د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پکتيا د مطبوعاتو پرون او نن

محمدحنيف حيران 07.12.2008 20:21
مطبوعات او رسنۍ د هېواد په پرمختګ او پېژاند کې يو ستر رول لوبوي. د هر رنګ روزنيزو او تعليمي ادارو، ښوونځيو، پوهنتونونو او اداري کارونو په پرمختګ کې مطبوعات په لومړي قدم کې راځي.
په دې وروستيو کلونو کې زموږ د هيواد د رسنيو او مطبوعاتو بازار خورا ګرم دی، مانا دا چې ډېرې زياتې ورځپاڼې، مجلې او جريدې خپريږي، د څرنګوالي او کيفيت لوري ته يې وروسته راګرځو. په يوه مجله کې مې لوستل، چې په متحده ايالاتو کې کومه يوه مجله خپريږي او هره يو ګڼه يې په لکونو لکونو ټوکه خپريږي. په پاکستان کې هم ځينې انګليسي او اردو ورځپاڼې، اونيزې او مجلې ګورو، چې په زرګونو ګڼې يې خپريږي، چې څومره مادي ګټه ترې کوي، هومره معنوي پانګه هم لري. ډېر ليکوال ليکنې ورته کوي او حق الزحمه هم ورکوي، هغه د چا خبره هم خورما او هم ثواب. هغوی که د شهرت وږي وي؛ نو ماړه شي، که د خدمت مصدر ګرځول يې غواړي، خدمت وکړي، که مادي ګټه يې په نظر کې وي دا ارمان يې لکه چې ومو ويل تر سره شي.
راځم د خپلې ټولنې او ژبې مطبوعاتو او ليکوالو ته. زموږ مطبوعات ټولې نړۍ ته مالوم دي؛ خو زموږ د ټولنې خلکو ته نه دي مالوم. نړۍ ته داسې مالوم دي، چې موږ تر اوسه يوه ورځپاڼه، جريده، او نيزه او مجله هم نه لرو، چې هغه دې څو کلن تاريخ ولري له دې نه مې موخه دا ده چې مشهوره وي او داسې معيار ولري، چې د هيواد دننه خلک يې همدلته په هيواد کې راونيسي او له هيواده د باندې خلکو ته يې په پوسته يا په بلې لارې وروليږي. زموږ مطبوعات يو وخت پيل شوي دي، لږ څه مزل يې کړی دی، بيا يا انقلابونو له منځه وړي دي يا د نورو ژبو د تاثير له وجې، چې د هغې ژبې مطبوعات مو لوستي او خپل مو پريښي، ياد اشتهاراتواو اعلانانود نه درلودو او يا هم د اقتصادي ستونزو له کبله په ټپه دريدلي دي. په همدې سبب مو نه خدمت مالوم شوی دی او نه مو مادي لاسته راوړنې کړې دي. خارجي مطبوعات چې په کوم نوم خپريږي په هغه نوم يې اکثره تلويزنونه او په انټرنېټ کې سايټونه لري؛ لکه په پاکستان کې د ارود ژبې ( آج) ورځپاڼه . له بده مرغه چې زموږ مطبوعات له دې ټولو نعمتونو مستثنی دي، د دې او دې ته ورته ستونزو له کبله اکثر ليکوال هغه د چا خبره فرمايشي ليکنې نه کوي، که کومه ليکنه باندې برابر شو، ويې کړي او انټرنېټ يا کومې مجلې ته يې ورکړي، د حق الزحمې تمه يې نه وي، هغه نړيوال شهرت، چې د نورې نړۍ ليکوال يې لري، دوی ونه ومومي؛ ځکه چې مطبوعات يې تر محدودو سيمو رسيږي، په همدې سبب زيات ليکوال ليکنې خوپرېږده دې ته اماده نه وي، چې د کومې مجلې يا جريدې چلوونکي ته يو شعر هم ورکړي. د دې يو علت دا هم کېدای شي، چې موږ همدا غير معياري خپرونې ډېرې زياتې لرو، هر چلوونکی د يوې ښې ليکنې، ښه خبر او ښه شعر په لټه کې وي، په ښو ليکوالو او شاعرانو پسې ګرځي، او ښه ليکوال او شاعر خو ټول نشي کېدای، نه داسې کېدای شي، چې ټولو ته په يو وار ليکنې، شعرونه او کيسې ورسوي؛ نو لکه چې ګورو هره کره او نا کره ليکنه، شعر او کيسه موږ خپروو، کمپوزوو يې، مصرف پرې کوو او بيا يې تر خلکو رسوو. دلته يو بل ټولنيز زيان موږ خپلې ټولنې ته رسوو، يو خو زموږ ټولنه له ښې او کره ليکنې او شعره محرومه شي، بله دا چې د هغوی زړونه د مجلې يا ورځپاڼې له رانيولو تور شي. هغوی په يوه هندي فلم او ډرامې ډېرې روپۍ ورکوي، چې په يوه ښه مجله يې نه ورکوي؛ نو په غير معياري به يې څرنګه ورکړي؟ د دې ټولو پايله دا شي، چې مطبوعات مو بازار نه لري. ما دا خبره وړاندې هم کړې ده، چې څه موده وړاندې ما له پکتيا څخه د ملګرو په مرسته د ( سليمان غر ) مجله چلوله، زه چې چرته اوسم په پېښور کې هلته دوولس زره کمې او زياتې کورنۍ مېشت دي، ما به کتاب پلورنځيو ته ټولې لس مجلې ورکړې؛ نو له بده مرغه د وو مياشتو په پای کې به پنځه يا شپږ مجلې خرڅې وې. مانا دا چې په زرو کورونو څوک يوه مجله نه رانيسي او دلته اويا سلنې پښتانه مېشت دي همداسې د ټولې پښتونخوا مثال در واخله. زموږ د پښتو د مطبوعاتو دا حال وي.
