د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشمس الدين کاکړپه شعرونو کې طنزی توکي

پوهنمل محمود نظری 25.01.2011 19:54

۳
هغه د بخیل کړه په طنز سره داسې بیانوي
لکه طفل چې حارص وی
پرپستان د مور مشرب
پر یوه يی ايښې لاس وی
بیا پر بل کاندی عب عب
د هغه یو غزل د ښه اوبد په ادبی فن ویل شوی دی دا فن اوس د طنز ویلو یو له ښو اوزارو څخه دی چې ویونکی یو شی وایي خو موخه یې بل شی وي یاني د هغه ظاهر یو شی او موخه يې بل شی وي او شعر یی داسې یو موقعیت جوړوي چې ویونکی د هغه انتظار نه لری چې دی ته د طنز د تاکتیک په اساس یوه دراماتیکه ایرونی وايي
شاعر په خپل کلام کې لومړی سوال او بیایې ځواب وايي کله کله داولې مسرې سوال ښکنځل وي،خوکله چې دویمه مسری وویله شي دبيت موخه روښانه کېږي چې موخه یې کنځل نه بلکې یوه ادبي وینا وي او په دې ډول مخاطب خپل شعر ته ځیروي
د دی ډول شعر بېلګه د شمس الدین کاکړ دا نامتو غزل دی

یو وارما واخستای پښې د خپل نګار
چي می رنګ کړای په نوکریځو ګل انار
ته ويده وې ما به درسته شپه كولې
بارى ستا په باب دعا هزار هزار
كه ئې يو ځله پر سر ورباندي كښينې
رنځ د هجر به شي دفع د بيمار
بند ئې خلاص كه پورتې ونيسه پخپله
مخ پوټى په نقاب نه ښايي د يار
ستونی ستغ که ازاریږی پر اړخ واوړه
چې چاپی دی کړم یو ځل قرار قرار

كه هر څو پر موټه زور كړم درست په نه ځي
په رقيب كي ځما غشى د اّزار
په مدار مدار بې كاږم چي خوږ نه شي
د باڼو په ستني ستا د پوندي خار
دم په دم يي هم وهمه هم يي کاږم
ستا له غمه تر خوله دود نارې کوکار
څو پر سپور يې باندي ښوره شمس الدينه !
د عشق اوښ پر لاري كله ځـــــــــــــــــي هموار

هغه د طنز برسیره هزلي شعرونه هم لري لکه دا رباعي
عقل می ور ک شو بې اختلاف
په میان د زلفو آخر تر ناف
که می مونده کړ په نری ملا کښي
زه شمس الدین یم نور موشګاف
یادا چي
چي رایادیې د سرولبو شرینی شی
سروهمپه دواړه لاس لکه مګس
هرسړی باندی ګمان کا د مړۍ
که له لوږی خښتې وتړم پر نس
قناعت سپی سړی لره په کار دی
خدای دی نه کا څوک مګس غوندی حراص



د هغه یوه هجوه
ملایک دسپی له بویه څخه تښتی
ستا په څنګ کښی دی رقیب غوندی زندیق
دلته د هغه یوه ټوکه راوړو
زه دی خوله غواړم بتا
ته می بولې بی حیا

یا دغه
هیڅ نظر د هغه شوخ راباندی نه شی
که له دغمه کتابونه کړم تصنیف
یا دا

ما وی در، داستا دغاښو په څو دی
دی وې نه کړم زه سودا دقندهاری
ما وی کوم ګناه ده کړی قندهاریانو
دي وې کاندی شوخ کاته لکه زمری


وییونه :ساهو کار= ازاد شغل
زندیق = کافر