د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوړی ژوند

عطاءالله خان حیران 03.02.2015 12:05

ارواپوهنه
ژباړن: عطاءالله خان حیران

خوبونه څوک نه ویني....... د خوبونو طواف کومې سترګې نه کوي؟ په یاد و لرئ یوازې له خپلو موخونه طواف موږ خپلو موخو ته نه شي رسولی، موخې تعقیبول غواړي د هستۍ پرصفحه دهغو خلکو نومونه پاتې کیږي، دکومو خلکو سترګې او ګامونه چې د خپلو موخو په لټه کې وي
بریا،خوښي، ښکلی کور، ښه صحت، تندرستي، ښه دنده، پرمختللی کاروبار، ټولنیزه ازادي، نیک اولاداو همدا رنګ د ډاډمن ژوندخوبونه څوک نه ویني....... څوک دي، چې نه غواړي د ځان لپاره هوسا او دمینې ډک ژوند جوړ  کړي؟ خو د اکثرو خلکو یقین په دغه نري تار تړلی راته ښکاري، چې خوبونه خو بس خوبونه وي، له خبونو او خیالونو نه نور بهر راووځئ  وروڼو! په خوبونو او خیالونوکې تاسې څه لیدلي دي خوبونه خو تاسې ته له زخمونو پرته هیڅ نشي درکولی دعمل لار غوره کړئ.
خوب څه شی دی؟ په ځواب کې مې دا الفاظ ترلاسه کړي دي.
عجبه خبرې، ناممکن خیال، د دروغو تصور، له حقیقته لرې، له عقل نه عاري خبرې، سستي، بې عملي، بې چارګي او بې وسي.
ایا له خوبونوسره دغه ډول الفاظ او یاپه بل عبارت له خوبونو نه دغه ډول برداش سم دی؟ که چېرته ستاسې په ذهن کې هم  دخوب په اړه تصور همداسې وي نو پوی شه چې ترننه دې له خوب نه کوم برداش اخستی هغه غلط دی، تاسې سره اوس هم وخت شته دی چې د ناهیلۍ له ښاره راووځئ هغه منفي ټکي چې تاسې یې دخپلو خبونو پورې تړلي بولی ددې پرځای  ولې دا ډول الفاظ دخپلو خوبونو او خیالونو په اړه نه کاروئ، جوش، رنګ، ښه راتلونکی، امید، باور، رڼايي، جذبه، وړتیا، منزل او ښه فکر.
ایاپه فکرکې ښه او بد هم شته؟ هو یو مثبت یا ښه فکر دی او بل منفي فکر دی منفي فکر د انسان د پرمختګ مخه نیسي، منفي فکر، پرېشانۍ اندېښنې پیدا کوي منفي فکر راته د تېرې بې وسي داستانونه غږوي چې په ټوله کې هم مو وخت وژني او هم مو هغه وړتیاوې د ناهیلۍ په درانه خوب ویدې کوي چې زموږ اندروني قوت بلل کیږي منفي فکر د مثبت فکر ځولنې دي چې دانسان د هرراز پرمختګ مخه نیسي،منفي فکر زموږ ټول وخت او ځواک په ماضي حلاتو مشغول ساتي،په دې هکله نېچه وايي (چې په خپلو خیالونو کې ځانته زندانونه جوړوئ ولې د ګلانو باغونه نه جوړوی مصرف خو مو نه پرې راځي.
مثبت فکربیا انسان د پرمختګ لور ته بیايي، مثبت فکر انسان ته سکون ورکوي روح یې پياوړی کوي انسان ډاډمن کوي دانسان اندروني ځواک د مثبت فکر پرمټ پياوړی کېږي دمثبت فکر پرمټ انسان خپلو موخوته رسیږي دمثبت فکر خاوندان چست او چلاک وي مطمین وي مثبت فکر انسان حقیقت ته رسوي او له ناهیلۍ ،وېرې او ډار نه  یې ژغوري.
ستاترټولو لوی هدف څه شی دی؟ له یوځوان نه مې وپوښتل.
زما ترټولو لوی هدف یاره څه به درته وایم اوزګاریم که چېرته کوم بانک کې راته دنده پیداشي داستره خبره ده.
دنده بیا هغه په بانک کې ولې؟
چې پیسې وګټم.
که چېرته یوناڅاپي درته دومره پیسې لاسته درشي، چې ته یې ټول عمر نه شې مصرفولی نو بیا به هم په بانک کې دنده واخلې؟
بیا خو څه لېونی نه یم سره له دومره پیسو بیا به هم کار کوم.
