د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

سميع الله خالد سهاک 20.12.2013 10:33

زما وطن، زما زړه دی
ها کږې وږې دري
هاغه جګ جګ لوړ لوړ غرونه
د بریښنا څپی خپری دی
په هر لوری که یی ګوری
«««
ها دمینی لوړی بولی
د آشنا ورک پیزیبونه
د منګو جنګ په کودرو
د وسلو تکهار په کلو
د اپینو شنه فصلونه
خوشبویی یی په هوا کی
«««
ها زما کوچنی کورګوټۍ
د سیند غاړه او بازونه
کروندی آبادی و شني
ځینی ځینی لا ورانی
له هر څه لری
دا زما ژوند دی
دا می کلی دا می ننګ دی
لا می خوښ دی او پری مرمه
خیر که اوس هم پکی جنګ دی
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، د امریکا متحده ایالات
۱۷/۱۲/۲۰۱۳