د افلاطون ژوند، اند اوفلسفه څلورمه برخه
05.11.2010 23:43ژباړن: عطاء الله خان حیران
اخلاق
پروټاګورس، چې د انفرادي خیرپه هکله کومه نظریه وړاندې کړې وه له نوموړي نه ورسته دغه نظریه نورو هم تعقیب کړه خوچاندان پرمختګ یې په کې ونه شوکړی، په داسې حال کې، چې ټولنیزې ښېګڼې ډېرې ګټورې اوښې پایلې لرې،که وګورو دسقراط له تعلیم اودهغه له مرګه نه موږته ښه ثابیتېږي، چې انسانه ته څومره ګټورتمامیږي.
دسقراط په همدغې اجتماعي خیر اوفلاح په حواله افلاطون دسقراط ځای ناستی او دهغه دښه منل شوی شاګردنوم خپلوي.
افلاطون ویلي: چې خیر دانساني فطرت مهمترین اړخ دی بلکې دا دانسان حقیقي فطرت دی.
افلاطون ځنې وخت له انفرادي خیرنه بحث کوي خوډیری وخت بیاله اجتماعي خیرنه ځینې وخت په دواړوباندې.
افلاطون په خپل کتاب جمهوریت کې په دغو درې واړو اړخونوباندې رڼا چولې ده خو په خپل بل کتاب فلي بس کې یې په انفرادي خیرباندې ډېربحث کړی دی دافلاطون له د غو دواړو کتابونونه داخلاقیاتو یوښه په زړه پورې نظام مرتب ېدای شي، په اخلاقي فلسفه کې او دخیرپه حواله افلاطون دخپلودخبرو طرز ترډېره ادیبانه بیان کړی دی ځکه، چې دخیر،نیکي او د ښه اخلاقو غوښتنه ده دخبرولپاره دې خواږه نرم اوښه الفاظ وکارول شي.
اخلاق اوعدل
افلاطون په خپل کتاب جمهوریت کې داخلاق او دعدل ترمنځ دښې رښتنولۍ پلټنه کړې ده اوپه ترڅ کې یې معلومه کړې ده چې عدل څومره په ټولنه باندې مثبت اثرات لري.
د(جمهوریت ) نومې کتاب په لومړي ټوک په لومړي څپرکي کې یوسوفسطایي خپله نظریه وړاندې کوي وايي: عدالت دځواکمنوحکمرانو دشخصي ګټې نوم دی یاعنې حکمرانې طبقې داسې اوصول دعدلت په نوم ډلبندي کړي دي چې د دوی موخې په کې خوندي دي دوی غواړي دعدالت په نامه موږله سیاسي قوت څخه بې برخې کړي، ځکه خو ولس دعدل له وېرې دحکمرانانود احکاموپابند دي،په داسې حال کې، چې افلاطون ددې برعکس، غواړي دثابته کړي، چې عدل په خپله خیر اوفلاح ده،
نوپردې اساس عدل او عدالت دټولنې اوهم دفرد لپاره خیر او فلاح ده دلته افلاطون دسوفسطایانو نظریه په کلکه رده وي او ورته یې ښایي، چې عدل او عدالت له اخلاقیاتوسره تلپاتې ریشته لري عدل او عدالت د افرادو دسوکالۍ لپاره دی، اوددې ترڅنګ له ټولنې نه جبر استبدادونه له منځه وړي.
عدل دیوه ښه شي نوم دی، چې په انفرادي او اجتماعي ډول ټولنه ښایسته کوي.
دریاست بنسټ پرعدل ټینګېدای شي.
ریاست دداسې افرادو پربنامنځ ته راتلی شي، چې افرادسره هم نظره وي دوی بایدټول کارونه یوه فرد ته ونه سپاري کارونه بایدسره ووېشي چې کارونه په ښه توګه ترسره شي هرکس بایددخپلې وړتیااودضرورت په اندازه کاروکړي.
ټولنې ته باید دیوه جسم په نظروکتل شي دجسم ټولې اعضاوې که فعالې وي نوپرجسم باندې بوج کم وي ځکه چې هراعضاء بیل بیل حرکت کوي او هر اعضاء خپله خپله دنده پېژني او پرمخ یې وړي.
