د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاروال صاحب کرامت

عبدالنافع همت 17.12.2009 14:15

يو څو ورځي د مخه مي واورېدل چي د کابل ښاروال هر ماځيګر له دفتر څخه تر رخصت کېدو وروسته دوبی ته ځي او سبا سهار بيرته خپلي وظيفې ته راځي. کله چي مي دا خبره واورېده نو لېونی کوټ بابا مي را په ياد شو.
زه لا ډېر کوچنی وم چي هغه مهال د کندهار په ښار کي د کوټ بابا په نوم يو لېونی اوسېده. ده به خيرن کالي اغوستي ول او ډېري لږ خبري به يې کولې. خلکو به ويل چي کوټ بابا د خدای دوست او د کندهار ولايت متصرف دی، ځکه يې نو ډېرو خلکو درناوی کاوه او دښه سړي په سترګه يې ورته کتل. دی اوس مړ دی خو په کندهار کي ډېر ځايونه دده په نوم نومول شوي دي. دده د کرامتونو په باب له پخواراهيسي ډېري خبري کېږې، خو دا يوه خبره ډېره مشهوره ده چي کوټ بابا د ماښام لمونځ په کندهار او د ماخوستن لمونځ په کعبه شريفه کي کاوه. خلکو به ويل چي کوټ بابا څو واره په کعبه شريفه کي ليدل سوی هم دی.
هغه مهال زه ډېر کوچنی وم، نه مي معنويت او کرامت پېژانده او نه مي ناليدلی ځواک او وسايل درک کولای سوای، بس يوازي به مي دنيايي نقليه وسايل سترګو ته درېدل، لکه خر، اس، اوښ، بايسکل، موټرسايکل، موټر او الوتکه. له خپل پلاره مي اورېدلي ول چي سعودي عربستان له افغانستان څخه ښه ډېر ليري دی، ځکه به نو تل دا پوښتنه راسره وه چي کوټ بابا خو الوتکه نه لري، بيا نو څنګه هره شپه سعودي عربستان ته ځي او سبا سهار بيرته راځي؟
دا پوښتنه مي تر ډېره وخته پوري په زړه کي ګرځېده چي کوټ بابا خو يو ملنګ سړی دی چي نه الوتکه او نه هم د الوتکي پيسې لري چي په دومره لږ وخت کي دي دومره لوی واټن ووهي. حقيقت دا و چي د اولياوو کرامو د کرامت او د هغوی د نامريي ځواک په باب مي کومه ژوندۍ بېلګه نه وه ليدلې، کله چي به د تصوم کوم عالم دغه اصل د تيورۍ له مخي راته تشريح کاوه نو بيا به يې هم ماته تحليل ګران و، خو کله چي اوس د ښاروال صاحب له کيسې خبر شوم نو دغه پوښتنه مي حل شوه.
رښتيا هم تاسي وګورئ ښاروال صاحب څنګه هره ورځ دوبی ته ځي او سبا سهار بيرته پر وخت خپلي وظيفې ته راځي؟ دومره معاش خو نه لري چي هره ورځ دي په الوتکه کي ولاړ شي، ځکه چي دده مياشتنی معاش او نور امتيازات دوبی ته د يوه سفر د ټکټ پيسې هم نه کېږي، نو ښکاره خبره ده چي ښاروال صاحب هم د کوټ بابا غوندي بزرګ او د خپل معنويت په وزرو هره ورځ دوبی ته ځي.
