۍ !
{ أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُم مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء وَزُلْزِلُواْ حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ... } البقره :۲۱۴
په دغسې شېبه كې چې صبرونه په اخيري سرحدكې وو، په دغسې لحظه كې څښتن تعالي فرمايې :
{.....أَلا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ } البقره :۲۱۴
خبردار ! دخداي نصرت درته نژدې شو ....
ايا په سيرة النبي كې مو نه دي كتلي چې دموْمنينو دازمون ترټولوسختې لحظې داحزابو په غزوه كې وې ، هغه چې څښتن تعالي په خپل كتاب كې داسې وصف كړېدي :
{ وَإِذْ زَاغَتْ الأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا} الاحزاب :۱۰
{ هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالا شَدِيدًا} الاحزاب :۱۱
ايا تاسو نه ګورئ چې داحزابوله غزوي نه وروسته مسلمانانوته په پرلپسې ډول ګڼ شمېر فتوحات راغلل ....؟دجهاد دسخت ترينوشېبوه وروسته دحدېبې صلح ، ورپسې دمكې فتح ، بيا طائف اوټول جزيرة العرب .... پرمختګ ورپسې نورپرمختګ ، دخداي دنصرتونوورځې ، دخوشحالۍ اودخداي ددين دترقې ورځې .....
نهم حقيقت
څښتن تعالي دخپلو بندګانودچټكئ اوعجلې سره سمه عجله نه كوي :
اي وروره ! هغه چې په دې ګمان كې پروت يې چې دخداي نصرت په تْاخېركې شو !
په دې پوه شه ! هغه ادب چې دالله سره دې دعدم استعجال اوعدم چټكۍ اقتضا كوي ، او دالله سبحانه وتعالي بالغه حكمت ددې غوښتنه اوتقاضا كوي چې خپل دوستان اوغوره بندګانووازموي ، اودالله مرسته هم په داسې يووخت كې راځي چې الله پوهېږي چې په دې وخت كې نصرت رالېږل دموْمنانولپاره خېر دې اودوي دنصرت په انتظاركې نه دي .....
امام بخاري دخباب بن ارت رضي الله عنه نه روايت كوي چې وايي : (مونږ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته شكايت وكړه هغه صلي الله عليه وسلم په دې وخت كې خپلې بردي ته دكعبې شريفې په سيوري كې تكيه وهلې وه ، مونږ هغه ته وويل : ايا ته زمونږلپاره نصرت نه غواړې ؟ ايا ته زمونږ لپاره دعا نه كوې؟؟؟؟ په داسې حال كې چې دسختو دردونو اوسختو ازارونوسره مخامخ يو ،وهل كېږو ، سوزول كېږو ، زندۍ كېږواوپه دارځړول كېږو .... رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل :
په پخوانيوامتونوكې به يوسړې ته په ځمكه كې قبروكنستل شو ، په هغه كې به واچول شو، اره به يې راوړله ، پرسربه يې ورته كيښوده اودوه ځاي به كړاي شو، اودغه تكليف اومرګ به هغه له خپل دين څخه ونه اړول شو، ديوه بل غوښې اورګونه به ترهډوكوپوري داوسپنې په ږمنځ وتوګل شو ، خوله خپل دين څخه په كوږ نه شو، قسم په خداي جل جلاله دې چې زه دخداي نه دا تمنا او ارزوكووم چې يو سپور به له صنعاء نه ترحضر موت پورې سفركوي ديوخدا ي نه په غېر به بل له هيڅ شي نه ويرېږي ، اوله يوشرمښ نه په خپله رمه ، خوتاسوډېره عجله كوي )
سبحان الله ... تلواركوئ ؟!! ددې ټولو تعذيبونواوتكليفونو څخه وروسته په مكه كې خباب بن الارت عجله كوله ؟!
هو ... خودلته هميشه نورشيان هم وو ... هميش دكورپرېښودل وو، دمال پرېښودل وو، داهل پرېښودل اوداسې نورې ستونزې هم وې .....هميشه كش مكش اوجنګ وو... جهادونه اوشهادتونه وو ... نو ددې څخه وروسته به دخداي نصر راورسېده !! په هغه وخت كې به راورسېد چې خداي جل جلاله مقدركړې وو ، نه په هغه وخت كې چې مخلوق محدود كړې وو چې په دې وخت كې دې راشي .
لسم حقيقت
اجراوثواب په نصرت پورې اړه نه لري بكله دشخص په عمل پورې اړه لري :
اي وروره ! هغه چې په دې ګمان كې پروت يې چې دخداي نصرت په تْاخېركې شو !
