د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ د افغان سکور ویب پاڼې څخه بندیزونه لرې کړل

الهام یاسیني 25.04.2012 21:02

  د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس حامد شنیواري نن په افغان سکور ویب سایټ هغه بندیزونه لرې کړه کوم چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې پرې د کرکټ بورډ سرپرست نسیم الله دانش لږولي و.

شینواري د امریکا غږ او سلام وطندار رادیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې(( موږ باید الهی احکامو او د افغانستان اساسي قانون ته ژمن اوسو. انسان خدای خپلواک پیدا کړی دی او همدارنګه د نړۍ ټول قوانین انسان ته د بیان د ازادۍ حق ورکوي)).

 شینواري زیاته کړه((همدا رسنۍ دي چې د هر افغان کور ته یې په خپل وخت د افغان کرکټ تازه خبرونه او د کرکټ نوي معلومات رسولي دي، همدار رسنۍ دي چې د کرکټ بورډ سره یې اوګه په اوګه کار کړی دی او هر کله یې د افغان کرکټ په پرمختګ کې مثبت رول لوبولی دی)).

  ټول افغان په دې اړه په کرکټ بورډ کې د ځینې کارکوونکو څخه اړیکي نیولي او پوښتلي دي چې ایا دا کار څنګه صورت نیولی و؟ د کرکټ په نړۍ کې روا کار و او که ناروا؟

لومړی د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې یو تن وايي چې(( د افغان سکور په اړه د هغې وخت د چارواکو دغه پرېکړه غلطه ، ناروا و  او زیات کارونه یې بې اصولو و. خو بیا وايی چې ځکه مو غږ نشو کولی چې مجبوري و او که څه مو ویلي و له دندې ګوښه کیدلو)).

همدارنګه یو بل کارکونکی چې په ښکاره یې رسنیو ته په هغې وخت کې ویلي و چې(( که زه افغان سکور سره مرکې وکړم او یا کوم لوبغاړی مرکې ته وسره پریږدم له دندې مې ګوښه کوي نو ځکه دا کار نه کوم)).

بل یو کارکوونکی وايي چې ((ما په دې اړه دانش صېب ته ویلي و چې دا ښه کار نه دی په همدې اړه یې زه بدې راتلم)).

 همدرانګه یو بل مسؤل په کرکټ بورډ کې وايي چې ((د ټول افغان نوم هم په تور لیست کې و، هغه خبر پاڼې به چې نورو رسنیو ته لیږل کیدلې د ټول افغان ایمیل یې د هغې لیست څخه ایستلی و)).

د افغان سکور یو مسؤل ابراهیم مومند د افغان کرکټ بورډ د دې پرېکړی هرکلی کړی دی او د ټولو افغانانو غوښتنه کوي چې تور ته تور او سپین ته سپین ووايي.