د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلوڅ او پښتون د غم په یو ټغر

عطاءالله خان حیران 29.08.2015 15:15

نهم د سنبلې د بلوڅو او د پښتنو د یو والي او د ورورولۍ تاریخي  ورځ ده، چې هرکال  یاده ورځ په یاده نېټه نمانځل کیږي،په دغه ورځ د بلوڅو مشران او د پښتنو مشران د تېر تاریخ زړې کیسې را نوي کوي اوپه دې توګه خپله ورور ولي تازه کوي د پښتنو او د بلوڅو دغه تاریخي ورور ولي نه هېرېدونکې او نه ماتېدونکې ورور ولي ده، د پښتنو او د بلوڅو ورور ولي اوس هغه پړاو ته رسېدلې لکه دوه جسمونه او یو روح اوس بلوڅ پښتون دی او پښتون بلوڅ.
تاریخ ګوا دی، چې بلوڅانو کومه مېړانه له پښتنو سره کړې او همدارنګ کومه قرباني یې چې د ګران افغانستان لپاره ور کړې ده هغه اوس  د تاریخ برخه ګرځېدلې ده.
بلوڅانو د اړتیا پراساس او د یوه مسلمان ورور په توګه په خپل وخت کې چې څه یې په وس پوره و هغه یې له پښتنو سره او په ټوله کې ټولو افغانانو سره او له ګران افغانستان سره کړي دي هېڅ درېغ یې ورنه  نه دی کړی او موږ یې دا میړانه هروخت یاده کړې او په دغه ورځ  یې تر بلې هرې ورځ یې  یادونه  ډېره کو اوس پوښتنه داده چې موږ له بلوڅانو سره څه کړي او څه ورسره کو، تشه یادونه او ددوی ستاینه کفایت کوي؟ همدا اوس له بلوڅانو سره د پاکستان بربریت انتهاته نه دي رسیدلی؟ سمه ده چې موږ به ورسره  ډېر څه ځکه نه شو کولی چې اوس موږ خپله له ای ایس ای او دهغو له غلامانو( طالبان) سره په جګړه کې یو خو هغه څه چې مو په وس  کې دي هغه مو کړي؟ که موږ غواړو چې له بلوڅانو وروڼو سره زموږ ورور ولي دوام ولري که نور هېڅ ونه شوکړی کم ترکمه غږ خو یې پورته کړو ددوی چیغې او د پاکستان بربریت خو نړیوالو ته روښانه کړو چې پاکستان له پیل نه تردې دمه له بلوڅانوسره په بلوچستان کې څه کوي کومې نارواوې دي چې د پاکستان حرموني پوځ له مظلومو او محکومو بلوڅانو سره نه دي کړي. خپلواکي او ازادي د بلوڅانو حق دی ځکه چې د پاکستان په جوړونه کې یا د پاکستان په رامنځته کېدو کې هېڅ بلوڅ ونډه نه ده لرلې تاریخ ګوا دی چې بلوڅانو له پیل نه تردې دمه پاکستان د یوه هیواد په توګه نه دی پيژندلی پاکستان چې د یوې پروژې په توګه د انګریز پرمټ رامنځته شو د پاکستان په جوړونه کې پنجابي، سیندي او یو شمېر خرڅ شویو د پښتونخوا پښتنو ونډه لرله خو دا هېڅوک نه شي په زبات روسولی چې یو بلوڅ دې هم د پاکستان د جوړونې لپاره رایه ورکړي وي  بلوڅان د پاکستان له جوړېدونه  نیولې تر ننه د خپلواکۍ او د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، په ۱۹۷۳ کې د پاکستان مرتد مشر زلفقار علي بوټو د بلوچستان په مظلوم ولس داسې ظلم وکړ چې تاریخ به یې هېر نه کړي پر همدې کال یې د بلوچستان  په قلات، جهلوان او په  مري سیمه کې د وینو سیلابونه روان کړل او مرتد بوټو دا ظلم پردې موخه وکړ چې بلوڅان