د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپوهاند زیار په شعر کې طنزی توکې

پوهنمل محمود نظری 13.04.2012 19:50

۲

د توبې خطر

کړې اشنا له هرڅه نوې توبه

خو يې لا وه لوړه څوکۍ او لوړ ځای

ورته مې وېل: بډې خيانت چې نه کړې

تردې نه وروسته دې پرده کوه خدای!

زیار صاحب په کنایه ورته وايي پرده دی خدا ی وکړه !
بله بیلګه:
نوی چل
نوې دود شوه د څوکۍ د ختو لار
ځان چپي کړي، چلوي ځانته اخبار
پټ ښی لاس د داړه مارو د سرکار
شي والي،معين، وزير يا مستشار!
زیار صاحب په ملنډو وايي له زمانې سره د څوکي د ختلو لار هم تغیر کړی دی، یو ورځ له چپي خوا ورخیژي اوبله ورځ د راستې خوا او بله ورځ دبل په اوږو...
دلته هر څه د موډ او اب و هوا سره برابر تر سره کیږي نه د ولس دچوپړ په اساس .
څارويتوب
د څوکۍ او گاډی هڅه يې همدې ته
چې په څېر وي د څاروي تل پر څلورو
پر څلورو باندې ناست وي او هم څري
دا ارمان دی د نامړو سړيخورو!

ب : ټولنیزه برخه

ښځينه ناز
يوازې په انسانانو کې نه،
بلکې په ژويو کې هم
ښځينه پر نارينه ناز پلوري،
تر دې چې يې:
ننګ سيالۍ، زور ازمايۍ
او ان بلهارۍ ته
هم اړباسي.


۲- بین المللی اړخ
امريکايي ډموکراسۍ...
ماته ارام ژوند بې مرګه بله مانا نه لري
مګر که په مرګ ځنې په ګورکې ارام پرېوتم

د جايزې لاسوند
((اوباما)) ته يې
-وار له واره-
ځکه جايزه ورکړه
چې له ((نوم)) يې
- په اسانه-
 ((بم)) جوړېدای شي!
پنېته- پېنتاگون
((پنېته)) يې ځکه د پېنتاگو
سروال وټاکه
چې نوم يې ورسره ورته وو...
کټ مټ، لکه:
((بلېر)) چې د((لېبر)) گوند او حکومت
سروالۍ ته ورسېد!

نړيواله سوله
شوه د همرشولد له مرگه
پکې پاتې هم اوتانت شو
- لالهاند پسې والهايم
نه خو سوله نه ديتانت شو
دوه سرې اژدها
سرې رازخمي کړه خويې پرېښووم زه يوازې ورته،
ما کړه پخپله په لوی لاس توره بلا راويښه...
راوتی يو سر يې له تورې، بل له سپينې ماڼۍ،
ځانته مې کړه هسې دوه سرې اژدها را ويښه!

بېځوابه پوښتنه
که اسلامي بنسټپالي
د عيسايي پا نګواکۍ
پرګټه نه وای،
نو ولې به يې
رامنځته کوله
او بيا دومره پسې را غځوله ؟