د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فساد دقران له نظره

قاضي طارق 30.03.2012 21:45

شپږ ويشتم فصل :
دځمكې په سرفساد له كومه راځي ؟
څښتن تعالي د قران عظيم الشان په يوبل ځاي كې فرمايي چې : داد انسان لاسونه دې چي دځمكي په سر اودبحرونواودريابونوپه منځ كې يي فسادونه منځ ته راوړي دي ، نورحيوانات دځمكي اويا بحرونوپه فسادكې ګډون نه لري ، ټول دكائيناتوپه منځ كې دچلېدونكې قانون سره سم روان دې ،سركشي اوطغيان ، تكبراوظلم ، ناروا اوتجاوز يواځې دانسان كار دې چې له كبله يې په كائيناتوكې فسادونه روان دې او نورو مخلوقاتوته هم زيانونه اړوي ، بل كوم حيوان دې چې تورې اوټوپكونه يې جوړ كړيدي ، اوبل كوم حيوان دې چې داټومي بمونوپه سر ناست دې اوكه يوه بټنه يې وخوځول شي نوددنيا ډېرې برخې به ړنګې كړي ، ايا بل كوم داسي حيوان په دې كائيناتوكې شته چې دبحرونوپه تل كې انفجارات ترسره كړي اود بحري حيواناتوژوند دګواښ اوستونزو سره مخ كړي ؟
انسان يواځې هغه مخلوق دې چې په خپل علمي اوعقلي توان سره يې كه ديوه اړخه په كائيناتوكې خورا حيرانونكې ابادي ترسره كړېده نوله بله اړخه يې په دې كائيناتوكې يوازې دانسان ژوندنه بلكه دټولوحيواناتو ، نباتاتو اوالوتونكو مرغانوژوند هم له سترخطرسره مخ كړېدې .
وايي چي كله هم انسانان سپوږ مۍ ته پورته شول نويوشمير ساينس پوهانوژړل اودا يي ويل چې انسان به دځمكې دسرفسادونه اوناروا رقابتونه سپوږمۍ اونوروستوروته هم وغزوي اوپه داسي فساد به يې ككړ كړي لكه څرنګ چې يي دځمكې سر له فسادنه ډك كړېدې .
او د علم په دې حېرانونكو پرمختګونو كې ترټولوزيات زيان انسان ته اوښتې دې ، په دې معني چې اوس چې انسان دځان لپاره كوم ماحول جوړ كړېدي په دې كې لومړې قرباني انسان دې ، دانسان شخصيت په كې ړنګ شوې ، انسانې ارزښت اوكرامت په كې له منځه تللې اوحتې انسان په يووحشي اوځنګلي حيوان بدل شوېدې ، اوس په نړۍ كې داسې نظامونه چلېږي چې په مطلق العنان ډول په نامحدوده فردي ازادي ولاړ دي چي فردته دومره ازادي وركړي شوه چې ورو، ورو يې دانسان نه انساني خصوصيتونه سلب كړه اوحيواني خويونوپه كي دومره وده وكړه چي انسان يي دحيواناتو درمي ديوحيوان په شان وګاڼه اودكوم قيد اوبند نه په غير ددغي رمي دچارپايانوپه شان فعاليتونه كولاي شي، هدف يي دغه مادي دنيا ده او دغه هدف ته په رسيدوكي چي هره وسيله كارولاي شي په كي ازاد دي .
ازادي تر دي حده شوه چي دانساني كرامت ټولي پولي اوسرحدونه يي مات كړه او په ټوله معني لوڅ لغړانسانان عمومي پاركونو اودسيند دغاړودساعت تيري ځايونوته راووتل .
داروپاي تمدن په جوړښت كي چي په خپله انسان ځان ته جوړكړيدي انسان ته ورپكي كومه خاصه اوځانګړي پاملرنه ونه شوه دغه تمدن په داسي صورت جوړ شوچي دانساني خصوصيتونو اوځانګړتياوسره برابرنه دي بلكه انسان په كي ذوب شو.
متفكرين په دې عقيده دې چې :
دانوي تمدن دبشريت دفطري غو ښتنو اواړتياوو نه ډير پورته دي ،دي تمدن دبشر په اختيار كي داسي څه هم اچولي دي چي دا بشريت ورته هيڅ اړتيا نه لري .
دا هم زياتوي چې :
دغرب تمدن دخداي نه منكرنه دي خوپه خپل فكري موجود نظام كي لوي خداي لپاره كوم نقش اوقلمروته هم قايل نه دي ، په دغه تمدن كي انسانی عزت اوشرف له منځه تللي ، انسان انحطاط طرفته روان دي اوكله چي انسان انحطاط وكړي نوبيا ددغه تمدن ښكلا اوحتي دټول طبيعت اودستورو لمر اوسپوږمي ښكلابه هم له منځه ولاړه شي.
كمونيستانواوماديون خو انسان يو موټي خاوره ګڼلې ده چي دځمكي نه راوتلي اودځمكي په مخ په لاره ځي ، دځمكي نه خوراك كوي اوهمدي ځمكي ته بيرته ورګرځي .
دهمدي څريدونكو، الوتونكو ، حشراتو اوشادوګانو له جنس څخه دي چي ددي ځمكي پرمخ ژوندكوي اودزماني په تيريدوسره يي تغيير او تحول كړيدي اوبالاخره دنن ورځي انسان تري جوړ شويدي .
اوس يوشمير متفكرين دې حقيقت ته رسېدلي دي چې وايي :
دانحطاط منلو نه په غير دهغه چاپيريال سره چي په علمي وسايلو مودځان لپاره جوړ كړيدي تطابق نه شو كولاي بايد حتما انحطاط قبول كړو، تمدن ته سرټيټ كړواودهغه لوي انساني مقام نه راښكته شوچې څښتن تعالي په خپل عالي قدرت سره را بخښلې دې .




يواروپايي دانشمند دكتورالكسيس كارل وايي :
(دبي روحه موادوعلم مونږ داسي دنيا ته را ايستلي يوچي مونږسره متناسبه نه ده )
سقراط وايي : مونږددي ځمكي پرمخ په بي مثاله سرعت سره روان يو، خوپه دي نه پوهيږواوهيڅ فكرنه كووچي چيرته ځو؟
اواياپه دي ځاي كي به مونږدخپلوسرګردانه ارواحولپاره سعادت پيداكړواوكوم وخت به هم مونږته ارام راشي اوكه نه ؟
مونږدخپل علم اوپوهي سره چي په خپل قدرت يي مونږمست كړي يو ،يوځاي تباه كيږواودحكمت نه په غيربه هيڅ نجات پيدانه كړو .