په دې پوه شه چې ثواب په نصرت پورې اړه نه لري ، بلكې يواځې په عمل پورې تړل شوې دې :
{ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ} النحل :۹۷
اوپه دې هم پوه شه چې هركله دې عمل احسن ، اوهركله دې اجراوثواب لوي شو....
هركله چې دخداې په لاره كې كوښښونه زيات شول اوهركله چې ثوابونه تكميل شول ....
نوكه چېرته په خپلوسترګودخداې نصرت ونه ګورې نوستا اولادونه دوستان به يې وګوري ....
اوپه دې هم پوه شه چې كله دې دخداي په نصرت يقين له لاسه وركړنوبيا دې اجراوثواب هم ضايع كېږي ، اوبله دا چې نصرت درته په هغه صورت كې راځي چې پوره يقين ورباندې ولرې ، داسې يقين چې شك په كې نه وي .... دريب له اختلاط نه خلاص وي .....
{ مَن كَانَ يَظُنُّ أَن لَّن يَنصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاء ثُمَّ لِيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ }الحج : ۱۵
ايا تا ونه ليدل چې داحزاب په غزوه كې صحابه وو هېڅ امن نه درلود، ترڅرنګ سختې محاصرې اوتهدېد لاندې وو، .... خوهغوي به په دغه حالت كې هم د رسول الله صلي الله عليه وسلم هغوبشارتونو اوزېروته غوږ اېښوده چې دخيال اوتصورنه پورته وو ، هغوي د دغو بشارتوتصديق كاوه اوپه هغو يې يقين درلود ...
وګورئ چې البراء رضي الله عنه څرنګ حكايت كوي چې : رسول الله صلي الله عليه وسلم به هغه دخندق ډبره وهله نوويل به يې : بسم الله ، بيا به يې يو وار وكړويل به يې : الله اكبر ، دشام كلي ګانې راكړشوې ، قسم په خداي جل جلاله چې زه همدا اوس دهغه سرو ماڼيوته ګورم ، بيا دوهمه ډبره ووهله بله ټوټه يې ترې جدا كړه ، ويې ويل : الله اكبر ، فارس راكړشو ، قسم په خداي جل جلاله چې همدا اوس دمدائن قصر وينم ، بيا يې دريمه ضربه وركړه ويې ويل : بسم الله ، نوره ډبره هم ماته شوه نو ويي ويل : الله اكبر، ديمن كلې ګانې راكړشوې ، قسم په خداي جل جلاله چې زه دصنعاء دروازي دخپل دې ځاي څخه وينم ) ....
صحابه كراموتردغسې سترې محصارې لاندې دشام ، فارس اويمن دفتح كولوبشارتونوته غوږ نيولې وو اوتصديق اويقين يي ورباندې درلود لكه چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يوځاي يي دخپل سرپه سترګوباندې ګوري ....
له دې كبله د څښتن تعالي نصرت هم راورسېد ....
اي موْ منانو!!! انتم الاعلون
ورونواو دوستانو:
يوعجيبه اوحېرانونكې ايت درته راوړم ، اګرچه ټول ايتونه دالله عجيبه اوحېرانونكي دي ...يوايت دي چې دڅښتن له خزانوڅخه يوه خزانه ده ، اودرحمان باچا له بخششونوڅخه يوبخشش دې :
{ وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ } العمران :۱۳۹
اې مسلمانانو ! تاسوپه دې پوهېږئ چې دا مبارك ايت په څه وخت كې رانازل شو؟
داحد دغزوي نه وروسته رانازل شو!!! دصحابه كرامو دماتې نه وروسته رانازل شو ، چې يې ماتې وليدله رانازل شو!
اوداځكه چې مسلمانانو ته داوښايي چې دغسې مرحله اي ماتې اوشكست په عزت اولوي باندې كوم تاْثير نه لري ، اودغه عزت اولوي په كوم ښكاره اوليدونكې نصرت پورې هم ارتباط نه لري ، اوپه كوم ليدونكې قوت باندې هم نه دي تړل شوي .... ددي لپاره چي موْمنان په دې پوه كړي چې ورځې اوړي را اوړي ، اوتاريخ پړاونه لري ، كله ستا لپاره وار او دوران خوكله بيا دهغه لپاره دوران ... خواخيري اونهايي دورا ن او وار به انشا ء الله دموْمنانولپاره وي ....
اي موْمنانو ! اي دخدا ي بندګانو !
تاسوپورته ياست ، تاسوكامياب ياست ! ځكه ستاسوكارساز او اله هغه الله دې چې بل اله اوكارجوړونكې نشته مګر همدغه الله دې ، چې په ځكه او اسمانونو كې هېڅ يوشيْ هغه نه شي كمزورې كولاي هغه دپوره علم اوپوره قدرت لرونكې دې .
