د افلاطون ژوند، اند اوفلسفه درېيمه برخه
28.10.2010 11:48ژباړن : عطاء الله خان حیران
زدکړه دافلاطون له انده
افلاطون ویلي: زدګړه دفرد او د ټولنې متوازن نشونماده ځکه، چې موږ د تعلیم په زریعه کولی شو د ولس ویده صلایحتونه رویښ کړو.
افلاطون دتعلیم په هراړخ باندې رڼا اچولې ده دی وايي: ښه نظام دښو لوستو خلکو پرمټ رامنځته کېدای شي ځکه، چې پوهه په انسان کې ټولنیزشعور راپیداکوي نو کله،چې په انسان کې ټولنیز شعور پیداشي نوانسان خپل ټولنیز مصولیتونه پېژني اوپه ښه توګه يې ترسره کوي.
افلاطون وايي: چې د ابتدايي زدکړې اسانتیاوې دې ټولو عامواوخاصوخلکوته په یوشان برابرې شي خو دلوړو زدکړو اسانتیاوې دې خاص مخصوصوکسانوته نه ،چې هرچاته.
د افلاطون په دغه نظریه باندې ډېرو لیکوالو نیوکې کړي دي دغو نقادانو ټولو په یوه خوله ویلي، چې په تعلیم کې بخیلي ښه کار نه دی زدکړه دهرانسان هغه که نارینه او که ښځینه وي حق دی.
په حقیقت کې افلاطون لوړې زدکړې دهغه چا لپاره اړینې بللې، چې دهېواد د حفاظت لپاره ترینه کاراخستل کیده دافلاطون له دغې نظرې نه داسې معلومېږي چې ده له ذهني کارکونکو په پرتله جسماني کارکوونکي حقیربلل، په داسې حال کې که چې د افلاطون دغه نظریه غیري جمهوري وه، دافلاطون دغه نظریه دمثال په توګه پاتې شوه.
افلاطون وایی: دانسان پرذهن باندې د ادب اثرات باید دومره نه وي، افلاطون په خپلو نظریاتوکې په ریاضي باندې ډېر ټینګارکوي، که موږ غواړو، چې د افلاطون په نظریاتوباندې په بشپړه توګه پوی شو اړینه ده، چې دهغه دوخت د چاپېریال او دوګړو له پیدایش نه ان ترمرګه دغه پېړۍ وڅېړو.
افلاطون دخپلو نظریاتو په هکله وایي، چې دغه کوم نظریات، چې ماد تعلیم په هکله وړاندې کړي دي دا د هروخت او دهرزمان لپاره دي، دی وايي دانسان دمنظم ژوند لپاره لوړې زدکړې ډېرې مهمې دي.
افلاطون په خپل اثر جمهوریت کې لیکي : د نر او دښځې له اجتماعي صحبت نه بچي پیداکېږي نوښه به وي، چې ښه صحت منده ښځه له ښه صحت مند سړي سره واده وکړي ځکه، چې د دوی بچي هم ددوی په څېر صحت مند وي، دی له انفرادي واده او له جداګانه خندان سره نه و جوړ.
دی وايي: بچي ، چې څنګه له موره پیداکېږي باید ژرترژره دې له موره جداکړی شي او وړکتون پرورشګاته دې یو وړل شي چې هلته یې پالنه وشي مور او بچې باید یوله بله سره ونه پېژني، دی وايي دغه دانسانۍ ورور ولۍ یواځنۍ لارده.
په همدې خاطر په اشتمالي حکومت کې هرفرد په حقیقت کې سره ورونه دي.
افلاطون وایي مینې ته دې انفرادي ازادي وي او دښاریانو په انفرادي ژوند کې دې ریاست هېڅ ډول مداخله نه کوي.
ریاست به څارنه کوي، چې افرادخپل ذاتي اغراضو دلاسته راوړلو پروخت چاته زیان ونه رسوي.