يو ځل بيادكتورالكسيس كارل : انسان چي كوم تمدن اودنيا دځان لپاره جوړه كړي ده انسان ورپكي عملابيګانه اوپردي ښكاري ، ځكه چي نه دي توانيدلاي دغه تمدن دخپل ځان لايق جوړ كړي اوداځكه چي لايي تراوسه خپل طبيعت نه دي پيژندلاي .
ريښتيا هم دانسان په لاس دانسان دوژلو اونابودي لپاره دغه تمدن دانسان په اختيار كي دومره ډير وسايل واچول چي دانسان دله منځه وړلو كاريي ډيراسا ن كړيدي كه ديوي خوا دغه تمدن دانسان په ژوند كي ډيري اسانتياوي رامنځ ته كړي خودبلي خوا يي دانسان دنابودي په لاره كي هم ډيري اسانتياوي رامنځه كړيدي .
دكتور اليكسس كار بيا زياتوي چي : دمادي علومو دادومره ډيراوبي تناسبه سبقت په زيستي علوموبايددبشريت دډيروناوړه اوخطرناكوحوادثوڅخه وګڼو.
اوداځكه وايي چي دغه انسان يي سربيره پردي چي په اخلاقي انحطاط اخته كړي دي داټم دبم په سريي هم كښينولاي دي چي دغه انسان دانسان دوژني لپاره ورباندي سپوردي ، اوس انسانانودومره ډيرباروت توليدكړي دي اودومره ډيربمونه يي جوړكړيدي چي انسان ته یی مقابله ډيره ګرانه ده یوازي په روسيه كي ۲۵۰۰ اوامريكا كي ۲۰۰۰اټمي وسلي موجودي دي .
اسماني فضاْ دځمكي سراودسمندرونو تل يوځاي هم دانسان لپاره دامن اوسكون ځاي نه دي .

دكتورالكسيس كارل وايي:
علم چي كوم محيط دانسان لپاره ايجاد كړيدي انسان دهغه په مقابل كي بي دفاع اوبي توانه دي چي هغه لپاره دارام ژوند ادامه په كي ممكنه نه ده ، دصنعتي تمدن بداومبتذل شكل داسي احاطه كړي يو چي مونږيي په خپله په يوماشين بدل كړي يو ، دغرب دنيا نن ورځ دماشين نه په غير نورڅه نه لري او دبي روحه اوجامدوموادوعلم مونږداسي دنيا ته رسولي يوچي زمونږ سره برابره نه ده ، اومونږپه پټوسترګوهرڅه چي علم راكړيدي ورپسي روان يو .
كتاب اعترافات غزالي يومضمون نقل كړيدي ليكلي يي دي چي :
كله چي انسان سپوږمي ته لومړي سفر شروع كړنويوانګليسي مشهوراومعاصرفيلسوف يوه مقاله وليكله دهغي مقالي عنوان وو ( دحماقت نه ډك رقابتونه بايدسپوږمۍ ته يونسو) ددي مقالي ځيني مهم ټكي داسي دي :
په مادي جهان باندې دكاميابي اوپوره تسلط نه مخكې لازم دې چې دځمكې په سريودبل احترام وكړواويودبل په مقابل كې دهرنوع بې رحمئ نه لاس واخلو، ددې نه په غېربه مويوازې اويوازې دځان غوښتني ،حماقت اوفسادلمن كائيناتوته خپره كړې وي اوبس .
كه مونږدانسان دلوي اودرناوي سره يوځاي په اسمان اونوروكائيناتوتسلط پيداكړونودابيا دډيرافتخاروړ خبره ده ، ددي نه په غېربه مونږاوزمونږراتلونكي نسلونه ددي ترقي اوپېشرفت جزاحتما وګوري .
دفضا تسخيراودسپوږمۍ په كره كي دانسان قدم وهل دكاميابۍ اوافتخارسبب دې خو پدې شرط چې دځمكې كره مودغېرانساني اووحشيانه نجاستونونه پاكه كړې وي اوكه داسې نه وي نودسپوږمۍ تسخيربه يوه بله لويه بلا اولوي جنجال وي چي ددې بيچاره انسان په سربه باروي ، لكه چې مخكي وويل شول غرب يوازي ماشين لري چې دابه هم يوه ورځ دانسان اودبشريت دنړۍ دوركيدوسبب شي .

اوداهغه څه دي چي سپيڅلي قران يي ډيرپخوا په دي زرينوالفاظوسره اعلان كړيدي :
{ ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ } الروم : ۴۱
ترجمه :ښكاره شو(اثارد) فسادپه وچه اودرياب كې په سبب دهغې (ګناه اوشرك ) چې كړي دي لاسونو خلكو ، لپاره ددې چې ور وڅكوي الله دوي ته څه (سزا) دځيني هغه كارونوچې دوي ترسره كړي دي ، دپاره ددې چې واوړي (له دغو بديونه ) .
سيد الطنطاوي ددغه مبارك په تفسير كې فرمايي :
ښكاره شو فساد په وچه اوبحر كې لكه : په خداي جل جلاله باندې دشرك خپرېدل ، ظلم ، قتلونه ، دوينوتوېدل ، حسدونه ، تېرې اوتجاوز، دبركتونو كمښت په فصلونو، ميوو ، خوراكونو اوڅكاك او داسې نوروكې چې دغه منفعت نه بلكه فسادونه دي .
دابن كثير رحمة الله عليه نه په نقل قول سره فرمايې چي : هرڅوك چې په دې ځمكه كې د خداي جل جلاله له حكمونو څخه نافرماني اوسرغړونه كوي ، نوداپه حقيقت كې په ځمكه كې فسادكوي ، ځكه چې دځمكې اواسمان اصلاح د خداي جل جلاله په طاعت كې ده .
لكه چې ابوداود د نبي كريم صلي الله عليه وسلم يومبارك حديث داسې رانقل كړېدې :
" الحد يقام فى الأرض ، أحب إلى أهلها من أن يمطروا أربعين صباحاً "
يوحد چې په ځمكه كې قائم شي نودځمكې داهل لپاره ددې نه ډېر غوره دې چې څلويښت ورځې باران ورباندې وشي .