- تاسوبريالي ياست ځكه چې دخاتم النبي صلي الله عليه وسلم اتباع اوپيروان ياست ، او هغه خېرالمخلوق دې ، د انبياوو سردار اوهغه ماحي دې چې الله پاك ورباندې كفر محوه كوي ، اوهغه حاشر اوراټولونكې دې چې خلك به د هغه په پښوراجمع شي ، اودا هغه وروستني استازي دې چې وروسته تري نور نه راځي صلي الله عليه وسلم .
تاسو سرلوړي اوبريالي ياست ، ځكه قران عظيم الشان ستاسوكتاب دې ، په دې كې دپخوا نيو امتونواخبار دي ، اوهغه اخبارهم په كې شته چې وروسته به راځي ، ستاسوترمنځ فيصله كن كتاب دې ، اوكوم جابراومستكبر چې ترې مخالفت كړې ، هلاك شوې دې ، اوچا چې ددې كتاب نه په غېر په بل ځاي كې علم لټولې دې هغه څښتن تعالي ګمراه كړې دې ، دا يوه نه شليدونكې رسۍ اوځلېدونكې رڼا ده ، شفاء په كې ده اوچې څوك پرې منګولې ولګوي عصمت ترلاسه كوي ، څوك چې يې پېروي وكړي نجات پېداكوي ، هيڅ كږېږي نه ، چې سمولوته يې اړتيا پېدا شي ، اوهېڅ چپېږي نه ، چې استقامت ته برابرول وغواړې ، عجائب يې خاتمه نه لري .....
- اي موْ منانو! همدا تاسو سرلوړي او كامياب ياست ! ځكه شريعت اوقانون مو اسلام دې ، دين دي، دنيا ده ، جسد دې اوروح دې ، عقل اوزړه دې ، په دې شريعت كې څښتن تعالي هرڅه پوره واضح ، واضح بيان كړي دي دشك اونقصان ځاي په كې نه دې پاتې :
{ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِينًا } المائدة : ۳
- تاسوكامياب اوسرلوړې ياست !
ځكه چې دپوره اولوړو اخلاقولرونكې ياست ، "إنما بعثت لأتتم مكارم الأخلاق"..
- تاسوكامياب اوسرلوړې ياست ! ځكه چې ملائكې ستاسوقدمونه ټينګوي { إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ الانفال : ۱۲
هم دا تاسوبريالي ياست ځكه په زړونوكې مواطمنان ننوتلې دې{ وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلاَّ بُشْرَى وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ الانفال }:۱۰
- تاسوكامياب اوسرلوړې ياست ! ځكه تاسوسره دجنت وعده شوې ده :
{ إِنَّهُ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ } الموْ منون : ۱۰۹
{ فَاتَّخَذْتُمُوهُمْ سِخْرِيًّا حَتَّى أَنسَوْكُمْ ذِكْرِي وَكُنتُم مِّنْهُمْ تَضْحَكُونَ} الموْ منون : ۱۱۰
{ إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ} الموْ منون : ۱۱۱
- همدا تاسو اي صابروموْ منانو كامياب اوسرلوړي ياست انشا ءالله تعالي ....
په اخركې !
اي زما وروره ! اي زما دوسته ! اوزما دخداې دلاري ملګريه ! اي مسلمانه ! او اي دخداي بنده !
اي هغه څوكه چې ژر دې چې دا ډبرې اوتيګې اوداونې اوبوټې به دحال اومقال په دواړوژبو درته ووايي چې ( په دواړويقين اوايمان لرو)
اي مسلمانه اي دخداي بنده ....
پورته شه ! اوښكې دې وچې كړه ، دماتې جبران وكړه ، سر دې راپورته كړه ....
اوپه دې پوه شه چې راتلونكې ورځې ستا دي ، نه ستاپه خلاف دنورو ....
اوراتلونكې اومستقبل ستا ددين دې ، نه دنورو دينونو ....
اوعاقبت اواخېري انجام دبرياليتوب دموْمنانولپاره دې ، نه دنورو لپاره ....
په دې پوه شه چې دصبرسره نصرت ملګرې وي ....
په دې پوه شه چې دستونزوسره اسانتياوي راځي ....
اوپه دې پوه شه چې دسبا راختلورڼا هغه وخت راځي چې دشپې تورتم درباندې تېر شي ....
په دې پوه شه چې الله ستا په امداد كې دې ترڅوته دالله ددين په امداد كې ولاړ يې ....
په دې پوه شه چې الله له تاسره دې ترڅو ته دالله سره يې ....
په دې پوه شه چې هغه تاته لاره سموي ، ترهغه پوري چې دهغه دلاري مجاهد يې ....
{ وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ} العنكبوت : ۶۹
{ فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ} غافر :۴۴

أقول قولي هذا وأستغفر الله لي ولكم..
وجزاكم الله خيراً كثيراً .