د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپوهاند زیار په شعر کې طنزی توکې

پوهنمل محمود نظری 23.04.2012 16:29

۴
دزیار صاحب د طنز بله برخه دژویو ا او انسانانو  تر منځ مقاسیوی ( پرتله يې) لنډ شعرونه دی 
زیار صاحب  غیر انساني موجوداتو  ته له انسانانو لخوا  ورکړ سوسمبولونه  دنن ورځي انسانی رتبو سره پرتله کړی دی

۴

دزیار صاحب د طنز بله برخه دژویو ا او انسانانو  تر منځ مقاسیوی ( پرتله يې) لنډ شعرونه دی 

زیار صاحب  غیر انساني موجوداتو  ته له انسانانو لخوا  ورکړ سوسمبولونه  دنن ورځي انسانی رتبو سره پرتله کړی دی

په دې ډول طنز کې لیکوال یو سمبولیک ژوی لکه «خر ( کم عقل)؛ ګیدره ( مکار ) ؛کوتره(سوله) ملاچرګګ او چرګ( متقی) ... څخه کار اخلي، چې لوستونکي له حیواني سیمبول څخه پوهیږي چې د لیکونکي موخه څه ده

ږيره- برېت
نه هر ږيرور مرتجع دی
او نه هر برېتور مترقي...
که نه،
هسې خو،
وزه هم ږيره لري او پيشو هم برېت!!؟
سړيتوب
نه په ډېرو اذانو دی
اونه په ډېرو سجدو...
که نه، هسې خو:
چرگ هم ډېر اذانونه کوي
او ملاچرگک هم ډېرې سجدې!!؟
پوهاند او پيلسوپ
نه له تشو خبرو څه جوړېږي
او نه له تشو چورتونو...
که نه، توتي به پوهاند وای
او پيلمرغ به هم پيلسوپ!

تشې پېښې
په تشو پېښو نه وينا زده کېږي،
او نه کار...
که نه،
تر توتي به بل ژبور نه وای
او تر بيزو به بل کاريگر!!!؟
مشري
مشري په لوی زړه ده
نه په لويه تنه،
که نه،
پيل به د ځنگل پاچا وای،
نه زمری!!؟
شرافت او سياست
که شرافت په زړورۍ وای
او سياست په زرنگۍ...
نوبه،
تر لېوه بل شرافتمن نه وای
او تر گيدړه بل سياستمدار!!؟
وسله(ازاد شعر)
که وسلې څوک له ډاروخطره ژغورلای،
نو شيشگي، شکاڼه به ولې
ورځ په غار کې تېرولای
او تورتمه توره شپه به،
په غلا ښکار پسې وتلای!!؟
زغم و ځېل
که بې خرته زغم و ځېل
سړيتوب گڼل کېدلای...
نو به ولې په نړۍ کې
خره ته خر ويل کېدلای!!؟
باز و کوتره
که زور و ازار ښه گڼل کېدای
نو،
باز به د سولې سېمبول وای،
نه کوتره!!؟



پياز و بادرنگ
ډېر په پرده کې بې پردې دي
او ډېر بې پردې په پرده کې...
که نه،
ولې به:
پياز دومره بوين وای،
او بادرنگ دومره بې بويه!!؟