نوپردې اساس چې څومره دتخصیصي عمل ښه وي ټولنه په همغه اندازه صحت منده اوپیاوړې وي.
افلاطون په حقیقت کې په ریاست کې استحکام اوپه ټولنه کې عدل راوستل غوښتل.
اخلاق،شجاعت،علم اواعتدال لا عدل ته ترقي ورکوي
کله، چې ریاست نوی نوی منځ ته راځي نویقیني ده، چې کمزوری به وي خودوخت په تېرېدوسره په ریاست کې استحکام پیداکېږي.
دریاست له دغه استحکام له برکته بیا دریاستي افرادو په فرایضو کې هم استحکام پیدکېږي،
دهمدغه استحکام پرمټ د ټولنې اندروني ځواک بیاوړی کېږي، دغه اندروني ځواک کولی شي، چې ریاست له بیروني حملونه وساتي.
اخلاق په افرادو کې شجاعت، علم، اعتدال او دانصاف عناصرپیاوړي کوي.
علم او پوه دریاست په ښه حکومتدارۍ کې مهم رول لوبوي، شجاعت اوباتوري دملک د ساتنې لپاره ډېره ضروري وي، ځکه خو افلاطون دغه ډول خلک په دويمه درجه کې راوستي دي شجاعت اوباتوري انسان له ویرې او داسې نورو... سره دمقابلې جوګه کوي.
دریاست دغه افراد دریاست د دفاع لپاره مهمي کارنامې ترسره کولی شي،
دریاست واک به دمشخصې ډلې په لاس کې نه وي ریاست د ټول ولس ګډ کوردی او ساتنه یې هم په ټولو یوشان فرض ده همدغه دریاست د اعتدال مانا ده، ځکه چې دریاست ښه صفت، ښېګڼه عدل او انصاف دی له دې صفت نه باید ټول برخمن وي.
په ریاست کې عدل او انصاف هغه وخت راتلی شي، چې لوړپوړي چارواکي له علم اوپوهې نه کارواخلي، دعدل او انصاف په خاطر فوځ هم دریاست لپاره هرډول قربانۍ ته تیاریږي.
پردې اساس افلاطون وايي: هرفرد بایدخپل خپل کارونه وکړي او نور څوک یې په کارونوکې مداخله ونه کړي، دا دهغودرې سفحو نچوړ وه، چې موتاسې ته وړاندې کړل، که دغه اوصول له پوښولاندې شي نو شجاعت، علم، اعتدال او داسې نور... خپل افادیت له لاسه ورکوي او دریاست ترمنځ یو والی او همغږي کمزورې کېږي.
دفرد په ذات کې انصاف
د فرد په ذات کې د انصاف جوهر په داخلي اوخارجي لحاظ ډېرضروري دی، په همدې خاطردریاست هر فرد باید عادل ووسي، چې خپل مسولیت په ښه توګه درک کړي.
دعدل او انصاف له پاره هېڅ قسم جبرته اړتیانه شته ځکه چې دا هرڅه په خپله سل په سلوکې دفرد په
ګټه دي.
ځکه خو افلاطون په فطري توګه انصاف شخصي فضلیت بولي، دریاست درې واړه طبقې، حکام، فوځ اود مزدورانو په حواله دفرد په ذهن کې درې مختلف قوتونه وي، عقل، جذبه او خواهش ، چې له انسان سره ډېره مرسته کوي.
څوک، چې خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړي دا بذاتې خو د د فرد لپاره ډېره ګټه لري، چې دیوچا ذهن له دغو درې قوتونوځخه برخمن وي نوهغه په ښه توګه دښه انصاف متحمل کېږي.
عدل او ګټه يې
کله، چې دریاست یوښاري عادل وي انصاف کونکی وي ګټه یې دریاست او د ټولنې ترڅنګ فرد ته هم ډېره رسېږي ځکه، چې په ټولنه کې دیوه ښه ایمانداره انسان په توګه مطرح کېږي افلاطون دیو عادل او انصاف کونکي انسان په هکله وايي: عدل او انصاف دانسان روح ته ښکلابښي او دبدۍ ناروغي یې له منځه وړي.
