د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(( جلال امرخېل )) له نا ليدو نه تر لېدو پورې: محمدحنيف حيران

محمدحنيف حيران 27.10.2010 17:08

يو وخت مې له يو چا سره يو ناول وليد، چې( په انټرنېټ واده ) نومېده. له کومې بلې ژبې يې پښتو ته راژباړلی و، زما لپاره په انټرنېټ واده کول د حيرانتيا خبره ځکه وه، چې وړاندې تر دې زه له انټرنېټ سره اشنا نه وم؛ خو بس له ملګري مې د مطالعې لپاره اخيستی و؛ ځکه مې کتاب سر تر بېخه ولوست. عجبه وه د انټرنېټ په مټ يې له يوه بل سره ډېر لرې لرې هره ورځ سره ليدل، خبرې يې سره کولې، راز ونياز يې سره شريکول او بالاخره په دې سره سلا شوي و، چې کوم ځای د ليدو لپاره سره وټاکي او دا ملګرتيا يې په تلپاتې ملګرتيا ( واده ) باندې واوړي.
يو وخت زه هم له انټرنېټ سره اشنا شوم، دوه کاله وړاندې يو څوک چې له خواږه نوم سره يې زه لا پخوا اشنا وم، مخامخ شوم، هغه کس مسافر و، څه موده وروسته زه هم خوست کې په يوه وظيفه مقرر شوم، زما مسافري ماته ځکه ګرانه او سخته ښکارېده، چې يو خو ما ډېره موده مسافري نه وه کړې، بل دا چې د خوست، پکتيا، پکتيکا او.... مسافري نو د ژوند او مرګ تر منځ لوبې کول دي. په لومړي ځل يې په ځان دومره ګرم کړم، چې زړه مې نه کېدو، چې له کمپيوټر څخه دې پورته شم. زمونږ د دفتر جرنېټر به د شپې له يوولسو بجو ها خوا بندېده. له ما سره لېپ ټاف کمپيوټر و، جرنېټر به چې بند شو، نو د جهان ماشي، مچان او نورې خزندوې به د کمپيوټر د پردې رڼا ته راټول شول. ما ته به ډېره ستونزه وه، زما پر لاسونو، مخ او نور بدن به يې هم خولې لګولې، دلته به نو زما د ناليدلي يار ټينګار و، چې بايد ژر مېدان پرېنږدم، نور به يې هم يو څو ملګري؛ لکه نصرت الهام، رستم او درمان راپيدا کړي وو، ويل به يې چې في البديه مشاعره کوو. که مبالغه ونکړم په نېټ د دې رنګ مشاعرو نوښت مونږ کړی دی. ما به ورته ويل چې: وه هلکه زه پردی مزدور يم سبا به وختي کار ته پورته کېږم؛ لکه خاطر چې وايي:
پردی مزدور مزدرو سحر وختي پاڅيږي
د شوګيرو مين اوده پاتې شي
ما به له خپلې مسافرۍ څخه سر ورته ټکاوه، هغه به راته هغه د ښځې او خاوندد جنګ او د دالان د مسافري کيسه کوله. ويل به يې چې ته هم د دالان مسافر يې. د شپې به مو تر ډېره ناوخته سره بنډارونه کول. زمونږ انډيوالي له وخت تېرېدو سره نوره هم پخه شوه؛ لکه په عادي ژوند کې، چې د وروڼو يا ملګرو تر منځ جنګ جګړه، لفظي شخړې او ګيلې مانې راځي. زمونږ تر منځ به هم اکثر داسې پېښېدل. دومره مو ياد دي چې يوه ورځ مو دا رنګ انلاين شخړه تر دې ورسېده ، چې نور به ټول عمر نه سره غږيږو. ما به ورته اکثر ويل، چې زه دې هيڅ نه پېژنم، په کوم جومات کې مو مونځ سره کړی دی؟ که سره نږدې وای، شايد چې ښه به مو سره وهلي وای . ما بيا هم زغم درلود؛ خو هغه کور وداني بيخي حوصله له لاسه ورکړې وه، تر ډېر خبرو وروسته يې يو پېغام راولېږه، چې اوس مې هم ذهن کې انځور دی:
(( حيرانه! زما او ستا د ټول عمر لپاره ختم. زه داسې ګڼم، چې بيخي تا نه پېژنم او نه مې پېژنې او دا دی قسم په خدای چې له مسنجر نه مې ستا آيي ډي هم ډيليټ کړه.....))
