د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فلسفه څه شی دی؟ لومړۍ برخه

عطاءالله خان حیران 12.12.2010 16:51

دهغه پوښتنه ده، چې د ډېرو کسانوسره په ذهن کې نا ځوابه پاتې ده زه نه وایم، چې ددوی دغه پوښتنه به ځواب کړم، اونه په ځان کې ددغې پوښتنې دځواب توان لرم. ځکه، چې فلسفه داسې یو پېچلې موضوع ده، چې په لسګونو لیکوالو په دې هلکه ډېرڅه لیکلي دي او هرچاترخپلې وسې وسې دغه موضوع تعقیب کړې ده خو داسې یوتعریف، چې دخلکودزړه تسکین دې ورباندې شوی وي ترننه مې نه دی لوستی دا دلیکوالو ګناه نه ده او نه زه دهغوی په پوهه باندې شک لرم پخپله د فلسفې موضوع ډېره اړپېچلې ده، سړی نه شي کولی، چې کره ، نګه او بشپړ تعریف يې مینه والوته وړاندې کړي،په خپله فلسفه ډېره لویه پراخه موضوع ده، چې څومره يې رامحدودوو په همغه کچه یې تعریف نورهم په سې ګرانیږي.
فلسفه یافیلوسفیا یوناني کلمه ده او له دوو بخشونونه جوړه شوې ده (فیلو) دمینې په مانه راغلې ده او(سوفیا ) دپوهې په مانه که موږ يې دلته سره را ټول کړو نو فلسفه له پوهې سره مینه ده.په لومړي ځل دغه تعریف فیثاغورث وړاندې کړی دی له نوموړي نه چا وپوښتل، چې ویل کېږي ته ډېر پوه انسان يې؟
هغه ورته په ځواب کې ویلي ول: نه( زه دپوهې سره مینه لرم یانې زه (فیلوسوفر) یم. نو پردې اساس فلسفه، چې څنګه پیداشوې ده په همدغه نامه یانې ( له پوهې سره مینه ) یاده شوې ..
نو پردې اساس فلسفه تفکردی. او تفکردهغو اساسي او اړینو موضوع ګانوپه هکله، چې په نړۍ او ژوندکې ورسره مخ کېږو.فلسفې ته هغه وخت اړتیاپېښېږي او هغه وخت خپل ځان ښايي، چې کله ژور بنیادي هغه که ددین په هکله وي که د نورو ... پوښتنې سوالونه مترح شي دبېلګې په توګه.
ښکلاڅه شی دی؟
وړاندې له پیدایش څخه چېرته و؟
پوهه کوم هدف لري؟
ایا داژوندهم کومه مانا لري که لري يې نوڅه ډول ورباندې پوه شو؟
ایا دانسانانوبرخلیک په خپله دانسانانوپه لاس کې دي که څنګه دی؟
ژوندڅه مانا؟
او داسې نور...
که موږ دغو پوښتنوته زیرشو دغه پوښتنې ټولې فلسفي پوښتنې دي دغو پوښتنوته له فلسفې نه پرته دبل علم په رڼاکې ځواب نه شوویلی یانې بل علم نه شي کولی چې دا ډول پوښتنوته دې ځواب ووايي، چې واقیعت یاحقیقت څه شی دی؟ دفلسفې بنسټ په پوهه، عقل او په فکر ولاړدی.
ابن سینا فلسفه داسې راپېژني،
فلسفه، پوهېدل پرټولو هغوحقایقو باندې ، چې دانسا ن لپاره ممکن وي.
په پیل کې ټول علوم دفلسفې ترچترلاندې ول وروسته ورو ورو چې علومو ښه پرمختګ وکړ نو فلسفه پرخپل ځای پاتې شوه او نورعلوم يې ورنه جلاکړل، ځکه خوځينو لیکوالوپرخپلوکتابونوکې فلسفه د ټولوعلومو مورګڼلې.
فلسفې ته هغه وخت اړتیاپېښږي یاپه بل عبارت د فلسفې لپاره هغه وخت شرایط برابریږي، چې په یوه موضوع کې توافق موجودنه وي، په داسې حال کې چې توافق موجودوي فلسفې ته هېڅ اړتیانه پېښږي،
نور بیا...