اوداځكه چې كله حدود د خداي جل جلاله په ځمكه قائم شي ،نوټول خلك ، يا اكثر دخلكو اويا ډېر له دوي نه دحرامو څخه بند شي ، اوكله چې دګناهونوترسره كېدل روان وي ورسره خېرونه اوبركتونه هم مخ په زوال اوكمېدو روان شي ، اوچې كله عدل اوانصاف منځ ته راشي ، نو ورسره خېرونواوبركتونه هم دځمكې په سر عام شې .
او د رسول الله صلي الله عليه وسلم په يو صحيح مبارك حديث داهم ثبت دي چې فرمايې :
" إن الفاجر إذا مات تستريح منه العباد والبلاد والشجر والدواب " .
كله چې يوفاجر مړ شي ، نو ورسره د خداي جل جلاله بندګان ، ښارونه ، وني بوټي اوحيوانات هم په قرار او استراحت شي .
{ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي الناس } دايت شريف دغه برخه دفسادونودظهور سببونه بيانوي :
په وچه اودريابونوكې دفسادونوعام كيدل ، ددي سبب دانسانانو دګناهونو ارتكاب اوپه شهواتو كې ډوبېدل او دهرهغه څه څخه سرغړونه ده چې دكائيناتو خالق جل جلاله ورباندې امركړې دې اويا يي ترې منع كړېده .
نو دفسادونوښكاره كېدل اوانتشار عبث اوبې علته نه دې ، بلكه د خداي جل جلاله له طاعت نه دسرغړوني اومعاصيو دارتكاب په سبب ظاهرېږي .
{ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الذي عَمِلُواْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ } .
فساد ښكاره شو ددې لپاره چې څښتن تعالي خلكوته دځينو ناوړه اعمالو نتيجه ور وڅكي ، ترڅودخپل فسق ، فساداونا وړه اعمالونه د خداي جل جلاله طاعت اوتوبې ته راستانه شي .
تفسيرالوسي ددې مبارك ايت په شاوخواكې ډېرمعلومات وړاندې كړي دي چې په يوه برخه كې يې داسې راځي :
مراد دخلكوڅخه كفار دقريشو دي ، اوڅوك وايي چې مراد ترې هغه خلك دي چې له بعثت د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه مخكې وو ، خوحكم دايت عام دې اوهر هغه فسادته شامل دې چې دقيامت تر ورځې پورې ښكاره كېږي ، له دې كبله داسې هم ويل شويدي چې : هرڅوك چې يوه ګناه وكړي نوټول مخلوق لكه:انسانان،څاروي،وحشي حيوانات ، په هوا كې مرغان اوخورا كوچني مېږان به هم د قيامت په ورځ دده دښمنان وي ،ځكه چې دده دبدو اعمالواوګناهونو له كبله الله سبحانه وتعالي دځمكې په سر بارانونه ودروي اوپه ځمكه اوبحركې ټولومخلوقاتوته زيان ورسېږي .
تفسير القطان هم په دغه مبارك ايت ورته لنډ شان نظرليكلې دې فرمايي
الله سبحانه و تعالي مونږ ته بيان كوي چې دځمكې په سر به فساد راښكاره كېږي ، دظلمونو په شكل كې ، دبغې ، جنګونو، فقر ، تزلزل اوسرګردانيو په شكل كې ، اودا ځكه چې انسان دځمكې په سر كناهونو ته لاس اچوي ، د خداي جل جلاله حكمونو ته شا اړوي او دهغه دمقدس دين نه لېرې والې غوره كوي .
نوبنا پردې په انسانانو كې فساد دهغوئ دخپلوناوړه اعمالو نتيجه ده ، نوله دي كبله څښتن تعالي ارشاد كوي چې :
هغه خلك چې مخكې له تاسو څخه تېر شوي دي ، دچا عملونه چې داسې وې لكه دهغوئ عملونه ، نو لكه څرنګ چې هغوئ د الله سبحانه و تعالي په خورا سختو عذابونو اخته شويدي ، او دراتلونكونسلونو لپاره دعبرت درس ګرځېدلي دي ، نو دوئ ته به هم دغه عذابونه خامخا راځې لكه چې فرمايي : { قُلْ سِيرُواْ فِي الأرض فانظروا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الذين مِن قَبْلُ كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُّشْرِكِينَ }
اي پېغمبره دغومشركينو ته ووايه ! دځمكې په اطرافو اوغاړوڅنډوكې وګرځئ ، اوداښه وګورئ چې اخيري انجام دهغه قومونو چې له تاسوڅخه مخكې تللي دي څنګه وو ؟
هغوئ الله سبحانه و تعالي هلاك كړيدي ، دهغوي كورونه يې وران كړيدي ، ځكه چي هغوي ستاسو په شان په شرك اخته او دخداي له حكمونو څخه يي سرغړونه كوله .
تفسير في ظلال القران هم فرمايي :
دغه مبارك ايت دژوند دحالاتو اواوضاع سره دانسان دكسب اوعملونو اړيكه بيانوي ، داسې چې دخلكو دزړونو ، عملونواوعقيدو فساد په خپله په ځمكه كې فساد جوړوي اودغه فساد بيادومره لوي اوپراخ دي چې دځمكي سر اوټول بحرونه نيسي،اوپه ځمكه اودريابونوكې خپله سيطره اوسلطه ټينګوي .
دفساد ښكار ه كېدل او دفسادبرلاسې،دانو هسې په هسې اويو تصادف نه دې ، بلكه دا د الله سبحانه و تعالي تدبير او دالله جل جلاله سنت دي چې په دې كائيناتو كې چلېږي ، اوددې لپاره چلېږي چې : { لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الذي عَمِلُواْ } چې نتيجه وګوري داخلك دځيني هغوعملونوچې ترسره يي كړي يي دي له شر اوفسادڅخه .
نوكله چې ددغه شراوفساد په اور كې وسوځي اوپه خپلوځانونوكې هغه دردونه اوټكانونه احساس كړي چې ددغه فسادڅخه ورسيږي ، { لعلهم يرجعون } نودوئ به دفسادپه خلاف دمبارزې اومقاومت بيرغونه پورته كړي ، مقاومت به وكړي اود څښتن تعالي په طرف ، دصالح عمل په طرف اود خداي جل جلاله دقانون اومنهج په طرف لاره به ونيسي .