نوبیا؟
نو بیاڅه خو مزې به کوم نو.
په دې وخت کې مې ځوان ته ورغبرګه کړه ورته مې وویل، ځوانه موږ دې دنیاته د مزو لپاره نه یو راستول شوي او نه د ژوند موخه مزې او خوندونه اخستل دي، موږ دلته یوڅه کول او پرېښودل غواړو.
ځوان په  حیرانتیا زما سترګو ته کتل.
ته د څه لپاره ژوند کوې په دې هکله دې کله فکر کړی دی؟ خیر هېڅ خبره نه ده دلته زموږ داکثرو داحال دی.
تېره ورځ یو ورزش ځای ته تللی وم ګورم زما یو ملګري لاسونه په زمکه ایښي دي او په سینه کشۍ باندې مصروف دی مایې ننداره کوله ملګري به مې چې سینه کشي کوله له پنځو ځلو نه به یې زیاته سینه کشي نه شوی کولی،هغه ته مې وویل ته څوځلې سینه کشي کولی شې ماورته وویل پنځه .... یا.... شاید .....لس
ایاته ته پنځوس ځلې سینه کشي کولی شې؟
پنځوس ځلې یاره دا څه وايي دا خوډېره ګرانه ده.
که چېرته یوه دوه دقې دمه وکړې نو بیا؟
شایدپنځه نور..
که دوه دقې نور دمه وکړې بیا؟
کیدای شي پنځه نور.
که همداسې لږه دمه....او بیا سینه کشي..... لږه دمه بیا سینه کشي  نو پرهمدې اساس وبه نشې کړی چې ترپنځوس یې ورسوې؟.
نا... شاید... د لږځنډ روسته یې په ډاډمنه لهجه وویل ...... یقینا!،،
ښه نو له پنځو نه ترپنځوسو پورې د رسیدلو راز؟
امممم زه خو وایم، چې زما غوندې دخلکو لپاره خو دا معجزه ده خو ددې اصلي  راز ارم دی ملګري مې داخبرې په داسې یو انداز کې وکړې چې بویا لوی راز یې کشف کړی.
نه وروره ..... اصلي راز لږه دمه د ژوند مقصد ارام یادمه نه ده د ژوند مقصدکار دی کار.
په دغه وخت کې زما دملګري په څېره کې له ورایه له وړتیا نه ډکه خوښي څرګندې ده.
موږ ټول غټ غټ خوبونه وینو موږ تاسې ټول غواړو چې پیسه دار خلک ووسو  ډیری وخت زموږ اندروني ځواک دخیال په شکل سر راوچت کړي او یوډول ناارامي یې زموږ په وجود کې خوره کړي وي.
له دې سره سره زموږ د ډیریو خلکو ژوند هغه ژوند نه دی کوم چې موږ غواړو کله له موږ سره پیسې نه وي کله کورنۍ ستونزې، کله مو په سر دناکامیوتوره رازړیږي کله موبرېښنااو دټلېفون بېل زوروي کله د بیکارۍ مسله وي کله کله جذبات پرموږ دومره واکمن شي چې دژوند ورخ رانه اوبه یوسي.
موږ ولې چې څنګه غواړو هغه شان ژوند نه شو جوړولی؟ دا کوم شیان دي چې زموږ دپرمختګ مخه یې ډب کړې ده؟
مادا پوښتنه له سلګونو خلکونه وکړه، له دې کسانو څخه هریوه سره کم سکم درې قوي دلیلونه موجود ول چې دوی ولې نشي کولی خپلو موخوته ورسیږي چې دوی یې ځانونه مستحق هم بلل.
له ځينو سره خو داسې پړپړې وې چې په اورېدو یې دانسان غونې زیږه کیدل او دا پرپړې به یې د هرچاپه مخ کې پرانیستې په هغه کې به دوی دخپل کړیدلي زوریدلي ژوند نه زوریدل له خپلو بې وسۍ، مظلومۍ، بې چارګۍ نه به یې زړه خوړ چې ژوند ورسره کومې لوبې کړي دي، په حقیقت کې له ژونده شکایت بهانه ده نه دلیل ځکه چې مشکل په ژوند کې نشته مشکل په خپله انسان ځان ته پيداکوي کله چې انسان له موره پیداکیږي بدبختي ستونزې هغه دمور له خیټې له ځان سره نه راوړي که چېرته موږ له زړه نه وغواړو موږ کولی شو خپلو ستونزو ته دحل لار پیداکړو خو موږ چې له ستونزو سره لاس او ګریوان شو بیا خپل ټول وخت په شکایت تیرو موږ چې څه غواړو هغه ترلاسه کولی شو په یو شرط چې د زړه له تله یې وغواړو او په خپل ځان باور پیداکړو مطمین ووسو چې زه خپلو موخو ته رسیدلی شم او له جرت نه  کار واخلو.
