د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نن مې بيا خرڅوي

جاويد احمدزی 24.11.2011 19:12

ويستلی يم بازار ته چې مې نن په چا خرڅوي
غوبل دی پر ما ګډ ظالمان مې چې بيا خرڅوي

چا مې لاسونه کړه آره څوک مې پښې غوڅوي
ځينې ځينې په يو نوم بل نوم مې جلا خرڅوي
زما پر مرۍ بلا روسۍ برچې شولې پڅې
بې ننګه بچی مې نن بل ته په خندا خرڅوي
د غليم ټانګونه زما پر سينه لارې کاږي
کلی ګودرونه وران شول اوس مې صحرا خرڅوي
شنه باغونه،غرونه،رغونه په اور وسوځېدل
زخمونه ژاړي دغه انګار چې ما خرڅوي
زه ټاټوبې يم مدام د شملورو پښتنو
ناځوانانو بې پته کړم ما په رښتيا خرڅوي