د ښاروال صاحب بل کرامت له نړيوالو معيارونو سره برابر د کابل د ښار جوړول دي. که کوټ بابا هره شپه مکې مکرمې ته د عبادت لپاره تلو، نو ښاروال صاحب هم خوشي هره ورځ دوبی ته نه ځي، بلکي د ملت د خدمت لپاره يې شپه پر سر کړې ده. دی ددې لپاره هره ورځ دوبی ته ځي چي د دوبی ښار ښه په ځير وګوري چي سړکونه ، مارکيټونه، شنه ساحه او نوري برخي يې څنګه جوړي شوي دي. کله چي څوک دوبی ته ولاړ نه شي، هلته خپل کور او ژوند و نه لري نو د کابل ښار به څنګه د دوبی غوندي جوړ کړي؟ دا دوبی ته د ښاروال صاحب د سفرونو برکت دی چي نن د کابل ښار کټ مټ د دوبی غوندي دی. د ښاروال صاحب پورته دوه کرامات ښيي چي هغه يو بزرګ او د خدای دوست دی، نو ويلای شو چي پر ده د فساد تورونه مطلق بېځايه دي، که چېري خدای مه کړه پر ښاروال صاحب لګېدلي تورونه رښتيا وای نو د افغانستان محکمې ولي خوشي کاوه؟ بيا هم که خدای مه کړه په محکمه کي کوم قاضي رشوت خوړلی وي، چي هغه هم زما زړه ته نه لوېږي، خو بيا هم که دا فرضيه ومنو چي ښاروال صاحب به په واسطه او رشوت خوشي شوی وي، نو ولسمشر کرزي ولي وويل چي ښاروال صاحب ډېر ښه سړی دی او بې ځايه ځورول شوی دی؟
دا چي د کرزي صاحب له يوه ښاروال صاحب څخه يو دومره لوی کرامت صادرېږي، خدای خبر چي رئيسان او وزيران به يې څومره لوی اولياء کرام وي؟ وايي چي دلته يې دومره کسان مړه کړل هلته به څه حال وي!؟ بله خو لا دا چي خپله کرزی صاحب به څومره سپېڅلی انسان او لوی ولي وي چي دغسي سپېڅلي اشخاص يې پيدا کړي او په کار ګومارلي دي؟ دا خبره بيخي غلطه ده چي د کرزي صاحب په دولت کي اداري فساد موجود دی، د لويي څارنوالۍ د مرستيال فضل احمد فقيريار، دا تور بيخي بېځايه دی چي وايي، د نوي کابينې ځيني وزيران په فساد ککړ دي. پر ښاروال صاحب باندي تورونه هم خامخا ده لګولي ول ، ښه شو دی هم د ښاروال صاحب ښيرا وواهه چي له کاره ګوښه شو، خدای خبر چي راتلونکی به يې څنګه وي؟ د افغانستان هر عدلي ارګان او فرد چي د خدای پر دوستانو تورونه لګوي نو د فقيريار په سرنوشت په اخته کېږي.
راشئ چي موږ خپله قضاوت وکړو، که چېري دغه نوي وزيران په فساد ککړ وای نو ايا هغوی ته کرزي صاحب په نوې کابينه کې ځای ورکاوه؟ ايا تاسي د کرزي صاحب په انډيوالانو کي کوم مفسد او جنايتکار شخص وينئ؟ که فرضًا له کرزي صاحب څخه سهواً په دولت کي کوم ناوړه شخص تېر هم شي نو له نړيوالي ټولني څخه تېرېدای شي؟ ځکه هغوی د افغانستان ډېر خواخوږي دي او نه غواړي چي افغانستان دي د مافيايي ډلو او جنايتکاروانو لاس ته ولوېږي، موږ او تاسي ټولو وليدل چي د بن په کنفرانس کي يې د افغانستان واک داسي اشخاصو ته وسپاره چي هر يو يې د تقوا له مخي تر کوټ بابا کم نه وو.
د کوټ بابا په نوم يوازي په کندهار کي يو څو ځايونه يادشوي دي خو د کرزي صاحب ملګري لا په جګ سر ژوندي دي چي ډېر ځايونه يې په نومونو يادېږي ، لکه شيرپور، وزير اکبر خان او داسي نور، ان دا چي په بهرنيو هيوادونو کي هم ډېر ځايونه ددوی په نوم يادېږي، لکه په دوبی، امريکا، سينګاپور، فرانسه او داسي نورو هيوادونو کي.