د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلجيم کې یوه پرتمینه مشاعره تر سره شوه!

جاويد احمدزی 15.03.2016 12:57

د مارچ په ۱۲ مه نیټه د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغان کلتوري ټولنې په نوښت یوه لویه او پرتمینه مشاعره تر سره شوه٠
مشاعره کې د اروپا له بېلابېلو هېوادونو لکه جرمني، هالنډ ، فرانسه ،بلجیم، ګران هېواد افغانستان او د عربي اماراتو څخه د ۳۵۰ په شاوخوا کې د شعر او ادب مينه والو ګډون کړي وو، مشاعره د ماښام په ۷بجو د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په لوستلو د جناب قاري صاحب حسين احمد له خوا پيل شوه ٠
د دريځ چارې د ښاغلي امان الله ساپي له خوا نه پر مخ وړلکېدل ، لومړی د کمکي ماشومانو له خوا نه ملي ترانه وړاندې شوه ، بیا حاجي صیب شرین ساپی د افغان کلتوري ټولنې په استازیتوب له میلمنو څخه مننه او د ټولنې په اړه عالمانه خبرې وکړي.
ښاغلي جاوید احمدزی د افغان کلتوري ټولنې لاسته راوړني په تیرو څو کلونو کې ګډونوالو ته په لنډو کرښو کې بیان کړ.
ښاغلي سید رحیم یوسفي د کولن کلتوري ټولنې په استازیتوب خپل ډېر لنډ او خوږ پیغام وړاندی کړ.
ورسته د مشاعرې برخه پيل شوه چې لاندې ډېرو قدرمنو ښاغلو شاعرانو خپل شعرونه میلمنو ته وړاندی کړل.
قدرمن او هېواد پال شاعر کبیر کمال ،فرهنګپال او دروند مشرعزیز سرشار صیب ،منلی شاعر ښاغلی مصطفی ارین ، په ادب مین ښاغلی مطیع روفي ، قدرمن انجینر فرید الله سافی په زړه پوری (طنز) تکړه شاعر قلم ګل سحر، ښاغلی پرویز هوتک ، ښاغلی سهیل شینواری ، ښاغلی وحید الله شینواری ، قدرمن شاعر نظیر احمد ، ګران فیصل جان،ځوان عثمان جان، تګړه او دردیدلی ځوان شاعر سید عمران ستومان، منلی او ګران شمس الرحمن شمس د ټولو په خوښه د دوهم ځل لپاره سید عمران ستومان .
ښاغلي امان الله ساپي د ټولو قدرمنو شاعرانو څخه مننه وکړه او دپښتو شعراو ادب د پرمختګ پر لورې د مشاعرو او ادبي غونډو د لا زیاتېدو هېله وکړه او ټولو ګرانو میلمنو ته یې د ډوډۍ بلنه ورکړه ٠
د ډوډۍ څخه ورسته د ټنګ ټګور برخه وه چې د هېواد نامتو سندرغاړی قدرمن استاد یار محمد په خپل خوږ غږ ګډونوالو ته غزل یزې او اټن یزې سندرې وړاندی کړي ، چې د ځوانانو له خوا نه هم په مستو اټنونه بدرکه کیدل.
افغان کلتوري ټولنه له هغه دوستانو څخه هم ډېره ډېره مننه کوی چې مونږ ته خپل شعرونه ، پيغامونه او برېښنالیکونه رالېږلي وول، په ځانګړی توګه له ښاغلی امان الله نصرت ، ښاغلی جمروز زیارکښ ،ډاکټرصیب حمیدالله زړه ور ساپی او بې شمېره فېسبوکي پیغامونه.
مشاعره د شپې ۱۱ بجې پای ته ورسیده خو یاد به یې تل زمونږ مساپرو په زړونو کې وي .
په مینه او درنښت
(افغان کلتوري ټولنه ـ بلجیم د انتورپن ښار)