اوبيا څښتن تعالي دي خلكو ته يوخبردارې وركوي ، هسي نه چې دوئ هم په هغه ناوړه سرنويشت اود الله سبحانه و تعالي په عذاب اخته شي چې مشركواونافرمانه قومونوته مخكې له دوئ رسېدلي دي ، او دوئ ددغوهلاك شووقومونو دهلاكت نه ښه خبردي ، اوكله چې په ځمكه كې ګرځې دهغوي دهلاكت اوبربادئ اثار اوعلايم په خپلو سترګو ويني لكه چې فرمايي : { قل سيروا في الأرض فانظروا كيف كان عاقبة الذين من قبل كان أكثرهم مشركين } .
اوه ويشتم فصل
دفساد حتمي انجام
دقدرت غلبه + ظلم اوفساد= تباكونكې الهي عذا ب .
دغسې څښتن تعالي د بيا ځل لپاره دهغو قومونوعواقب اوانجام بيانوي چې دځمكې پرمخ به يې فسادونه كول ،طغيان ، سركشي ، د خداي جل جلاله دحكمونوڅخه سرغړونه اونور ډول ، ډول ظلمونه به يې ترسره كول چې دموضوع دپوره تاكيد لپاره الله سبحانه و تعالي په سورت الفجر كې ترټولو لومړې په يوڅومشهودو شيانوقسم خوري اوفرمايې :
{ وَالْفَجْرِ }
قسم دې په فجر ( سبا ) باندې .
ابن عباس فرمايي چې : له فجرنه ټوله ورځ مراد ده اودسهار لمونځ د څښتن تعالي له خوا يوه تحفه ده .
نوڅښتن تعالي په فجرقسم خوري چي خورا مهم عبادت يعني دسهارلمونځ په كي دې .
{ وَلَيَالٍ عَشْرٍ }
اوپه شپولسوباندې.
قتادة ، مجاهد ، الضحاك ، الكلبي اوالحبي ټول وايي چې : مراد ددغوشپونه د ذي الحجې دمياشتي لس ورځې دي .
{ وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ }
اوقسم دې په جوړه (جفت ) باندې اوفرد ( طاق ) باندې .
تفسير الثعلبي ليكلي دي :
نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايي : (الوتر) دعرفي ورځ او( الشفع ) دلوي اخترورځ ده .
اوپه يوبل مبارك حديث كې دا هم راغلي دې چې :مراد ترې لمونځ دې چې (الشفع اوالوتر) لري .
په يوبل نظركي دمجاهد ، مسروق اوابوالصالح نه راغلي دي چې د ( الشفع ) څخه ټول مخلوقات مراد دې لكه چې الله سبحانه و تعالي فرمايي : { وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ }[ الذاريات : ۴۹ ] هرشئ مو جفت اوجوړه پېدا كړې دې .
لكه :
كفراوايمان .
سعادت اوشقاوت .
هدايت اوضلالت .
شپه او ورځ .
اسمان اوځمكه .
بر اوبحر .
لمراوسپوږمئ .
انس وجن .
مرګ اوژوند.
اومرادله وتر څخه الله سبحانه و تعالي دې لكه چې فرمايي : { قُلْ هُوَ الله أَحَدٌ } [ الإخلاص : 1 ] .
اوځيني مفسرين بيا وايي چې د الشفع څخه مراد دسهارلمونځ اوله وترڅخه مراد دماښام لمونځ دې .
په بل روايت سره فرمايي : الشفع نه مراد تضاد دي چې دمخلوق په صفاتوكې ليدل كيږي لكه :
عزت او ذلت ، قدرت اوعجز ، قوت اوضعف ، علم اوجهل ، بينا اوړوند اوداسي نور ...
او له وتر نه مراد انفراد دي چي د الله سبحانه و تعالي له اوصافو څخه دي لكه :
عزت چې ذلت نه لري .
قدرت چې ضعف نه لري .
علم چې جهل نه لري .
بصر چې ړوندوالي نه لري .
حيات چې مرګ نه لري .
{ وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ }
اوقسم دې په شپه باندې كله چې ځي راځي توره تياره كېږي.
جواب دقسم : چې ستا رب ظالمانوته په كمين كې دې .
يعني محذوف جواب دقسم دادې چې خامخا به په عذاب كړاي شۍ اي منكرانو!
{ هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِّذِي حِجْرٍ }
ايا شته په دې قسمونوكي لوي قسم څښتن دعقل ته چې(اعتبارپرې وكړي ؟ هو! شته !
{ أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ }
ايا نه دي ليدلي تا ( اي محمده ) چې څرنګ وكړل رب ستا دقوم دعاد سره ؟
{ إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ }
دقبيلي دارم سره چې لرونكې دقوت اوقامتونولويو ؤ (يا خاوندان دلويوستنو وو .
{ الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلادِ }
داسې قبيله چې نه وه پيدا كړې شوي په شان دهغې (په قوت اوقدرت كې ) په ټولو ښارونوكي .
{ وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ }
او(څه كړي ؤ رب ستاد) د ثموديانوسره هغو چې كنستلې غوڅې كړې يي وې لويې ډبرې په هغه دره كې ( اودهغه نه به يي محفوظې ماڼې اوكورونه جوړول )
{ وَفِرْعَوْنَ ذِي الأَوْتَادِ }
او (څه كړي ؤ رب ستاد) دفرعون سره چې لرونكې دقدرت او ميخونو ؤ .
تفسير الثعلبي له مجاهد نه په نقل سره ليكي چې :
دميخونولرونكې ورته ځكه وايي چې خلك به يي په ميخونوتعذيبول ، كله چې به چاته په قهر شول نوپرځمكه به يي واچوو په لاسونوسراوپښو به يي ميخونه ورووهل .
{ الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلادِ }
هغه قومونه چې سركشي اوسرغړونه يي كړې وه په ښارونوكې .
{ فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ }
نوبيا يي زيات كړ په هغه (ښارونو )كې فساد .
{ فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ }
نونازله كړه پردوئ باندې رب ستا قمچينه ( متروكه ) دعذاب .
{ إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ }
بيشكه چې رب ستا په ځاي دانتظار كې دې .