زموږ په پکتيا کې د سليمان غر په څېر ډېرې مجلې اوجريدې يو وخت خپرېدې؛ لکه زرکه، نښتر، واوره، غوړګه او داسې نورې ؛ خو د حالاتو توپان ټولې پاڼې پاڼې کړې. اوس يوازې اريوب مجله چې د ځاځي بابا ادبي ټولنه يې خپروي، چاپيږي. څو مياشتې وړاندې د پکتيافرهنګيانو، چې د پکتيکا له والي ښاغلي محمداکرم خپلواک سره مېلمانه وو، ماته زنګ وواهه، چې د نښتر مجله چې پخوا به ښاغلي خپلواک پخپله له پکتيا څخه خپروله او څه موده په ټپه ولاړه وه، بايد زه وچلوم. د دوی په اند زه د دې مجلې د چلولو لپاره وړ کس وم؛ ځکه چې يو خو په مرکز يعنې پېښور کې يم، چې زياتې خپرونې هلته چاپيږي، دويم دا چې زه هر وخت انټرنېټ ته لاس رسی لرم او له ډېرو ليکوالو سره بلدتيا لرم. ما ترې د مجلې د پاليسي او لګښت وپوښتل، ښاغلي خپلواک ټول واک اختيار ماته راکړ او دايې هم زياته کړه، چې کولای شم په ده پسې هم ، چې نيمګړتيا ولري، ليکنې خپرې کړم؛ خو وروسته يې بيا زياته کړه، چې په چا دې رغنده نيوکه بايد په مجله کې ونشي، يا داسې کومه ليکنه خپره نشي، چې زموږ ملي عنعناتو، د اسلام او زموږ د کولتور سپکاوی پکې شوی وي. د مجلې ټول لګښت يې هم په غاړه واخيست، ويل يې چې زه يې بايد د امتياز څښتن واوسم؛ ځکه چې دا رتبه ماته د ولايت له وظيفې هم زيات ارزښت لري. زه ډېر خوښ شوم او وار له واره مې د مجلې د مطالبو په راټولو پيل وکړ، چاته مې ټيلي فونونه وکړل، څوک مې مخامخ مجبور کړل، چې ليکنه راته راکړي او ډېرو ته مې برېښناليکونه ولېږل، کور يې ودان ډېرو ليکوالو او شاعرانو ليکنې او شعرونه راولېږل. مجله تياره او کمپوز شوه. دوی ته مې حال ورکړ چې مجله خو تياره ده. ويل يې چې خپلواک صاحب وايي، چې ماته دې يو وار را ايميل کړي، چې زه وګورم څه رنګ ليکنې يې راټولې کړې دي. هماغسې مې وکړل؛ اګر چې اول يې واک هم راکړی و، چې هر رنګ ليکنې وي زه يې د خپرولو حق لرم. مودې تېرې شوې خو بيا يې ځواب رانکړ، چې څه وکړم، مجله چاپ ته ورکړم که نه؟ لنډه دا چې په مياشتو مياشتو يې ځواب رانکړ. اخر ما مجبور کړل، چې د ( هو) يا د ( نه )ځواب راکړي؛ نو يې راته وويل، چې بايد چاپ يې نه کړم؛ ځکه ما په زړه پورې ليکنې نه وې راټولې کړې؛ بلکې غيرمعياري وې، په دې ليکنو کې د ښاغليو پيرمحمد کاروان، علم ګل سحر، صالح محمد صالح، احسان الله درمل، غزانور غزا، اسدالله غضنفر، جيلاني جلان، اندېښمن ځاځي او د نورو ليکنې وې، ځکه چې خدای مکړه دا خو يو هم شاعر او ليکوال نه دی. په هر صورت لږ شپې وروسته خبر شوم ، چې نښتر مجله ( اوښتون ) مجلې وخوړه، هغه مادي انرژي په دې کې ضم شوه.
زه وايم چې يو څوک مجله يا جريده خپروي، هغه بايد په مکمله توګه امکانات ورته ولري. ښه ډېره بوديجه، همکاران او استازي ولري، داسې نه وي؛ لکه زموږ دا ځينې وروڼه چې په خالي لاس مجله چلول پيل کړي له يو او بل نه پيسې راواخلي، يوه ګڼه پرې چاپ کړي بيا د بلې لپاره والي، ملک او سوداګرو ته ورځي. د سوال په اوبو ژرنده نه چليږي. ما خو دا ګڼله چې زموږ مجله ( نښتر ) به له نيمګړتياوو مستثنی وي؛ ځکه چې خپلواک صاحب او د پکتيا فرهنګيان راسره دي؛ خو د هغو نورو په څېر مو يوه ګڼه هم خپره نکړه او چا چې ليکنې راکړې دي هر وخت راته وايي، چې مجله دې کله چاپيږي، که ته ليکنه نه چاپوې، هغه فلانکي رانه غوښتې ده بيا يې هغه ته ورکوم؛ نو اوس زه څه ورته ووايم؟