د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اماراتو کې د ((خانان په باليووډ کې)) کتاب مخکتنه وشوه

الهام یاسیني 09.03.2012 23:47

په اماراتو کې لروبر مېشتو افغانانو د ليکوال او ژورناليست محبوب الله خان د تازه چاپ شوي ((خانان  په باليووډ کې)) کتاب په اړه غونډه جوړه کړه چې د متحده عربي اماراتو د بېلابېلو ښارونو څخه افغانانو پکې برخه اخيستي وه.

د غونډې په پيل کې شاعر او ليکوال عبدالله شاه ژوندون چې د ليکوال زرين زاده يوسفزي سره یې په ګډه د دريځ چارې پر مخ بيولې د محبوب الله خان ژوندليک ولوست او کتاب یې په لنډه توګه ګډونوالو ته وپېژاند. تردې وروسته په اماراتو کې د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز وينا وکړه او په هنري برخه کې یې د ځوانانو د پرمختګونو ستاينه وکړه.

ورپسې هلال ياسيني د نوموړي کتاب د تاريخي ارزښت په اړه مقاله ولوسته چې د دې کتاب د تاريخي اړخ او په هندوستان کې د پښتنو د ژوند او تاريخ په اړه یې لنډې خبرې وکړې. نوموړي د کتاب د هنري ارزښت برسېره نور ارزښتونه هم وڅېړل او زياته یې کړه چې دا کتاب په هندوستان کې د مېشتو افغانانو د افغاني هويت په زبات کې، د يو مهم تاريخي سند په حيث، او په نورو برخو کې د څېړنو پرانيستلو او ترسره کولو لپاره خورا مهم دی. د دې تر څنګ نوموړي افغان ليکوالان، اديبان، او علما وهڅول چې په هند کې د افغانانو علمي ونډې او د دې هېواد په کتابتونونو کې قلمي نسخې وڅېړي چې له دې علمي اثارو اوسني نسلونه ګټه پورته کړي او نوي نسل او نړۍ د افغانانو د علمي ارزښتونو څخه خبر کړي.

 
محبوب الله خان د ګلونو په ګيډۍ ونازول شو.

 تر دې وروسته د کتاب ليکوال ته بلنه ورکړل شوه چې د کتاب په بېلابېلو برخو او په هندوستان کې د سينمايي ستورو د ژوند، فرهنګ، او تاريخ په اړه معلومات ورکړل او د خپلې څېړنې پايلې د غونډې ګډ‌ونوالو سره شريکې کړي. محبوب الله خان په خپله وينا کې وويل چې په هند کې دا سينمايي ستوري نه يواځې په خپلو افغاني ريښو فخر کوي بلکه اوس هم ځانونه پښتانه بولې او له افغانانو سره همدردي لري. هغه زياته کړه چې د هندي سينما وتلو ستورو د افغانستان خلکو په خپلو پيغامونو کې د تعليم په ترلاسه کولو او په خپل هېواد کې د سولې د راوستلو په برخه کې ټينګار کړی دی. 

محبوب الله خان د وينا په حال کې

د غونډې په پای کې مخکې له دې چې د مولوي ذاکرالله ذاکري په دعا پای ته ورسېږي يوه لنډه مشاعره هم ترسره شوه چې د لروبر شاعرانو په کې خپل اشعار واورول.

    
زرين زاده او عبدالله شاه ژوندون د دريځ چارې پر مخ بيولې.


ممتاز اورکزی د شعر اورولو په حال کې.

په غونډه کې د افغانستان د سفارت مستشار محمد قاسم همت او کمپيوټر پوه نور رحمان لېوال هم د کتاب او هنر په ارزښت خبرې وکړې.

د امارات مېشتو افغاني فرهنګي ټولنو استازو، غړو، شاعرانو، ليکوالانو، او د افغانستان د سفارت او په دوبۍ کې د افغان کونسلګرۍ د مامورينو برسېره افغان سوداګرو او د نسيم پښتون په مشرۍ د شمشاد تلويزيون ډلې هم برخه اخيسته وه. غونډه د شمشاد تلويزيون د تخنيکي همکارانو له خوا ثبت شوه چې ډېر ژر به ليدونکو ته وړاندې شي.

د يادونې وړ ده چې غونډه د عجمان امارت په آسيا پيليس تالار کې د د يو شمېر افغان فرهنګپالو ځوانانو په زيار جوړه شوې وه.