الفجر : ۱- ۱۴
تفسير السعدي ليكي :
الله سبحانه و تعالي په الفجر باندې قسم خوري ، هغه فجر چې دتورې شپې پاي اودروښانه ورځې سر اغازدې ، دا داسې نښې اودلايل دي چې دڅښتن تعالي دقدرت په كمال دلالت كوي ، اوپه دې دلالت كوي چې دغه الله سبحانه و تعالي دټولوكائيناتودټولوچارو مدبر دې اوعبادت دې هم يواځې دهغه وشي .
اوداچې په دغه وخت كې يوسترعبادت يعني دسهار لمونځ ادا ء كېږي نوپه ځاي ده چې څښتن تعالي ورباندې قسم وكړي ، له دې كبله الله سبحانه و تعالي بيا په لسوشپو سوګند كوي چې په صحيح روايت سره يا لس اخيري شپي درمضان المبارك اويا لس لومړنې شپې د ذي الحجې دي ، چې داهم داسي شپې ورځيې دي چې داسې عبادتونه او خداي جل جلاله ته نژدې كېدل په كې ترسره كېږي چې په نورووختونوكې نه وي .
د رمضان المبارك په اخيرو لسوشپوكې دقدرشپه ده چې له زروشپونه غوره ده اود ورځې له خوانه يي روژه ده چې داسلام دمقدس دين يوركن دې .
د ذي الحجې دمياشتي په لسوشپوكې بيا په عرفات درېدل دي ، په هغه عرفات چې څښتن تعالي په كې خپلوبندګانوته داسې بخښنه كوي چې د شيطان عليه اللعنه زړه خفه كوي ، شيطان عليه اللعنه دعرفات په ورځ خورا ذليل اوتورمخې وي ،نور سترعبادتونه لكه دحج افعال اوعمره په كې ترسره كېږي ،نوداهم ددي مستحق ده چې الله سبحانه و تعالي ورباندې سوګند يادكړي .
دغه راز دشپې تګ راتګ ، چې عباد الله په كې استراحت اواطمنان تر لاسه كوي .
په دې ټولوكې قسم دعقل د څښتنانو لپاره كفايت كوي .
نوڅښتن تعالي فرمايي چې ايانه دي لېدلي تا په زړه اوسترګوسره ،دا چې رب ستا څه كړي دي په دغه سركشه امتونوباندې لكه:د ارم قبيله چې په يمن كې يومعروفه قبيله وه دشديد قوت لرونكي وه اودعاديانوله جملي څخه وه چې په نوروښارونوكې ددغسې قوت اوشدت والا نورڅوك نه وو،اوهغه ثموديان چي په خپل قوت سره به يي ډبري غوڅولي اوكورونه به يي په كې جوړول اوفرعون چې دخورازياتولښكرو لرونكې ووچې دهغه پاچاهي يي داسې ټينګه كړې وه لكه ميخونه يي چې پري وهلي وي .
دغو كسانو د خداي جل جلاله په ښارونوكې سركشي كوله اود خداي جل جلاله بندګانوته به يي دهغوپه دين اودنياكې تكليفونه رسول .
په دغه ښارونوكي يي فسادونه خورا زيات شول ، دكفرعملونه اوډول ، ډول ګناهونه يي ترسره كول ، دخپلې زماني دانبياوو اورسولانوسره جنګونه اود خداي جل جلاله له لاري نه دخلكو بندول اوداسې نور ....
نوكله چې دوئ په سركشئ كې اخيري پړاو ته ورسيدل اوددوئ دهلاك ټول موجبات يي برابركړل نو څښتن تعالي ورباندې دخپلو عذابونو قمچيني اومتروكې راولېږلې ، ستارب هغه قومونوته چې په فساد اوعصيان كې روان دي په كمين اوانتظارځاي كې دې ، لږ شان مهلت اوفرصت خو وركوي ، بيايي نيسي په داسې نيولوسره چې هيڅ خلاصون ترې نه شي كولاي .( اخذعزيز مقتدر )
تفسير ابن كثير هم د څښتن تعالي ددې قول په اړه چې فرمايي :{ الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلادِ فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ } هغه كسان چې تمرد يې كړې وو، سركشي يې كړې وه ، اوپه ځمكه كې يې د فساد جوړولو اوخلكو ته دتكليف رسولوهڅې كړې وې،نو الله سبحانه و تعالي په هغوئ باندې له اسمان څخه عذاب راښكته كړ ،داسې عذاب يې ورباندې راكوز كړچې هيچا ترې دغه مفسدين نشوژغورلاي { فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ } الله سبحانه و تعالي ورباندې دعذاب متروكې رانازلې كړې .
{ إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ } ستارب دكمين په ځاي كې دې ، دترصد په ځاې كې دې .
ابن عباس فرمايي : الله خبري اوري اودهرچا عملونوويني ، دخپل مخلوق داعمالوترصد اوڅارنه كوي ، اوهرچا ته په دنيا اواخيرت كې دهغه دهڅواوكوښښونوبدله وركوي ، ټول به الله سبحانه و تعالي ته وړاندې شي اودخپل عدل له مخي به په هغوي كې فيصله وكړي ، اوهرچاته به هغه څه ورسېږي چې هغه يې مستحق دې ،ځكه چې څښتن تعالي دظلم اوجبرڅخه پاك اومنزه دې .
تفسير النيسابوري هم په خپل وارسره په لاندې ډول نظروركړې دې :
څښتن تعالي دخپل نبي صلي الله عليه وسلم دتسليت اوعبرت لپاره په اجمالي ډول د دري فرقو دقصي يادونه كوي ، ځكه دوئ دانسانې تاريخ په اوږدوكې دخورا زيات قوت ، شدت ، جبراو ظلم نښې اوعلايم دي .
معني دا چې اي محمده ! اويا اي هر ليدونكيه ! ستا علم نه دې رسېدلې دغو ظالمو اومفسدو قومونو ته چې ستا رب له هغوئ سره څه كړي دي ؟
چې مراد له عاد څخه لومړني اوپخوانې عاد دې ، عاد ابن عوص ابن ارم ، ابن سام ابن نوع اولاده ده ، نودوي دخپل نيكه په نوم مسمي شويدي .
اوچا دا هم ويلي دي چې (ارم ) ددوئ دښار اوهغي ځمكې نوم وو چې دوئ په كې اوسېدل .