له خپلې خپلواکۍ نه تېر شي او په دې توګه یې غوښتل چې په بلوڅانو کې یو ډول وېره خپره کړي بوټو او په ټوله کې پنجابیان چې بزدله خلک و هغو ځان ته کتل هغه شان بزدلانه پرېکړه یې وکړه خو دوی ته  د بلوڅو ننګ او مېړانه نه وه معلومه د پنجاب دې بربریت لا د بلوڅانو مبارزه پياوړې کړه ځکه چې د بلوڅانو په وینه کې د غلامۍ څرک نه لیدل کېده بلوڅانو ترغلامۍ مرګ غوره وباله د اګست په ۷ په ۱۹۷۳ میر لونګ خان چې  بلوڅانو یو قومي مبارز سپین ږیری مشر و د پاکستان حرموني پوځ په ډېره بې رحمۍ سره شهید کړ هغه، هغه وخت د بلوڅانو سرلاری و هغه ته د پاکستان حرموني پوځ ډېر وویل چې د ازادۍ چیغې مه وهه تاته به غټه چوکۍ درکړو پیسې به درکړو امکانات به درکړو ته له خپل دریځه په شا شه هغه ورته مخامخ وویل چې د غلامۍ ژوند څخه راته مرګ ښه دی او زما په مرګ به دازادۍ تحریکونه لا تاوده شي زه ستاسې یو وړاندیز هم نه منم موږ ازادي غواړو اوبس. د پاکستان حرموني پوځ هغه په ډېره بې رحمۍ سره د اګست په ۷ په ۱۹۷۳ کې شهید کړ که اروا ښاد مینګل صاحب شهید کړای شو خو بلوڅانو ته یې یوه فکري فلسفه پرېښوده او که مینګل صاحب نشته خو مجاهدین یې شته دي د هغه لار یې تعقیب کړې او ډېرو  په دغه لار کې د شهادت جامونه  نوش کړل او ډېر غازیان هم شول خو  مبارزه یې دوام لري.
بلوڅان په دې پوهیږي چې دا وینې هسې خوشې چټي نه تویږي دا قربانۍ هسې نه دي دا به ضرور رنګ راوړي هېڅ بلوڅ د پاکستان غلامۍ ته غاړه نه ږدي له پیل نه تردې دمه هېڅ بلوڅ پاکستان په رسمیت نه دی پيژندلی او نه یې پيژني د پاکستان لخوا چې هر ډول وړاندیز ورته شوی دی دوی رد کړی دی او له ازادۍ پرته یې بله خبره په خوله نه راځي د بلوڅانو مجاهدینو مبارزې نن سبا ښه زور اخستی پاکستان یې په کافي اندازه پرېشانه کړی دی هره ورځ یې په لسګونو پوځيان تور دوزخ ته لیږدول کیږي بلوڅانو مجاهدینو ته د پاکستان نیت ډېر ښه معلوم دی هغوی په دې پوهیږي چې پاکستان زموږ په شتمنیو همداوس خیټه اچولې ده ګیس د بلوچي قوم او ګټه ورنه پنجابی اخلي همداسې نور...
کله چې پاکستان د بولوڅانو مجاهدینو قوي اراده او ټینګ هوډ وکوت نو یې په ۲۰۰۷ کال کې یوه نوې طرحه جوړه کړه غوښتل یې چې بلوڅان په یوه نوې طرحه شهیدان کړي
د پاکستان پوځ به بلوڅان ځوانان  شهیدان کړل بیا به یې د شپې مهال د پښتنو کلیو بانډو خواته واچول چې بلوڅان داسې فکر وکړي چې ګوندې دا پښتنو شهیدان کړي دي په دې توګه پاکستان  غوښتل چې بلوڅان او پښتانه سره په خپلو کې په جګړه کې واچوي خو بلوڅ مېړنی ولس په دې پوهیده چې دا کار چا کړی دی کله یې چې دا طرح هم ناکامه شوه بیا یې په ۲۰۰۹ کال کې داسې ظالمانه او غیري انساني عمل باندې لاس پورې کړ چې بلوڅان به یې شیهدان کړل داسې دوا به یې ورباندې وپاشله چې د انسان شکل به یې بیخی تغیر کړ هېڅ پيژندګلوي به یې نه کیده چې دا څوک دی.