ایا داخبره ستاسې زړه مني چې ستاسې دکارونو ترټولو سترخنډ ستاسې خپل ډار ویره ده؟
زما ځواب خو هو دی!
دا ډار ده ویره ده چې موږ ناهیلي کوي، موږ زوروي، زموږ وینې وچوي، زموږ حوصلې ماتوي او زموږ دموخو په وړاندې غرونه ودروي، چې بیا موږ ته هرکار ناممکن ښکاريږي.
ډار ویره بریا وژني، ویره موږ ګام پورته کولو ته نه پریږدي، که موږ چیرته ځای پرځای ودریږو او ګام پورته نه کړو نو پرمختګ نه شو کولی، ډار ویره هغه وخت د تېښتې لار غوره کوي، چې کله یې موږ په وړاندې دقوي هوډسره ودریږو،کله چې موږ د ډار ویرې پروړاندې مبارزه پیل کړه او په وړاندې یې ودریدو موږ سل په سلو کې خپلو موخوته رسیږو څه مو چې غوښتل هغه ترلاسه کولی شو او ددې ترڅنګ په خپل جسم کې د خوږ سکون احساس هم کولی شو.
زه چې کله له ځينو خلکو نه پوښتم چې تاسې ولې په  خپلو موخو کې پاتې راغلي یاست نو له هغوسره په در جنو ښکلي ښکلي وجوهات وي، له هغونه یو څه یې دبیلګې په توګه رانقلوم.
زه ډېر بدرنګه یم، زه چاغ یم، زه ډنګر یم، زه وږد یم، زه وړ یم، زه زوړ یم، زه لا وړوکی یم، زه خو دومره ذهین نه یم، زه ډېر کمزوری یم،زه ناروغه یم، ما خو زده کړې نه دي کړي،زه قرضداره یم، زه خو دروسته پاتې کورنۍ نه یم، زه خو ګنجی یم، زه خو دکور ښځه یم،زه یې طلاقه کړې یم، زما خو کور سوی دی، ماته څوک دنده نه راکوي، ما خو دنده له لاسه ورکړه،زما پلار خو پوډري دی، ماته مې کورنۍ څه راپریښي،زه خو یوسر یم،زما ژوند خو دناکامیو یو داستان دی او...
ستا دا لړلیک څه وايي؟ ایا له تاسې سره هم داسې درېیم نمبر دلیلونه شته چې خپله هم ورباندې قانع وې او نورو ته هم قناعت ورکړی شې؟ ایاته خو ټوله ورځ خپل وخت په دې نه مصرفوې چې ته ولې خپلو موخو ته نه رسېږې؟
ایا دې ته بهانې ویلی شو؟ ایا ستاپه بهانو کې ساه شته که نا دا دې له ځانه دتېښتې غوره لار موندلې ده،ایاتاته خپل زړه نه وايي چې ته هرڅه کولی شې که دزړه له تله وغواړې،ته فکرنه کوې چې همدې بهانو ته له کاره ویستی یی او تا کله هم په دې برخه کې هېڅ جرت نه کار نه دی اخستی؟
بهانې خو دنور لپاره یو خاص څيز وي ستا خپل اندروني حقیقت څه شی دی؟ ددې پته خو باید تاته وي، که غواړې چې جرت وکړې او ځان له ښکېل اړپیچلي حلاتو وژغورې نو بهر څه شی ګورې جرت خو په انسان کې دننه وي او دجرت مطلب دی په زړه باندې لاس کېده او ځان ته غلي ووایه ،، دزړه سره ته ډار شوی یې
ډار.....،،
 ویره او ډار ستاسې اصلي دښمنانان دي په یوه غټه کمپنۍ کې یوځوان کار کاو نو هغه راته وویل، چې دکمپنۍ خاوند وغوښتل چې د کمپنۍ ټولې چارې ماته وسپاري،کله مې چې داخبر واورید ددې پرځای چې خوشحاله شوی وی له ویرې ړچ رباندې ولګیده ماداسې انګیرله چې دکمپنۍ د ټولو کارونو زور به له ماوځي او زه به بیخي زیات مصروف شم په دې سوچونو سچونو کې ناروغ شوم د یوې اونۍ رخصت مې واخست هیڅ کار ته مې زړه نه کیده د ۵ ورځو له رخصتیونه چې روسته دفتر ته ارغلم نو زما پرځای یو بل کس ناست و، ایا له پرمختګ نه دوېرې په هکله دغه کیسه تاسې ته اشنا نه ښکاريږي؟