د دې پېغام په ليدو ډېر خفه شوم، زړه کې مې وګرځېدل چې دا څه وشو اوس يې نو چاره په کار ده، چې سره پر ليکه به شوو، يوه بل ته به مو سترګې وې، چې ودرېږه هغه به غږ راباندې وکړي. ما داسې ګڼله چې يوه غټه ورکه مې کړې وي، يوه داسې ورکه چې زه يې بيا په ډېر قيمت هم نه شم اخيستلی. هغه وخت راته د عمر دراز مروت هغه بيت راياد شو چې:
داسې مې ياد وې چې بيخي مې له زړګي نه وتې
داسې مې هېر شوې لکه هېڅ مې چې ليدلی نه يې
هو رښتيا هم ما او هغه مخامخ نه و سره ليدلي؛ خو د يو بله په زړونو کې مو زمانې سره تېرې کړې وې، دې خبرې شونتيا نه لرله، چې ما او هغه دې همداسې د تل لپاره سره خفه پاتې شو. له هغه مې الهام ته چې اکثر به زمونږ تر منځ دريم ګړی و، په اېمېل کې زما او د هغه د ناندريو هغه برخه چې هغه راته پکې ملامت و او تېزې خبرې يې کړې وې ورولېږله. ما ويل چې الهام به يې ښه راته سپک کړي، ځکه چې ما مخامخ نه و ليدلی او هغه ورسره ډېر وخت تېر کړی و، هغه دوه ګناوې کړې وې، يو زما په اند راباندې ملامته و او بل دا چې زما ايي ډي يې هم ډيليټ کړې وه، هغه د خوستوالو خبره چې:
( په قار ( قهر ) هم صبری او ايسار هم صبری )
خو ده له مانه وړاندې ټوله د جنګ کيسه الهام ته ورلېږلې وه، الهام په منځ کې حيران و، چې څه وکړي. څو ورځې وروسته چې ما ورنه بيا بيا غوښتنه کوله، چې زما او د هغه خبره سپينه کړي، الهام بېچاره وويل چې ياره زه ستاسې د دواړو په روغه کولو کې پاتې راغلم. مجبور شوم ما ويل چې بله چاره يې نشته ؛ نو مې سل زړونه سره يو کړل موبايل ته مې کارډ جمع کړو او زنګ مې ورته وواهه، اندېښنه وه را سره چې که شمېره مې وپېژني تيليفون به پورته نه کړي، نا څاپه يو خوږ غوندې آواز راغی:
_ څوک يې وروره؟
په خندا مې ورته وويل:
_ حيران يم ستا حيران
هغه هم راته په خندا شو، لکه بيخي مو چې تر منځ کومه کيسه نه وي تېره ويل يې:
_ بس پيره منم دې، اوس هيڅوک نشي کولای، چې ما او تا سره بېل کړي....
دا خو زمونږ د ناندريو يوه بېلګه وه، هر ځل به مو چې سره ورانه وکړه فکر مو نه کاوه، چې بيا دې سره پخلا شو.
داسې هم شوي دي، چې په انټرنېټ مو يو بل سره ژړولي دي، زه چې اوس هم هغه منظر راپه ياد کړم وايم ښه ده چې په اطاق کې راسره څوک نه و ګني هغوی به څه ويل. له سفر نه به چې کور ته راغلم هم دا حال و، تر نېمې شپې به نېټ ته ناست وم او خپل د ژوند د ملګري ( مېرمنې ) به هم راسره جنګ و، چې آخر دا څه کيسه ده؟ همدا رنګه به مې له مسافر لالي سره هم کله جنګ، کله روغه او کله بحث او مباحثه. جنګ به په دې ډېر راتلو چې هغه به له ټپيزو سره جوړ نه و او ما به ټپيزې ډېرې ليکلې. ما به ورته ويل، چې ستا نېت راباندې کميږي، چې کاش دا نوښت ما کړی وای، چې په پښتو کې مې په لومړي ځل ټپيزه ليکلې وای، هغه به نور دليلونه راته ويل؛ خو يو وخت يې را سره ومنله، چې ټپيزه هم يو څه ده.