 د ا غیري اسلامي او غیري انساني عمل یې تراوسه دوام لري د پاکستان د ماتې نښې او نښانې او د بلوڅو مجاهدینو د مبارزې رنګ له  دې نه  ښکاري چې پاکستان ټوله بهرنۍ او کورنۍ میډیا پابندي لګولې ده
چې د بلوچستان په اړه به هېڅ خبر نه خپروئ چې خلک پوی شي دلته خیر او خیرت دی او همدارنګ یې خپل ټول کرایه شوي تش په نامه علما او مولایانو ته هم ویلي چې تاسې به د بولوڅانو په هکله هېڅ نه وای دا خو اوس نیټ فیسبوک را پیدا شو چې د تور پنجاب ظلمونو څخه خبریږو دا څو لسیزې دبلوڅ اود پنجاب جنګ روان دی دا چې هغه وخت دوی څه کړي هغه یوازې د پاکستان حرموني پوځ ته معلوم دي.
ټوله نړۍ د پاکستان په دې بربریت باندې چوپه خوله ده هیڅوک یې په اړه څه نه وايي نه حقوق بشر شته نه کوم بل څه هغه ظلمونه چې په بلوچستان کې له بلوڅانو سره کیږي په برما کې نه کیږي په فلسطین کې له  مسلمانانو  سره نه کیږي د نړۍ په هېڅ ځای کې یې بېلګه څوک نشي پیدا کولی خو ددې با وجود ټوله نړۍ ټول اسلامي ملکونه چوپ دي دلته په کابل کې د برما د مسلمانانو په غبرګون د فلسطین، عربو او د مرسي په اړه لاریونونه او احتجاجي غونډې وشوې خو د بلوڅ مسلمان هیچا غږ پورته نه کړ ولې بلوڅ مسلمان نه دی ؟
پاکستان هېڅ شعوري بلوڅ ژوندی نه پریږدی د تعلیم حق نه ورکوي قومي سپین ږیري ور وژني هغه ځوانان چې د پاکستان جاسوسان یې ښه مطالع کړي چې دده په سرکې هم د ازادۍ انکیزه شته نو په یو نوم په بل نوم یې ووژني بلوڅ بچی نن په بلوچستان کې له هرډول حقه حقوقو څخه محروم دی که پوهنتون دی له پنجاب نه یې ورته استاد راوستی دی که ادارې دي نو له  پنجاب نه  یې ورته کار کونکي راوستي دي بهانه یې دا ده چې بلوڅان لوړې زړه کړې نه لري په یوه بهانه او په بله بهانه یې له هرڅه نه په لوی لاس محرم کړي دي څومره یې چې وس وي سختی ورباندې روالي غواړي چې بلوڅان په هرلحاظ وځپي ترڅو ددوی په مقابل کې سر پورته نه کړي.
یوازې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان پوځ ۳۶۰ مخور بلوڅان شهیدان کړي دي چې په دې کې د پوهنتون استادان، قومي مشران او ځوانان شامل دي پاکستان د بلوڅو د نسل وژنې لړۍ په ښکاره روانه کړې ده میډیا بنده ده چې نړیوال ورنه خبر شي هېڅ ژورنالست ته اجازه نشته چې بلوچستان ته لاړ شي  که کوم یو سرزوری ژورنالست بلوچستان ته د تلو هڅه وکړي نو پاکستان خپلو غلامانو طالبانوته ووايي چې درغلو  ویې ګواښئ نو پردې اساس بلوڅان په خپله خاوره هېڅ اختیار نه لري خپلو منابعو نه ګټه نه شي پورته کولی پاکستان یې په ټوله سپین سترګۍ په ټولو شتمنیو قبضه کړې ده بلخوا ایران هم له بلوڅانو سره ورته عمل د پاکستان پر لار ښوونه پیل کړی دی پاکستان ایران ته هم ویلي چې د بلوڅانو په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي هغوی ته یې هم بلوڅان ترهګر او یاغیان معرفي کړي دي، ایران په دې ډاروي چې که سر له اوسه د بلوڅانو غم ونه خوړل شي نو لکه څنګه چې د پاکستان لپاره سردردی دی داسې به د ایران لپاره سبا یو مشکل وي، ځکه ړوند او کوڼ ایران د بل په اشاره له بلوڅانوسره ظالمانه او جابرانه سلوک پیل کړی دی.
