افغانستان پي انجي ته ماتې ورکړه
13.03.2012 11:04افغانستان په پېل کې پچه وګټله خو د توپوهنې بلنه یې مقابلې لوبډلې پاپا نیوګیني ته ورکړه. پي انجي توپوهنه پېل کړه او په ۲۰ اورنو کې ۶ لوبغاړي د ۱۱۲ منډو هدف په کولو وسوځيدل.
افغانستان د دمې څخه وروسته لوبه پېل کړه چې لوبه د همیشه په شان تیزه او هر توپ ته یې د وهلو کوښښ کولو نو همدا وجه و چې په ۳۰، ۳۵ او ۸۰ منډو کې ویکټې د لاسه ورکړي.
افغان لوبډلې په ۱۹ اورونو کې مخالفې لوبډلې ته ۱۱۶ منډې وکړي او ۴ لوبغاړي یې د لاسه ورکړه، په ننۍ لوبه کې محمد نبي عیسی خېل په زړه پورې لوبه وکړه او ۴۹ توپونو باندې یې ۵۲ منډې وکړي.
سبا ته چې ۱۴ د مارچ دی افغانستان د نیدرلینډ سره په همدې لوبغالي کې چې د دوبۍ په سپورت سیټي کې موقعیت لري لوبه کوي.
افغان لوبډلې لوبغاړي په نن لوبه کې:
نوروز منګل(کپتان) کریم صادق، محمد نبي عیسی خېل، شهزاد محمدي، شاپور ځدران،نور علي ځدران،ګلبدین نایب، میرو اشرف خروټی،دولت ځدران، عزت الله دولتزی او سمیع الله شینواری.