د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

باز سازي، که باد سازي ؟

عبدالنافع همت 26.03.2009 22:58
قهرجنو مظاهره چيانو د کابل ښار په څو ځايونو کې اورونه بل کړل او چيغې يې وهلې چې دولت دي هغه والي د قانون منګولوته وسپاري چې ددوی د مشر د ورور پر موټر يې بريد کړی دی . يو سړی چې لنګوټه يې په غاړه کې ول ول رالوېدلې وه، وويل : دا يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه ده، زموږ ګوند او قوم ته په سپکه کتل شوي دي ، موږ به خپل غچ خامخا اخلو.
يوه مېرمن چې خپل تور پوړنی يې تر زنه لاندې کلک تړلی و او يوه کاغذي لوحه يې په لاس کې لوړه نيولې وه داسي پر ليکلي ول : دولت بايد خامخا دغه والي محاکمه کړي . يو بل سړی چې غاښونه يې چيچل او تر خوله يې ځګونه رابهېدل، چيغه کړه : دا غټه خبره ده، هيڅکله يې نه پرېږدو.
بل خوا د بشري حقوقو د خپلواک کميسيون د ټرانسپورټ څانګې وياند وويل چې، په سياست کې برخه اخيستل د هر انسان حق دی او هر څوک حق لري چې موټر ولري چې په دې اساس پر موټر بريد په حقيقت کې پر هغه شخص بريد دی. موږ په دې اړه څېړنه کړې او دوسيه مو يې څارنوالۍ ته استولې ده. هيله لرو چې څارنوالي به دغه موضوع جدي ونيسي او په دې اړه به اجراات وکړي.
تر مظاهرې لږ ګړی وروسته پوليسو پر سړک ولاړو رېړۍ والاوو پسې سوټي راواخيستل، څو رېړۍ چپه شوې، له سړک څخه دوړې پورته شوې او د وزيرانو د تورو ښيښو موټرونه يو په بل پسې ارګ ته ور وګرځېدل چې ددې پېښې په باره کې د کابينې په بېړنۍ غونډه کې برخه واخلي.
د کابينې تر غونډې وروسته د ولسي جرګې يوې ډلې وکيلانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په دې اړه يوازي د کابينې بېړنۍ غونډه او ددې کار غندل کفايت نه کوي، بايد يو عملي ګام واخيستل شي، خو د ارګ وياند د ولسي جرګې د وکيلانو دغه تورونه رد کړل او زياته يې کړه چې کابينې د کورنيو چارو د وزير په مشرۍ يو کميسيون جوړ کړی او دنده يې ورته سپارلې چې دغه موضوع وڅېړي او راپور يې د کابينې بلې غونډې ته وړاندې کړي. ان دا چې والي يې همدا نن د کميسيون تر څېړنو مخکې له کاره ګوښه کړی دی .
ددغه کميسيون يو غړی، جنرال پنچرمين چې شل کاله يې د پنچرمينۍ دکان درلود او اوس د پوليسو د اتلسمې حوزې قوماندان دی وايي چې، دوی د نوموړي موټر پنچر شوی ټاير په يوه امبولانس کې په ډېر درناوي عدلي طب ته يووړ او هلته تر يو لړ څېړنو وروسته ورته معلومه شوه چې نوموړی ټاير پنچر شوی نه، بلکې په خپله يې هوا وتلې ده.
ددغې پېښې په تړاو د ملي باد سازۍ ګوند مشر وايي چې د موټر له يوه ټاير څخه هوا ايستل پر ټول موټر اغېز کوي او موټر خو ښکاره خبره ده چې د هغه د خاوند سياسي ژوند ته تاوان رسوي . دا چې موټر په سياست کې ډېر مهم دی نو خامخا د نوموړي ګوند سياسي فعاليتونه هم له خنډ سره مخ کوي چې په دې ډول په افغانستان کې ډيموکراسۍ ته يوه غټه ضربه ده . زما په اند د يوه سياسي ګوند د موټر له يوه ټاير څخه هوا ايستل په حقيقت کې له ډيموکراسۍ څخه هوا ايستل دي .
له بلې خوا لري کړل شوی والي دغه تورونه نه مني او وايي چې، دی يې يوازي په دې تور له کاره ګوښه کړی چې ولي يې په خپل ولايت کې باد سازۍ ته پاملرنه ده کړې ، ياني ولي يې د موټر پنچري نه ده نيولې .
دغه اعتراضونه هغه مهال راپورته شول، کله چې درې ورځې مخکې د يوه سياسي ګوند وياند اعلان وکړ چې د دوی دمشر د ورور موټر د والي د دفتر مخ ته پنچر شوی دی. وياند دا تور ولګاوه چې د موټر په پنچر کېدو کې والي نېغ په نېغه لاس لري.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د دولت يو عادي چارواکی هم له دې امله له کاره نه دی ګوښه شوی چې ولي يې د باز سازۍ په لار کې غفلت کړی دی، خو دا چې باد سازۍ ته په نه پاملرنې سره يو والي بې له څېړنې له کاره ګوښه کېږي، داسي ښکاري چې باد سازي تر باز سازۍ ډېره مهمه ده.