د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

سميع الله خالد سهاک 13.06.2012 01:34

غزل
ستا د مینی په پلمه می ټول کړل هیر
هڅی نه چی ته ما کړی تل په تل هیر
په شرنګاه د آسمانونو ځمکه ښوری
بیابان لوی د مینو لار وی هیر
د هجران په زندانو کی که بندی یم
تلوسه د دیدنو کی ژړا هیر
تاریکی د نیمو شپو کی آشنا ګورم
د ديوی په رڼایی کی صبا هیر
په ښکاره زه هرڅه وینم که هم ړوند یم
په پریښانه تور خوبونو کی ځان هیر
مینان که هرڅه هیر کی یار په زړه وی
د خالد په مینتوب کی دنیا هیر
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د می ۹، ۲۰۱۲ کال