خوند يې هلته وکړ، چې د الهام حيرانتيا مو وليده، هغه حيران و، چې مونږ دوه چا سره پخلا کړو. داسې ډېرې خبرې تېرې شوې، زما او د هغه د مينې دې رنګ جنګونو او بېرته پخلاينو ډېره مزه کوله، مونږ لکه کوچنيان، چې ماښام يو بل په وينو سره سره کړي او سهار بيا يو ځای سره لوبيږي، بس لکه د ماشومانو وينه مو سره ګډه وه.
دا کس پېژنئ؟ دا کيسې مې ټولې د جلال امرخېل په اړه درته وکړې، څو ورځې وړاندې يې راته زنګ وواهه، چې له بلجيم څخه مې پېښور ته پرواز دی او که خير وي له نږدې نه به سره وګورو. زما يې د مخامخ ليدو تلوسه ډېره زياته وه. هغه ورځ راورسېده، چې جلال امرخېل پېښور ته راغی. له پېښور سره د هغه د ښو او بدو خاطرو ټولې کيسې ماته هغه کړې وې؛ خو دلته يوه داسې صحنه او منظر د ليدو وړ و، چې ما او امرخېل په لومړي ځل مخامخ سره ليدل؛ لکه د ليلی او مجنون ستوري، چې د يو ځای کېدو په وخت کې د مينانو هر رنګ دعاوې او مرادونه پوره کيږي. د بورډ بازار په کوڅو کې، د ماښام په تيارو کې د ګران عبدالرحيم هلال په ملتيا داسې سره مخامخ شوو، هغه د چا خبره، چې د څلورو سترګو څه عجب ديدن وي. د فطرت ټولې ښکلاګانې راته پسخېدلې او زمونږ نندارې يې کولې. مونږ لکه چې ټول عمر يو ځای تېر کړی و؛ خو بيا وحشي بېلتون سره جدا کړي وو. مونږ دواړو ويل، چې په لومړي به د يو بل په ليدو له کوم کيفيت سره مخ کيږو. کله چې سره کېناستو، حجره ښه ګرمه شوه، نور ملګري هم راغلل، ټول حيران وو او نه يې منله، چې دا دې زمونږ لومړۍ مخامخ ناسته او ليدل کتل وي. د هغو ټولو جنګونو ، بنډارونو او مشاعرو کيسې مو سره وکړې. ناستو کسانو دا فکر کاوو، چې په دوی دا نندارې په يو ځای کې تېرې شوې دي.
اوس به د جلال امرخېل شاعري او شعري ژوند ته راشم. د جلال لومړنۍ شعري ټولګه ما هغه وخت لوستې وه، چې جلال مې نه پېژاند. د کتاب پر پښتۍ مې خدايزده که بل چېرته و، د ده انځور لېدلی و، هغه د چا خبره چې سپينه خوله هلک و. ما به چې د ده پاخه شعرونه لوستل، ګومان مې نه کاوه، چې جلال دې دومر کم عمره وي، چې شعرونه يې تر ده مشران وي؛ خو يو وخت مې ومنله، کله چې له جلال سره بلد شوم.