د (العماد ) معني ستنې دي چې بيا ددغې قبيلي لپاره يوځانګړې صفت وګرځېده په دې معني سره چې يا خو دوئ بانډه چيان خلك وو دغه ستنې به يې دځانونوسره ګرځولي اوخېمې به يې ورباندې درولې ، اويا دا چې لوړ اوخورا اوږده قدونه يي درلودل ، دغه قدونه يي دستنوسره تشبيه شويدي ، اويادا چې دخورالوړو ودانيو لرونكي وو ، اوكه چېرته دغه د( عماد ) لفظ دښار لپاره صفت جوړ شي نومعني به داسي شي چي دغه داسطوانه ډوله ودانيو اوماڼيو لرونكي ښار وو.
په هرصورت ، چا داويلي دي چې دغه داسكندريه ښار دې ، اوڅوك وايي چې دمشق دې
يو داسې روايت هم شته چې په كې راغلي دي چې :
عاد دوه زامن درلودل ديوه نوم (شداد) اودبل نوم (شديد ) وو ، ډيرملكونه يي په ظلم ، جبراو قهر سره په خوراذلت يوپه بل پسې ترخپل تصرف لاندې راوستل ، (شديد ) مړ شواوپاچاهي اوقدرت ټول د( شداد) په لاس ورغله ، او ددنيا يواځيني مالك شو ، دجنت يادونه ورته وشوه ، نو(شداد) امر وكړچې دغسي يوجنت ماته هم په دې دنيا كې جوړ كړئ ، نودارم قبيلي ورته ددري سوه كلونو په موده كې په يوه صحرا كې يوجنت جوړ كړ او وايي چې د( شداد) عمر ۹۰۰ كاله وو.
اودغه جنت په حقيقت كې يولوي ښاروو ، دهغه ماڼۍ د سروزرو اوسپينوزرو نه جوړي شوې وې ، منارونه اوګمبدي يي دياقوتواوزبرجدوڅخه جوړې وې اوپه اقسامو سره ډول ، ډول ونې په كې شنې شوي او درڼواوبونهرونه په كې جاري وو ، كله چې يې دجوړولوكار پاي ته ورسيدنوشداد د خپل مملكت دخلكوسره يوځاي هلته روان شو، ديوي شپي اوورځي منزل ورته لاپاتې ووچې الله سبحانه و تعالي ورباندې يو ه ويرونكې كړيكه له اسمان څخه را ښكته كړه نوټول هلاك شو.
اوداروايت هم شوېدې چې شداد يوپښه هغه جنت ته داخله كړه اولايې دوهمه پښه نه وه اخيستې چې دمرك ملائكې ته دهغه دروح په اخيستلو امروشو.
په يو روايت كې داهم راغلي دي چې كله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم معراج ته ولاړ نوملك الموت يې وليد پوښتنه يي ترې وكړه چې كله دي هم دخداي په مخلوقاتوكې په چا زړه سوې اورحم دې راغلې دې ؟
ملك الموت وويل : هو ! په دوه كسو مې دروح داخيستلوپه وخت كې ډير زړه سوې دې ، يو هغه طفل چې په داسې يوبيابان كې له مورنه پېدا شوچې سراوبريې معلوم نه وو اوپه هغه بيابان كې ددغه طفل دژوندي پاتې كېدوهيڅ امكانات موجود نه وو، او دطفل دسرپرستئ لپاره په دې بيابان كې دده دمورنه په غېر نور هيڅوك هم نه وو ماته امروشو چې دهغه دمور نه روح واخلم ، ما دهغه له مور نه روح واخيست اوهغه ماشوم هم هلته پاتي شو.
دوهم :يوپاچا ووچې ديوښاراويو باغ (جنت )په جوړولوكې يي دومره سعې اوكوښښ كړي وو چي دهغه په شان ښار لا تراوسه په نوروځايونوكې نه وو پيدا شوې ، دغه پاچا ته ددغه ښاردليدلوفرصت په لاس ورنه رغې ، كله چې يوقدم يې په هغه كې كيښود ددوهم قدم دايښودوموقع په لاس ورنه رغله .
رسول الله صلي الله عليه وسلم خداي جل جلاله ته دعا وكړه چي : اي خدايه ماته په دي باره كې خبرراكړه چې دا خلك څوك وو؟
الله سبحانه و تعالي دهغه دعا قبوله كړه وحې ورته راغله چې : دغه پاچا چې دغه باغ يې جوړ كړي وو، داهغه طفل وو چې دمورنه په يو بيابان كې پاتې شواومونږ هغه ته روزنه اوددنيا مشري وركړه .
خوكله چې هغه ددغه نعمت اوپاچاهي په مقابل كې ناشكري ته لاره ونيوله دصلاح په ځاي په فساد اخته شو اودداسې جنتونو دجوړولواراده يې وكړه چې هغه د الله سبحانه و تعالي له قدرت څخه دي ، نومونږ له هغه نه محروم كړاوهغه مقصد ته ونه رسيد چې هغه يي درسېدوهڅه درلوده .
{ هل في ذلك قسم لذي حجر } ؟
تفسير فې ظلال القران په دې هكله په ښه تفصيل معلومات وړاندې كړي چي داخلك څوك وو؟ څه يي كول ؟ اوڅه ورباندي وشول ؟
دغه يو سوال دې دتقريرلپاره ، معني يې داسې راځې چې په دغو مذكوره شيانوكې سوګند اوقسم شته دعقل اوپوهې د څښتنانولپاره ، يعني په دې كې قناعت دې د درايت اوفكر دخاوندانو لپاره .
مقسم عليه يعني څه شئ چې سوګند دهغې لپاره شوېدې ، هغه ددې قسمونوپه سياق كې پروت دې ، ددي لپاره چې مابعد دقسم نه ښه روښانه كړي ، چې دفساد او طغيان موضوع ده اوپه مقابل كې يې د څښتن تعالي له اړخه ددغه طغيان اوفساد داهل په عذاب كې نيول دي ، چې الله سبحانه و تعالي په اجمالې ډول دهغوئ بيان كوي :
{ أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ، إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ، الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلادِ ؟ وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ؟ وَفِرْعَوْنَ ذِي الأَوْتَادِ ؟ . . الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلادِ ، فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ ، فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ؟ إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ } .
اودغه داستفهام لفظ دډېرې توجه اومخاطب دويښوالي اوتنبه لپاره راغلي دي ،اومخاطب په كې نبي كريم صلي الله عليه وسلم دې ، اوپه ځانګړي ډول هغه كسان دي چې په مكه مكرمه كې به يې د سركشانو دطغيان مرسته كوله .
الله سبحانه و تعالي په دغوخورا لنډو اياتونوكې دهغوستروجبارانوفسادونه راجمع كړيدي چې تر دغه وخته پوري دبشر تاريخ پېژندلي وو ، « عاد إرم » دغه تر ټولو لومړئ عاد دې ، اوچا داويلې دې چې دغه عاد دهغه بانډه چيانواوګرځنده عربو له ډلي څخه وو چې داوسېدوځاې يې احقاب دي چې په جنوب دهغې جزيرې كې واقع دې چې په مابيان دحضرموت اويمن كې دې ،داصحرايي خلك ووداسې كېږدئ يي درلودې چې په ستنوبه دريدلي ، چي په قران عظيم الشان كې يي دډېر قوت اوشدت نه يادونه شوېده ،دعاد قبيله دخپلې زمانې دخورا قويترينو قبيلوڅخه وه { الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلادِ } يعني په دغسې قوت كې په نورو ښارونوكې دغسې خلك په دغه زماكې نه ووپېدا شوي ...
{ وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ } . .
ثموديان د حجر په علاقه كې اوسېدل چې دمدينې اوشام په منځ كې دعربي جزېرې په شمال كې واقع ده ، دې خلكو به ډبرې غوڅولې اولوړ پوړيزه ماڼۍ به يي ترې جوړولې ، لكه څرنګ چې به يې غرونه هم كيندل اوسمڅې اوغارونه به يې په كې جوړول .
{ وَفِرْعَوْنَ ذِي الأَوْتَادِ } . .
دفرعون نه دلته مرادهغه جابراوطاغي فرعون دې چې د موسي عليه السلام په زمانه كې وو.
اوله (اوتاد) نه په ارجح قول سره دفرعونيانوهغه لوړې اومستحكمې ماڼې عبارت دې چې دميخونوپه شان دځمكې په سركلكي ولاړې وې .
هؤلاء هم { الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلادِ ، فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ } . .
نودغه كسان هغه كسان دي چې طغيان يې درلوده اوفسادونه يې ترسره كول ، دطغيان اوسركشي په نتيجه كې فساد راځي يعنې طغيان اوسركشي طاغيان هم په فسادكې اچوي او هغه خلك هم په فساداخته كوي چې طغيان ورباندې واقع كېږي ، په داسې ډول چې دټولنېز ژوند ټولې اړيكې اوارتباطات په فساد بدلې شي، اوژوند دخپل سليم ، دايمي ، پاك اوتل پاتې مسير نه بل لوري ته واړوي ، داسې مسير ته چې انسان په هغه كې دځمكې په سردخلافت له هدف نه منحرف كړي .
دغه مسير دطاغي نه دخواهشاتويوغلام جوړ كړي ، ديومعين اوثابت معيار له پولونه خارج شي ، داسي فسادونوته لاس واچوي چې دځمكې په سردعبوديت په ځاي خپل ځان رب وګڼي ، فرعون دخپل طغيان اوسركشئ په نتيجه كې دفساد داسي يوسرحد ته ورسيد چې دا اواز يې وكړچې : { أنا ربكم الأعلى }
دغه فسادهغه دمخلوق اوعبوديت له مرحلې نه داسې يو حالت ته ورساوه چې بالاخره دغسي يوقبيحه ادعا يې هم وكړله ، دانودفسادترټولولوي او سترپړاودې .
هغه نوبيا نوري انساني پرګنئ دغلامئ اوذلت ، دژورقهراوغضب په اور كې واچولې ، چې دانساني كرامت ټول احساسات اومشاعريي دخپل دغه فسادپه لمبوكې وسوځول ، اوداسارت نه دازادۍ دفكركولوټول قوتونه يي په وجودونوكې ورفلج كړل .
په ذلت اخته شوي نفسونه وراسته اومتعفن شي اوپه اسانې سره د هغه چينجيو خوراك شي چې دنفسي شهواتو او ناروا غرائزو په مرض اخته وي .
دانحرافاتوميدان اومركزشو ، سترګې ، عقل اوادارك يې له منځه ولاړ ، دانسان عزت ، همت اوسرلوړئ په فقدان اخته شو، هرڅه فساد ، فساد علې الفساد ....... فهو اشدالفساد ...
دانساني ارزښتونومعيارونه اوصالح تصورات اوفكرونه يې ددې لپاره له منځه وړل چې ددغوسركشانو سركشئ ته يې خطره درلوده ، فكرونه اوتصورات يې ددې لپاره تحريفول چې ددوئ دطغيان اوسركشئ ټول ډولونه ومني اوقبول يې كړي اوديوروا اومشروع عمل په سترګه ورته وګوري .
نوكله چې يې دفسادونولړۍ دغه سرحد ته ورسېده اونوره هم روانه وه ، نويواځيني علاج داوو چې دځمكې مخ دې له فساد نه پاك شي ، { فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ؟ إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ } .
دكائيناتورب دهغوئ داعمالوڅارنه كوله ، كله چې يې فسادوكړاولانورهم دپراختيا اوپرمختګ په حالت كې وو نود څښتن تعالي دعذاب متروكې په هغه طاغيانواوګردن كشانوباندې چې ټول ښارونه يې له فساد نه ډك كړي وو اودفساد په پرمختګ كې يې له هيڅ څخه دريغ نه درلود راښكته شوې .
له بله اړخه دغه حوادث ديومسلمان بنده زړه ته يواطمنان اوډاډ هم وربخښي په داسي حال كې چې كه په هروخت داوقاتوكې اويا هره زمانه دزمانوكې دچا دطغيان اوسركشئ دڅپوسره مخ وي ، نوپوه دې شي چې :
{ إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ } بيشكه چې رب ستا په څارنځاي كې دې .
