د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو متلونو کيسې راواستوئ!

عبدالنافع همت 28.10.2010 13:34

درنو لوستونکو! موږ هوډ کړی چې د پښتو متلونو کيسې راټولي او د کتاب په بڼه يې چاپ کړو. زموږ د کار ډول داسي دی چي د متل او کيسې د استعمال سيمه، استعمال موارد، د کيسې د ثبت وخت، نېټه او د راوي لنډه پېژندګلوي هم له کيسې سره يو ځای د کتاب په لمن ليک کي چاپوو، نو هغه دوستان چي د متلونو کيسې يې ياد دي هيله ده چي له پورته يادو شويو ځانګړتياوو سره يې د برېښناليک پر دې پته موږ ته راواستوي. دا کيسې به موږ هغه وخت په کتاب کي نيسو چي کله موږ د متلونو ټولي ليکل شوي او چاپ شوي کيسې مطالعه او له تکرار څخه يې ډاډه شو، نو هيله ده چې دوستان هم هغه کيسې راواستوي چي تر اوسه ليکل شوي او چاپ شوي نه وي.


تر همکارۍ د مخه مو کور ودان
عبدالنافع همت، کابل

an_himmat@yahoo.com د برېښناليک پته :