کوم ماشومان، چې دپیداکېدونه ورسته دریاست په نګرانۍ کې ورکول کېږي،دغه ماشومان به تر۲۰ کلونوپورې ټولوته به یوډول تعلیم ورکول کېږي، په ابتدایي تعلیم کې جسماني ورزش اوموسقي شامله وه، جسمانې ورزش ددې لپاره ، چې دماشومانو په جسم کې تناسب پیداشي او موسقي ددې لپاره اړینه ده، چې دماشومانو د روح اوجسم همهنګي برقراره وساتي.
افلاطون وايي: څوک، چې له موسقي سره بلدنه وي پرهغو باندې هېڅ ډول اعتبارنه دی پکارځکه، چې د موسیقۍ نه دناخبروخلکو جزبات غیرمتوازن وي، دموسیقۍ ماناهمه هنګي ده، نو په همدې پار موسیقي دهر فرلپاره اړینه ده، باید دهر ۲۰ کلن هلک او نجلۍ په موسیقي وپوهيږي او یوځای ورزش وکړي او یوځای سره ولوبيږي دی وای په مثالي جمهوریه کې هر فرد یوه نېک کردار دي بې ځایه شرم او حیا په انسان کې دکمترۍ احساس پیداکوي.
افلاطون وايي تعلیم دماشومانو بې ځایه شرم او حیا ختموي او پرځای یې خوش ګوار احساس پیداکوي
د یوه اوسط درجې شاګردان دیوه ښه استاد ترسیوري لاندې نه یواځې دماغي روزنه بلکې په جسماني روزنه کې هم پوره پوره مهارت حصلولی شي، نوپه همدې پار ښوونځی ددماغي ورزش ځای هم دی.
دلته شاګردان د افکارو دتبادلې او په بنیادي طور لیک لوست زدکوي.
دا هغه زدکړې وې، چې په مثالي جمهوریت کې به تر۲۰ کلونو پورې ماشومانوته ورکول کېږي.
له دې نه وروسته به له دوی نه امتحان اخستل کېږي، په دې امتحان کې، چې کوم هلکان ناکامېږي هغوی به له دې وروسته بزګري، تجارت او یانورې ... دنده پرمخ وړي.
او کوم شاګردان،چې په د غه ازموینه کې کامیابي ترلاسه کوي هغو ی ته به مزید لس کاله نور هم تعلیم ورکول کېږي، دوی ته به هندسه او ریاضي او داسې نور...مضامین تدریسیږي دغه مضامین ددوی لپاره بسنه نه کوي او نه د دوی ضروریات پوره کولی شي، بلکې ددوی دذوقونوتسکین ورباندې کېدای شی، کله، چې د دوی عمر ۳۰ کلونوته ورسېږي نو دوی به دغه وخت ساینسي علوم تکمیل کړي وي،
له دې نه و روسته به له دوی نه امتحان اخستل کېږي او په دوی کې، چې کوم شاګردان ناکاميږي فورَ به دپولیسوپه لیکه کې شامېلیږي، چې دریاست په ساتنه کې ورنه ګټه واخستل شي پولیس نه د جارحانه قوت په توګه بلکې یواځې دخپل ریاست د دفاع لپاره.
د افلاطون له جنګ نه بدراتلل خو هغه پوهېده، چې دښمن هغه وخت زړور کېږي، چې کله خپل مقابل لوری له ځانه کمزوری وویني.
او پاتې شو هغه کامیاب شاګردان هغوی ته به له دې نه وروسته ۱۵ کاله فلسفه تدریسیږي، دوی، چې کله په دوامدارتوګه ۱۵ کاله فلسفه ولولي له هغې نه وروسته دوی د یوه فلسفي حکمران کردار ادا کولی شي.
افلاطون به ویل، چې نارینه اوښځینه دواړه دتعلیم حق لري دواړو ته باید په یوه سترګه وکتل شي دواړو ته په یو ډول حقوقو قایل و،
افلاطون وايي: ترهغې، چې فیلوسفان واک ته ونه رسیږي او یاواکمن فلسفي نه وي ترهغې دریاست او د ولس ستونزې نه حل کېږي.
افلاطون په خپله خبره ټینګ ولاړ دی وايي: دکوم ریاست حکمران، چې فلسفي نه وي دهغه ریاست پربنسټ اعتبارنه دی پکار.
افلاطون ویلي دي ، چې تعلیمي نظام باید د ریاست په ولکه کې وي ځکه، چې ددې بنیادي ګټه به ریاست ته رسېږي، ریاست به دخپل ضروریاتوپه مطابق تعلیم یافته او هنرمند افراد روزي،
تعلیم حاصلول یا نه حاصلول به دفرد په خوښه نه وي، ریاست به ټولو وګړو ته لازمي تعلیم ورکوي.
که داسې وشي نو دریاست نظم، ډسپلین او ضبط به ترپوښتنې لاندې نه راځي، ښه پوهه خلک به دحکومت چارې پرمخ وړي، لوستې خلک دانصاف له روح سره اشناوي.
افلاطون تعلیمي نظام په څلور برخو وېشلی دی چې تفصیلي یادونه یې مخکې وشوه
ابتدايي تعلیم، ثانوي تعلیم، اعلی تعلیم او اعلی ترین.
افلاطون وايي: چې ماشومانوته د دیني زدکړې پروخت داسې مه وایی، چې داهرڅه چې کېږي د دالله له خوانه کېږي.
ماشومانوته باید وویل شي، چې دا ښه ښه کارونه دخدای (ج) لخوا نه کېږي،
ځکه، چې ناوړه کارونه خدای ته منسوبول ظلم دی اوهم په شرک کې حسابیږي، ماشومانو ته باید وویل شي، چې الله (ج) څنګه وغواړي همغه سې کېږي، ځکه که موږتاسې یې وینو دلته داسې خلک شته چې شریر اوبدخلک دي الله (ج) نه غواړي چې بنده یې بدبدکارونه وکړي دغه بدي خوانسان په خپله ځان ته غوره کړې ده او مسولیت یې هم دده پرغاړه دی، نوموړی وايي په تعلیمي نصاب کې باید خدای دخیرمطلق په څېر وښودل شي خدای مطلق صداقت دی او په صداقت مطلق کې تغیرواقع ناشونې ده،
دخدای فطرت ښېګڼه ده اوپه فطرت کې هم تغیرواقع پزیرنه وي.
د یادونې ده چې دافلاطون دزدکړې په نظریاتو باندې نوې پوهانو کره کتنه کړې ده خوزماله هغې سره کوم کارنه شته ځکه زه دلته غواړم چې تاسې ته دافلاطون فلسفه او نظریات دروپېژنم زه په د ې هلکه څه نه وايم زه یواځې غواړم چې تاسې ته افلاطون چې څنګه وه او څنګه خلکو پېژندلی دي دروپېژنم.
افلاطون په خپل تعلیمي نصاب کې وايي: دریاست حکمران باید د اعلی تعلیم لپاره لومړی ادب او ارټ ولولي او له هغې نه وروسته ریاضي او فلسفه، افلاطون داعلی تعلیم په مروجه نصاب کې بدلون راوسته.
په اتن کې سوفسطایي ځوانو ښوونکو ته ابتدایي تعلیم نه وروسته دسیاست او د خطابت درس ورکاوه، چې پردغو فنونو باندې عوبور ولري او ترڅنګ يې په سیاست کې هم ښه لوړمقام خپل کړي.
افلاطون خطابت ته د خودفرېبۍ مترادف په سترګه کتل، لهذا ده په تعلیمي نصاب کې خطابت ته هېڅ ځای نه و ورکړی نوموړي ټول تعلیمي نصاب په ریاضي، علم الاشکال، موسیقي او فلسفه باندې راټول و، په دغو ټولو علوموکې یې فلسفه په پای کې او نورعلوم يې په ابتداکې تدرېسيدل.
د ابتدايي څلورو علومو الپاره افلاطون له شلونه تر دېرش کاله پورې وا ټن ښودلی دی او له دې نه وروسته یې پنځه کاله دفلسفې دزدکړې لپاره ښودلي دي.
دریاضي په مضامینوکې ،چې چاښه کارکردګي وښوده هغه حق لري او کولی شي، چې له دې نه وروسته د پینځوکلونولپاره فلسفه ولولي، په حقیقت کې ریاضي په حقیقت باندې دپوهېدو لپاره ښه وسیله ده او فلسفه هم دحقیقت پلټنه او په حقیقت باندې دپوهولو کوښښ دی .
افلاطون دفلسفې دزدکړې اود ازموینې لپاره یوه اوږده سلسله جوړه کړې وه، چې انساني فطرت دفلسفې لورته مایلوي، افلاطون فلسفې ته ډېر ارزښت ورکاوه اوپه ډېره درنه سترګه يې ورته کتل.
دزدکړې دغه دوره به چې چاپه بشپړه توګه سرته ورسوله او بریالی به ترینه فارغ شو، دافلاطون په معیار به دی حکمرانۍ ته جوړشو اوس به دوی دژوند ورستي ۱۵ کلونه دریاست دنظم او ډسپلین لپاره وقف کوي او دخپلې وړتیاپرمټ به ریاست په خپلو پښو دروي افلاطون وایي دغه دوره هم د دوی لپار ازمایشي ده که په دغه برخه کې چاښه کارکردګي وکړه او خپله وړتیایې دحکومتدارۍ په هربرخه کې وښوده له دې نه وروسته به دغه شخص ته دده دپوهې او ځواک په کچه واک ورکول کېږي، له دې نه وروسته به دوی خپل ټول وخت په غور اوفکرباندې تېروي او ځني وخت به دریاست په عملي کارونوکې هم برخه اخلي، همداسې ، چې نوی نسل را ټوکېږي هغوی دې هم په همدا ډول دریاست دخدمت لپاره وروزل شي.
افلاطون ویلي ، چې علم او فلسفه ددې لپاره نه دي، چې له دې نه دې یواځې انسان خپل ځان مستفیدکړي،بلکې له دې نه د ې د ټول انسانیت لپاره ورنه ګټه واخستل شي.
دفلسفې په لوستلوسره دانسان ذهن ، صلاحیت،سیرت او شخصیت بشپړيږي، دا ډول پو هه خلک کولی شي چې ټولنه له فساد او بحران څخه وژ غوري.
د افلاطون په اند باید دریاست واکداران پوه او باشخصیته خلک وي دغه ډول پاک زړي کسان کولی شي ښه حکومت داري وکړي جهالت او خود غرضي له منځه یوسي،ځکه چې دا ډول خلک انسانیت ته ژمن وي دوی په ډېره امانت دارۍ، ایماندارۍ او په دیانت دارۍ سره خپل کار ترسره کوي،دا ډول خلک د بې ځایه رسم رواج نه ازاد وي.
افلاطون دحکومت لپاره په درې شیانو ډېرټینګارکړی دی، مذهب، ادب او ارټ.
هسې خو دریاست په ځانګړو چارو کې قانون جوړول او دهغه پلي کول اوداسې نور... شامل ول.
خو افلاطون دتعلیم په ښو پایلوباندې دومره ډاډمن دی، چې حتی دحکومت په نورو شعبویعنې طبیب، عدالت وکالت او داسې نور... پرځای په تعلیم باندې ډېرفوکس کوړی دی دده په اند دښه تعلیم په موجدۍ سره د جسماني او روحاني ناروغیو ګنجایش نه وي.
افلاطون دعلم اودپوهې پرمټ غوښتل د نارغیو ریښې له بېخه وچې کړي، افلاطون دومره په پوهه مین انسان وه که دهغه نظریاتو ته سړی لږ فکروکړي هغه له ریاست نه تعلیمي اداره جوړول غوښتل،چې عمده کاربه يې علم اوپوهه خپرول ول هغه پوهېده ، چې دعلم او پوهې پرمټ په ریاست کې پرمختګ اوخوشحالي شونې ده او یو ښه مثالي ریاست به وي
ماخذ
۱zsche werke_32 f.w.niet