زموږ کولتور موږ اړباسي چې په ځينو شیانو اعتراف ونه کړو لکه ویره موږ هېڅ وخت ځان ته ډارن نه وایو ځکه چې ډارن سړي ته موږ بزدله وایو او ډار د بزدلی علامات دی نوبیا چې داسې ده نوموږ بیا څنګه کولی شو چې دخپل ډار یا ویرې اظهار وکړو دهرانسان په ژوند کې دوه ډوله ویره موجوده وي چې په دواړو حلاتو کې دانسان د پرمختګ په وړاندې خنډونه را ولاړوي، په دې لړ کې ځینې د ناکامۍ له وېرې ناکامیږي که زه هڅه وکړم او په خپله هڅه کې ناکام شم نو خلک به څه وایي؟  له ځینو سره بیا د خپل بریالیتوب ویره وي که له مانه غټ سړی جوړ شي که زه د یوې کمپنۍ مشر جوړ شم نو ما باندې به د کارونو باران وي دکار فشار به وي خلکو سره به خبرې کوم زه  به بیا څنګه د ډېرو خلکو په  مخ کې ویناکوم له میډیا سره به مخامخ کېږم اوداسې نور... ایازه به دا ټول کارونه وکړی شم؟
ایا داله بریالیتوب نه ویره نه ده؟
یوه فلمي ستوري څه ښه ویلي دي( ماخپله ویره په خپله ولکه کې واخسته ددې په خاطر چې هسې نه  چې مخکې له مخکې نه ویره ما په خپله ولکه کې واخلي.
که زه فلمي ستوری جوړ شم نو زه به دکیمرې او د نقادانو په وړاندې ځواب وویلی شم؟
که زه ډېر مشهور شم نو له خپلو خپلوانو اود کورنۍ له مینې خوبه لاس په سرکیږم نه؟
که ما د خپلې کورنۍ له نورو غړونه زیاتې پیسې پیداکړې او زه له دوی څخه د ژوند په چارو کې مخکې شوم نو ددوی په عزت او قدردانۍ کې خو فرق نه راځي؟
دغه ډول پوښتنې د یوه کامیاب شخص په ذهن کې د وېرې تخم نه کري؟ ایا دانسان اندروني ویره دانسان د پرمختګ په وړاندې دیوالونه جوړولی شي؟ ایادغه پټه ناروغۍ د پرمختګ یون ټکنی کولی شي؟
که تاسې زما ځواب غواړئ نو زما ځواب هو دی.
وېره ډار که د بریالیتوب په برخه کې وي کا دناکامۍ، حقیقت خو دادی چې ددې ویرې او ډار له وجې نه زموږ ډیری خلک له سترو سترو کارونو پاتې دي چې ښه  وړتیا یې لري چې ترسره یې کړي خو دوېرې له وېرې نشي کولی  زموږ د پرختګ مخه هیڅوک نه شي نیولی دا خو موږ په خپله یو چې دخپلو کارونو په وړاندې خنډونه پیداکو.
دا خو زه یم چې خپلې پښې وهم
زه خو هم دخپلو له دښمنانو نه یو یم
انځور
کیدای شي له موږ نه یو هم په دې اعتراف ونه کړي، چې دا ډارن دی کیدای شي دا یوازینۍ لار وي دخپلې دفاع  بل زموږ لاشعور زموږ د ویرې منونکی لباس اغوستی دی او په خپله یې یو بل ته وړاندې کوي هغه څه شی دی ؟ بهانه بهانه بهانه اخرترکومه؟
زما قد وړوکی دی، زه ګنجۍ یم، زه چاغ یم، زما نظر کمزوری دی ځکه له ماسره کومه نجلۍ واده نه کوي، زه خویوه ساده ښځه یم، په داسې یوه مردسلاره ټولنه کې ښځه او پرمختګ، زه خو له کلي نه راغلی یم نه مې تعلیم د ښاریانو په کچه دی او نه مې انګریزي زده ده،ماته به کله داسې دنده پیدا شي چې ښې پیسې راکړي؟
ماخو پخوانه خپلې ټولې پیسې په کاروبار کې غرقې کړي دي  ماخو ډېر تاوانونه کړي دي اوس خو په ما څوک اعتبار وکړي؟ ته راته وایې چې کاروبار وکړه بابا یوڅوک چې په تجارت کې داسې ماتې وخوري لکه ماچې وخوړه هغه بیا کله تجارت کولی شي هغه هم بیا زما په څېر ناکام شخص؟
سمه ده؟
نا
ته هسې په ځان پورې منفي پروپاګنډې کوې ته سمه خبره کوې تاپه ځان او په خپل ورح منلې چې ته یې نه شې کولی نو ځکه خو یې نه شې کولی.