د رب العزت په دغه قول كې دموْمن بنده زړه ته يوبل ځانګړي ډاډ دې ، په دې معني چې ستا رب هم دلته دې ، څارنه كوې ، هيڅ شئ ترې نه شئ پاتې كېداي ، دهرچا داعمالو مراقبت كوې اوهيڅ لوي اويا كوچنې عمل دهغه دمراقبت له ساحې نه خارج نه دې ، دموْمن زړه دې مطمئن اوډاډه وي چې دلته يې رب شته او دټولومفسدينو، طاغوتانواوسركشانوشرونه اوفسادونه څاري ، اودهغه بدله وركوي ، هيڅكله ظلم نه كوي ، هيڅكله خطا كېږي نه ، او ديودقيق ميزان له مخي دهرچا سره محاسبه كوي .
قران عظيم الشان ددغومفسدانو دطغيان ، افساد اوسركشۍ څخه په يوبل ځاي كې هم په خورا صريحو الفاظوكې يادونه كوي چې موسي عليه السلام سره خورا ښكاره اوڅرګند معجزات ورسره وو، خو ګورئ چې خلك خطا شول ، په فرعون پسي روان شول ، ددې په ځاي چې د موسي عليه السلام پيروي يې كړې واي دفرعون لاره يې ونيوله ، ديومفسد اومسرف لاره يې ونيوله ، له معجزونه يې انكاروكړ، نو وګوره انجام اوعاقبت يې :
{ فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ آيَاتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ
وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ }النمل : ۱۳ – ۱۴
نوكله چې راغلل دوئ ته اياتونه زمونږ (دلايل ) لېدونكې وويل دوئ دغه جادودې ښكاره .
تكذيب يې وكړپه هغو باندې ، اويقين وكړپه دغومعجزوباندې نفسونوددوئ ( زړونوددوئ چې داپه حقه دي دخداي له طرفه ) دظلم اولوئې له كبله ، نووګوره څرنګ وواخري انجام دفسادكونكو.
تفسير الطبري په دغه مباركواياتونوباندې ليكلي دي :
اي پيغمبره ! دزړه په سترګووګوره چې دخداي په اياتونوباندې چې دوئ ته ښه ښكاره راغلل ددغو مفسدينو دتګذب اخري انجام څرنګ شواودخداي نه دسركشئ اوپه ځمكه كې دفساد له كبله ورباندې څه وشول له شنواوګڼوباغونونه ، له رڼواويخوچينونه ، له ښكلو او سمسوره فصلونونه اوبالاخره ددنګو، دنګواوښكلوماڼيونه يې مو را وويستل .... ، چېرته ؟ .... په دې دنيا كې دعاجل هلاك محل ته .... په درياب كې ډوبيدواوغركېدوته موراوويستل اوپه اخيرت كې يودائمي عذاب ته چې دوئ به په هغه كې هميشه وي .
اوهمدغه زما سنت دي اي پيغمبره ! دهغوكسانوپه باره كې هم چې تا ورته په خپل نبوت خورا ښكاره دلايل راوړي خودوي پرې تكذيب اوانكاركوي له قوم ستانه !
تفسير السعدي ددغه مبارك ايت په دې برخه باندې { فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ } يوډېر لنډ مطلب په لاندې الفاظوليكلې دې : مفسدين دخورا بدانجام سره مخ شو، الله سبحانه و تعالي تخريب كړه ، ګډوډ يې كړه ، اوپه درياب كې يې ډوب كړه ، رسوا يې كړه ، اودهغوې هغه ښكلي مسكنونه او اوسېدن ځايونه يې خپلومستضعفوبندګانوته په ميراث وركړه
دغه رازتفسير المنتخب هم په دې مبارك ايت باندې يوډېر لنډمعلومات ليكلې دې:
كله چې دوئ ته دغسې څرګندې اوښكاره معجزې راغلې نو ويي ويل : داخوښكاره اوبربنډ جادودې .
درواغ يې وګڼل او دموسي عليه السلام په صدق باندې ددغوښكاره معجزو له دلالت نه منكرشول په داسې حال كې چې په زړونوكې يې په دې پوره يقين ووچې دا په حقه دي خودخپلې سركشئ اوطغيان له كبله يي ورباندي انكاروكړ، نوته وګوره اي محمده اخري انجام ددغوظالمانوچې دفسادسره عادي وو اود پيغمبر په معجزوكافرشول چې انجام يې خورا ښكاره اوواضح دې.
دغه داستانونه قران عظيم الشان بيا ، بيا ددې لپاره بيانوي چې زمونږ دزړه په ژوروكې دا عقيده جوړه كړي چې ، چوكې اوقدرت ته خورسېدلې يې ، زورخودي زيات دې ، نوكران اوچاكران خودرپسې دي ، امر دې چلېږي ، ديوموټرپه ځاي درپسې لس شا ته روان دې ، دځان دژغورنې لپاره دې هرهغه څه په لاره اچولي دي چې ستافكر ورته رسيږي ، خوپام كوه ورسره داسماني عذاب ريموټ كنټرول بمونه هم شته چې دهيچا له ككري نه ليري نه دي ، كه دكوم خوار اوبې دفاع مظلوم ملت له وينونه دماڼيو او باغونو په جوړولوبوخت يې ، دحق اوعدالت ټول اوازونه دې دخپل قدرت په سحراوجادودهرچا په مري كې غلي كړي وي ، اوددې دنيا په ابادولو دې دمرګ نه وروسته دنيا ټولې پولي ړنګې كړي وي ، نودي ته هم انتظاروباسه چې حتما به كومه اسمانې متروكه ستاسر ته برابره شي ، اوداټولې ماڼۍ به دي هغه مستضعف ملت ته په ميراث پا تې شي چې دخپل قدرت دبقا لپاره دې په راز ، رازتكليفونو او مصبتونو اخته كړي دي .
سپيڅلي قران دتېرو امتونوداستانونه ددې لپاره بيانوې ، چې ستا په لاس كې چې كوم قدرت دې ، دا دهغه قدرت نه ډېر كم دې ، چې دتېروامتونوسره وو ، هغوي چې كله فساد ته لاس اچولي نوهلاك شويدي ، نوكه ته فساد ته لاس واچوي ، ته څه فكركوي ته به روغ پاتې شي ؟
كه دملت نه وېره دې په زړه كې نه وي اوكمزورې درته ښكاري ، نوكېداي شي چې ددې مظلوم ملت انتقام درڅخه دا خاموش طبيعت واخلي او دكوم نيل سرسام شوې څپې دې ډوب كړي او يادې دخپلو ټولوماڼيو سره دغه ګونګه ځمكه ځانته راكاږي .
{ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبْصَارِ}