د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برخليک: خپلې لور ته ډالۍ

محمدحنيف حيران 08.09.2011 12:38

لورې قربان دې شم په خير راغلې
ستا له زيږون نه يو څو ورځې وړاندې
ما په ديرش ډزي کې مورړۍ تيره کړه
هغه شيبه مې هوس د خوشالۍ تيره کړه
ما مې په خپل يو خوب باور درلوده
چې خدای يو زوی وي شازاده راکړی
ما ويل چې زه به شکرانه ورکوم
خدای ته به سل رکاته نفل کوم
یو دوه جاغورې به شينکي آسمان ته
د خپل خيالي کلاشنکوف تشوم
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
زه مسافر ومه چې ته پيدا شوې
لکه ليوه لکه غرڅه پيدا شوې
چا دې چې زيری وکړ
نو راته څه يې ويل:
د خدای به خوښه وه چې لور دې وشوه
اوس دې خدای ښه لويه کړي
خدای دې تر دې وروسته زامن درکړي
خدای دې د چا په کور کې
د غله و پاچا په کور کې
لوڼې ورډيرې نکړ ي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰-
لورې قربان دې شم په خير راغلې
په دې دښمن دښمن وطن کې هر څوک
چې بې ميړو شي ورک شي
چې بې سړو شي ورک شي
ورور به دې هم وي د ميراث وږی
هم دې د تورې هم د آس وږی
لکه طاغوت لکه خناس وږی
لور د پښتون په کور يو غم وزيږي
له دغه غمه په کرار کرار ماتم وزيږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
ستا په زيږون نجونو اتڼ ونکړو
ستا په زيږون يې تمبل ونه واهه
ژڼيو خيالي څڼې وانه چولې
د هلکانو خوا تر دې بده وه
د مور دې هم مزه د خولې بده وه
هو اراده د زمانې بده وه
همدغه ورځ له عاشورې بده وه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
ته به رالويه شې رالويه به شې
په ښو او بدو باندې پويه به شې پويه به شې
بيا به دې هم عقل ناقص وي د کيسو به نه يې
ښوونځی به نه وايې په کور کې به يې
د کور د ننه به بندي يې د وتو به نه يې
دا ستا تعليم ستا ډاکتري څه کوم
اخر مې هم د تربور کور ته ورځې
ماته دې غم او خوشالي څه مانا
ته که جنت ته ځې که اور ته ورځې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
لورې خبره شوې که نه شوې خبر؟
د نوي ژوند مبارکي درکوم
لورې کوژده دې وشوه
ښه ده چې پيغله شولې
لورې خاوند دې ډير تکړه سړی دی
عربستان کې لوی موټر چلوي
کلی خو واړه له ځوانانو ډک دی
هغه به څه کوې چې خر چلوي
لوري ګاڼه مې درته واخيستله
تر دې اختر وروسته واده تيار دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
لورې دا څومره بده ورځ دې ګورم
تا رانه وړي د ورا موټر تیار دی
ليوره دې هم شخه لنګۍ وهلې
د ښځو منځ کې دې خسر ولاړ دی
ښيښې راغلې دي سندرې وايي:
ښه شوه له شنو ونومو راتيره کړې
پلار دې په پيسو شو ته يې هيره کړې
خدايه خوشالي زمونږه ډيره کړې
خدايه رانه لرې د غم ويره کړې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
ته پرښته که د نجات يې، نو زما يې پرې څه
ته که کوثر، آب حيات يې نو زما يې پرې څه
لورې وياله که ته د شات يي، نو زما يې پرې څه
ماته دې بې له درده هيڅ نه رسي
ماته زما په ژوند کې شور يې لورې
ماته يوازې يو پيغور يې لورې
ماته په څه د سترګو تور يې لورې
چې نه يې تبر او نه لور يې لورې
تاته داستا د سوال ځواب دغه دی
ته بايد پوهه شې چې،
ته پښتنه يې ستا برخليک داسې دی
ستا د قسمت ليکلی ليک داسې دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
لورې قربان دې شم په خير راغلې
درځه درځه لورې په مخه دې ښه
ښه ده چې ستا حيا خوندي شوه لورې
پيل دې نوې زندګي شوه لورې
زما هم پيټی له اوږو سپک شو
زړه مې له ډيرو انديښنو سپک شو
پښتون خو ځکه په پښتو سپک شو
چې په دينار او په پيسو سپک شو
په خپلو کړو ناکړدو سپک شو.