د جلال د دويمې شعري ټولګې ( دواړه يو د بل تصوير ) شعرونه که د شمېر له مخې موږ پر ورځو وويشو، هر څؤمره ورځې يا مياشتې چې ترې جوړې شوې، په همدومره موده کې يې دويمه شعري ټولګه چاپ کړې ده. مانا دا چې د فيصدي له مخې جلال هره ورځ يو غزل ليکلی دی. جلال مې پر دې هم خوښ دی، چې ځان ته غره نه دی. دا په چې زما غوندې له شعر او شعري عروضو څخه نا خبر کس ته به يې هم خپل غزل له خپرولو وړاندې ورکړ او قسم به يې ورواچوو، چې نيمګړتياوې دې ورپه ګوته کړي. عجبه دا ده چې يوه لوري ته د ( دواړه يو د بل تصوير ) شاعري ټوله نوموړي په سفر کې کړې ده، بله حيرانتيا دا ده، چې نوموړي ډېره شاعري کړې او ښه شاعري يې کړې ده. زه د جلال شعري بلاغت ستايم، هغه د رحمان بابا شعر دی چې:
چې منکر پرې اعتراض کولی نه شي
دا دې شعر دی رحمانه که اعجاز
هو ولې به بلاغت نه لري؛ لکه وړاندې مو چې وويل نوموړی يو ځل شعر ښه تلي بيا يې ملګرو ته وړاندې کوي او وروسته تر هغې يې خپروي. جلال د ګران درمل غوندې بخيل هم نه دی، چې شعر دې چاته خپرولو ته نه ورکوي. درمل مې ځکه ياد کړ، چې د هغه شعر هم له هغه نه ډېر مشر دی؛ خو بس که ترې وادې خيست، خدای مکړه؛ لکه جامې دې چې ترې اېستلې وي، دومره په خپرولو او چاپ خفه کيږي. زه تل ورسره په جنګ يم، چې وه درمله ته شعر چاته ليکې ځان ته يې ليکې او که نورو ته؟ کېدای شي د درمل به په دې کې څه راز وي. خبره مو د جلال د شعرکوله. ما به لېدل چې جلال به کله په انټرنېټ شعر خپور کړ لويو لويو شاعرانو به يې په شعر تبصرې ليکلې او نوموړي ته به يې داد ورکاوه، ما به په تنګولو چې دا تبصرې ته پخپله په مستعار نومونو په ځان کوې،هغه به قسمونه راته کول. مونږ به چې کله په نېټ پر ليکه طرحي مشاعرې کولې، هر يو کس به د ذهني تزلزل او کم ځواکي نارې وهلې، جلال به تر ټولو زيات شعرونه ويل او غوره شعرونه به هم د ده وو. په منځ منځ کې به يې ملګرو ته ويل چې شعر مې وګورئ ، تېرو تی خو نه يم. د هغه يو شعر چې يوه شپه يې په طرحي مشاعره کې ليکلی و، زما ډېر خوښ دی، کله چې مشاعره پای ته ورسېده ما ورته وويل، چې په دې شعر کې دې يوه لويه کيسه پرته ده، هغه شعر داسې و:
مونږ چې اوده شو الوتکې په شرنګا راولي
پر مونږ پېرزو نه دي د ډمې زمانې خوبونه
د الوتکو شرنګا او ډمه زمانه، دا داسې شعري ترکيبونه او اصطلاحات دي، چې شعر ته يې موسيقيت او قوي شعري تړون وربښلی دی. جلال راته ويل چې له دې ځايه يې زه هم نه وم خبر، بس توکلي ليکل شوی دی.
جلال ډېر حاضر ځوابه دی، خدای پاک پرې قوي حافظه هم لورولې ده، تل چې زه له جلال سره خبرې کوم، د موضوع مطابق راته شعر يا ټپه وايي. همدارنګه ګران درمل ورته ډېر يادوم، چې الله دې له بدو سترګو وساتي، خدای پاک پرې داسې حافظه لورولې ده،چې د دنيا کتابونه يې پکې ساتلي دي.
ما د جلال د شعر او نوې ټولګې ( دواړه يو د بل تصوير ) پر ځای د نوموړي پر شخصيت ځکه زياتې خبرې وکړې. ماته پته ده چې نور ملګري به يې د کتاب د مخکتنې پر مهال زيات پر شعر غږيږي. مونږ د دې کتاب په هر شعر زياتې خبرې سره کړې دي، زه وايم چې يو څوک دې زما غوندې هم وي، چې آزادې خبرې دې پرې وکړي. بله دا چې پر شعر غږيدل او بيا د جلال غوندې د يو تکړه شاعر پر شعر غږېدل زما غوندې د ناوسه او د شعري اصولو څخه د ناخبره کس کار نه دی.
الله دې جلال تل له جلاله ډک لري، تر ډېره دې راته ژوندی وي او د شعر ښاپېرۍ دې الله د ده په و اک کې لري. آمين