پاکستان که وغواړي چې څوک بدنام کړي او یا کومې سیمې بدنامې کړي په ډېره اسانۍ سره یې کولی شي ځکه چې خپل غلامان (طالبان ) ورلیږي او سیمه ورباندې بدناموي لکه وزیرستان  وزیرستانیانو غوندې په سوله مین قوم هیچرته نشته خو نن ترهګر دي نن ځانمرګي دي.
 نو پردې اساس پاکستان د خپلو ګټو په خاطر لنډمهالي او او وږد مهالي پلانونه لري چې ټوله توجه یې خپلو ملي ګټو ته ده اوبس.  بلوڅ هغوی خپل نه ګڼي او نه یې خپل دي ځکه چې هغوی په دې پوهیږي چې بلوڅانو له پیل نه تر دې دمه پاکستان په رسمیت نه دی پيژندلی او نه یې پيژني.
تاسې د پاکستان دومخی سیاست ښه مطالع کړئ په بلوچستان کې هره ورځ کم ترکمه ۵۰ کسان د پاکستان د حکومت لخوا شهیدان کیږي هېڅوک ورباندې نه خبریږي د پولیو واکسین والا ۳ کسان په بلوچستان کې وژل شوي و خبر یې ټول نړۍ په سر واخسته ولې ؟ دا ځکه چې په دې توګه یې غوښتل چې بلوڅان په ټوله نړۍ کې وحشي او ترهګر معرفي کړي دا د پولیو واکسین والا مخکې ولې چا نه وژل په دې اړه ما خپله له یو بلوڅ مجاهد سره اړیکه وکړه هغه راته داسې وویل ( د پولیو ولا چې کوم دي دا د بلوڅانو ماشومانو له غمه نه دي مړه او نه موږ دومره متعصبه او د ځان دښمنان یو چې واکسین ولا وژنو دلته روغتونونه شته دي موږ کوم ډاکتر ته ګواښ کړی دی زموږ کار له حکومت سره دی ډاکتر انجینر او استادانو سره نه دی زموږ کار د ای ایس ای او د هغوله غلامانو سره  دی موږ چې د پولیو د واکسین کوم کسان وژلي هغه د ډاکترانو په جامه کې دای ایس ای یو ټیم و چې په دې توګه یې زموږ د مجاهدینو جاج اخسته ځکه چې دا پولیو والا خو مخکې هم دلته تله راتله چا ورته هیڅ نه دي ویلي خو اوس چې موږ ورته ګواښونه کو دا د پولیوواکسین والا نه دي دا د ای ایس ای غلامان دي په دې توګه موږ دوی وژنو ځکه چرته چې دوی تلي دي هلته د پاکستان نامسلمان پوځ عملیات کړي دي او بل ترکومه ځایه چې موږ دوی تر خپلې مطالعې لاندې نیولي دي  دوی د واکسین پرځای دلته نورې څېړنې هم کوي نو پردې اساس موږ دوی ته اجازه نه ورکو چې زموږ په کلو بانډو کې دې ګشت وکړي)  
له بلوڅانو سره به د پاکستان بربریت به ترکومې دوام لري په داسې حال کې چې  د ښمن مو هم یو دی او دواړه وروڼه له یو دښمن څخه ښه ورځ نه لرو نو څه کول پکار دي؟ موږ ته پکار ده چې په دې اړه فکر وکړو بلوڅ  او پښتون ته په دې سوچ پکار دی چې څنګه له دې شره ځان خلاص کړي څرنګ یې چې بلوڅان په ټوله نړۍ کې ترهګر یاغیان معرفي کړي همداسې یې پښتانه په ټوله نړۍ کې ترهګر او د تمدن د ښمنان معرفي کړي یو د ښمن دوه وروڼه دغم په ټغر کینولي دي.