وېرې او ډار خو زموږه وینې څښي د ډار له وجې نه خو موږ قدم نه شو خستلی ډار خو زموږ دوړتیاو جوهر له موږ نه سکي د وېرې او ډار له وجې خو نن ځکه موږ هیڅ هم نه یو ډار  خو موږ هیڅ کوي، ډار خو موږ حرکت ته نه پریږدي که موږ حرکت نه کو نو ځای په ځای به ولاړ یو.
د یوټرننګ په لړ کې یو کس زما  خواته  ارغی راته یې وویل داکومې خبرې چې تاراته وکړې اوس ماته پکار ده چې کوم پوهنتون کې داخله واخلم؟ ایم بی ای وکړم ترڅو خپلو موخو ته و رسیږم؟ مامخکې هم غوښتل چې په  اړونده څانګه کې لوړې زده کړې وکړم خو ومې نه شو کړی بیخي زړه توری شوم له درسه، اوس یې نشم ځکه چې اوس به زه دوه  نیم کاله درس وایم دونیم کاله روسته زه ۴۳ کلن کیږم؟
ماورته وویل که ته پوهنتون ته لاړ نشې او زده کړه ونه کړې نوبیا خو هم په تا داکلنو تیریږی بیا به ته دونیم کاله ورسته د څوکلونو شې؟ له ماسره بل ځواب نه و.
یو څلویښت کلن صاحب که چېرته په ۴۳ کلنۍ کې ایم بې ای وکړې او په خپلو پښو ودریږي نو کم سکم ۷۰ کاله دې دعمر اوسط ونیسې نو ۲۷ کاله خو خپل ژوند په خوشحالیو کې تیرولی شې او ۲۷ کاله به دې ټولنې ته هم خدمت کړی وي.
نو پردې اساس موږ وېرې او ډار ته ماتې ورکولی شو هغه هم په هغه صورت کې چې په دې ځان پوه کړو چې وېره زموږ اندروني مسله ده نه بهر موږ باید ځان له دننه جوړ او مطمین کړو.
زه دومره ویلی شم چې موږ ته له ډار نه ډار پکار دی
ماته خو له ډار نه د خلاصون یوه لار معلومه ده هغه ده چې مبارزه ورسره وکړم.
ژوند د بهانو په نوم څه شی نه پيژني که موږ دا حقیقت درک کړ نوموږ تاسې به داسې نوښتونه او کارنامې ترسره کړو چې هیواد وال به رباندې ویاړ کوي، چې موږ په دې پوی شو چې بهر څه نشته ټوله مسله اندروني ده چې په موږ کې دننه زموږ په روح کې وېرې ډار ځالې جوړې  کړي لکه ترهګر هروخت ماپه ما وژني زما ارمانونه زما په لاسو وژني که په دې پوی شو نوټول غمونه به رانه لرې تښتي.
کوښښ وکړئ که ژوند کول غواړئ نو ویره مو له روح او بدن نه وباسئ ویره ستاسې دښمن دی چې په تاسې کې دننه اوسي ویره او ډار په خپل ځان کې وځپئ چې دخوښیو باران درباندې وشي.
ددې کتاب لوی مقصد همدا دی چې تاسې په  خپل ځان کې بدلون راولئ او تاسې ته یقین درکړل شي چې ستاسې ټول خپلو هدفونو ته رسیدلی شئ  کیدای شي چې تاسې په خپل ځان باور ونه لرئ تاسې ددې اړتیا هم نشته چې په خپل ځان دې باور وکړه اوس تاسې زما په دې خبره باندې باور وکړئ چې زماپه تاسې یقین دی تاسې چې څه وغواړئ ترلاسه کولی یې شي تاسې یې کولی شئ تاسې یې وړتیا لرئ خو په یو شرط چې الله ج چې د ژوندانه کوم اصول موږ ته ښودلي دي هغه په خپل ژوند کې پلې کړو او دالله ج د مخلوق حقوق ونه خورو او دالله ج دمخلوق خدمت وکړو.