کله، چې دانسان روح تندرست او ارامه وي نو خپل فرایض په ښه توګه ادا کوي.
لکه څنګه، چې دښه صحت مند جسم لپاره مادي شیانو ته اړتیاوي په همدغه اندازه د انفرادي خوښۍاو مسرت لپاره دروحاني پاکیزه ګۍ ته هم اړینه اړتیا ده، له همدې نه موږ ه ښه نتیجه اخستی شو، چې عدل په خپله عدل کونکي فرد ته څومره په ګټه تمامېږي.
په اجتماعي او انفرادي خیر کې یوالی
افلاطون افراد او ریاست او دافرادو په ذات کې یوخاص یوالی معلوموه، نوموړي دغه وحدت ته د انفرادي او اجتماعي خیرنوم غوره کړی وه ځکه، چې د دې دواړو اوصولو ترمنځ کوم توپیر لیدل کېږي، افلاطون دریاست برخې او دروح برخه په تمثیلي توګه بیانوي او ثابتوي يې، چې ددې دواړو پرمختګ له یوبل سره د همغږۍ پرمټ شونې ده، د واحد فرد داکوښښ وي، چې خپل ځان څخه یو عادل انسان جوړکړي، چې دده هره پرېکړه بایدعدالنه وي او دریاست داستحکام هم همدغه اوصول دي، ځکه، چې دفرد کامیابي هغه وخت ممکنه وي، چې عدل ته ژمن پاتې شي او بشپړعادل انسان ورنه جوړشي،د دغو اوصولو په رڼاکې اجتماعي او انفرادي خیر دوحدت پرمټ ځواکمن کېږي.
فلاحي ریاست
د اجتماعي خیر او دپرمختګ لپاره ریاست باید داسې یوحکومت په عمل کې راولې، چې بنسټ يې پرعدل او انصاف ولاړ وي
دلته افلاطون په دې اند دی، چې دحکومت رسمي ډولونه لکه جمهوري او دشخصي حکومتونوپرځای دې حقیقي حکومت قایم شي.
افلاطون وایې، چې حقیقي حکومت هغه وخت شونې دی، چې دریاست اهل ترین خلک دحکومت په راز کې وي.
د داډول حکمرانانو معیار دا دی، چې دوی باید عادل، باانصافه او باشجاعته وي، افلاطون ریاست ته دیوه جسم په څېرګوري دی وايي: که دجسم ټولې اعضاء و ترمنځ هغږي موجوده وي نوجسم په ارامه وي که دوجود یوغړی له کاره وغورځي ټول جسم يې تراغېزې لاندې راځي نوداسې ریاست درواخله که په ریاست کې یوکس غل،بدفعله او بې عدالته وي په ټول ریاست باندې بده اغېزه ښندي.
له دې نه موږ داسې نتیجه اخستی شو، چې دفلاحي ریاست دقیام او داجتماعي خیر لپاره باید دریاست وړ کسان په دنده وګمارل شي، چې عادل او انصاف قایم کړي.
حقیقي حکمران او اخلاقیات
دحقیقي حکمران ترټولوښه ځانګړنه عدل دی، افلاطون وایی، چې د ټولوځانګړنوباوجود په حکمران کې،چې عدل نه وي هغه حقیقي حکمران نه دی، که دریاست په هر شخص په روح کې عدل وي دریاست حکمرن به هم په ارامه وي.
سقرا ط علم نیکي بللې خو افلاطون دخپل داستاد دغه ظریه نوره هم پیاوړې کړې وايي عدل ریښتنولي ده عدل صداقت دی دغه ټولې خوبۍ تاسې په یوه فلسفې کې لیدی شئ فیلوسوف دحقیقي حکمران وړتیالري فلسفیان ټولنه په ښه توګه رهبري کولی شي ځکه، هغوی دټولنې رږ رږ مطالع کړی وي او دهرې ستونزي دحل لار ورته معلومه وي ،