د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل غزل

سميع الله خالد سهاک 01.08.2012 02:32

غزل
په تیږو تیږو کښي رازونه ستا دي‏
په هر لحد کښي آرمانونه ستا دي‏
لکه سیلاب په هر بیدیا او دښتی
روان په تنده، داسیندونه ستا دي‏
په هره لور خوري وري پریشان
په شان د وریځو آسمانونه ستا دي‏
د ښاپیرو په بال آسمان کې ګرځي
په هره لوري شنه باغونه ستا دي‏
ګلان به فرش ستا قدمو کښي کړم نن‏
‏"خالده" ټول دا سره ګلونه ستا دي‏


سهار ۱۱:۰۵ چهار شنبه، ۰۸/۰۳/۱۳۸۷‏‎ ‎

سمیع الله خالد سهاک‏
وزیر محمد اکبر خان مینه
‏ کابل، افغانستان

غزلغ