په افغانستان کې له کلنو کلنو د پښتنو سیمې له معارف نه بې برخې وې امن په کې نن هم نشته ځکه چې پاکستان غواړي پښتانه همداسې جاهله او په تور تم کې ووسي ځکه چې پاکستان ته جاهل نا پوهه بلوڅ او پښتون پکار دی د پاکستان لپاره پښتون او بلوڅ نه دی مطرح اوس پاکستان ته افغانستان او بلوچستان مطرح دی چې څنګه کولی شي چې نه په بلوچستان کې امن وي او نه په افغانستان کې.
په دغه حرامه جګړه کې پاکستان  خپل ملایان هم له ځان سره ملګري کړي دي د پاکستاني پوځ او دپاکستاني ملایانو ترمنځ ډېر کم توپير لیدل کیږي د پوځ په لاس کې یې ټوپک دی او د ملا په لاس کې یې تسپې او په وژنو کې بیا دواړه یو شان دي په قتل کې بیا دواړه یو له بل څخه بتر دي، د برما ظلم غندي د کشمیر ظلم غندي د امریکا ظلمونه غندي خو د خپل پاکستاني حرموني پوځ هرډول تشدد چې په بلوچستان کې یې کوي او په افغانستان کې چې کوم ظلمونه وحشتونه کوي هغوته دوی ډول ډول توجې لټوي جالبه خبره ده په  افغانستان کې جهاد فرض دی ځکه چې امریکا راغلې چاراوسته چا ورته اډې ورکړې چا ورباندې افغان سفیر خرڅ  کړ؟ چاچې ورته لار ورکړې هغه نه دی ګرم.  د پاکستان ټول پوځ ته چې تنخواوې امریکا ورکوي خیر دی خو که په افغانستان کې یو پل چک جوړوي دوی هغه ورانوي دوی دا دلیل راوړي چې دا د امریکا په پیسو جوړ شوی که داسې وي باید د پاکستان ملایان د پاکستان ټول پوځ مردار کړي ځکه چې دوی ته خو هم معاش امریکا ورکوي په بلوچانو چې کوم ظلمونه د پاکستان د حکومت لخوا کیږي د هغې په وړاندې چوپ یاست خو د کشمیر له غمه مړه یاست په افغانستان کې یوې نجلۍ پتلون واغوست په تاسو اور بل شي او فتواګانې صادرول پیل کړئ خو د هیرا منډۍ په شمول په پاکستان کې درته ۳۵۰۰۰۰ رنډۍ خانې درته ښې ښکاري دلته چې یو افغان عیسی شو ټول پاکستاني ملایانو غوبورونه وهل خو په ټول پاکستان کې درته ۱۵۰۰ کلیساوې نه ښکاري چې هرکال په کې عیسیان خپلې ورځې نمانځي، موږ به د پاکستان کوم شرارت څخه یادونه کو.
که مو نور کله د بلوڅ او د پښتون د یوالي ورځ په هرتوګه نمانځله هغه پرخپل ځای خو له دې روسته باید دا ورځ په هغه شکل ونه  نمانځل شي باید اوس پښتون او بولوڅ د خپل ګډ دښمن په اړه فکر وکړي چې څنګه کولی شي خپل د ښمن مات کړي څنګه کولی شي خپل ګډ دښمن ته دواړه لاسونه یو کړي نور په نمایشي غونډو باید وخت ونه وژل شي ناکامه قومونه تل په خپل تاریخ ویاړ کوی اوبس تاریخ تاریخ دی او نن نن دی دا چې په تاریخ کې موږ څنګه و هغه تیر شو د تاریخ برخه وګرځيده دا چې اوس څنګه یم په دې باندې فکر پکار دی چې سبا دا هم د تاریخ یو باب دی په تېر کې خو تیرو خلکو میړانه وکړه ستا ینه یې موږ ټول عمر کو دا چې نن څنګه یم او ترکومې به یم په دې فکر پکار دی سبا دا هم د تاریخ برخه ګرځي.