د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سنبلې ۲۷ او د هغې ارزښت

شیرین اغا جهانګیر 16.09.2010 12:30

ټولټاکنې د ډیموکراسۍ یو اصل دی، ډیموکراسي له جمهوریته پرته او جمهوریت له ټولټاکنو پرته هسې پوچې د خولې خبرې دي. ډیری غربي هېوادونه نن د رښیتې ډیموکراسۍ مظاهره ورکوي. زمونږ هېواد افغانستان له ډیرو ناخوالو او کورنیو جګړو وروسته اوس اوس د ډیموکراسۍ په لور خپل لومړي ګامونه اخلي. په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنی سیاسي وضع، قومي ترکیب او ذهني او کلتوري توپیرونه دیته اماده ندي چې رښتینې ډیموکراسۍ په کې پلې شي او رڼې او شفافې ټولټاکنې په کې ترسره شي. مګر که په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د کونیو جګړو حالاتو ته ځیر شو، دا باید یو غنیمت وګڼل شي او افغان ملت باید ورته په ورین تندي هرکلی ووايي.

نوی نظام له ځانه سره له ناورین سره سره ډیموکراسي هم لرله. ټولټاکنې او د ټولټاکنو له لارې د ولایتي شورا ګانو او پارلمان جوړېدل یوه تاریخي لاس ته راوړنه وه چې افغان ولس يې خاوند شو. که یواځې منفیاتو ته وګورو، دا به له انصافه لرې وي. په دې کې شک نشته چې مثبت او منفي دواړه د یوې ټولنې د پرمختګ په بهیر کې شته کېدای شي.

په لومړي دور کې د ولسمشرې او ولایتي شوراګانو ټولټاکنې وشوې، له هغه وروسته د ولسي جرګې د لومړي دور ټولټاکنې وشوې. نړېواله ټولنه او د افغانستان ګاونډیان باوري نه ول چې افغانان به وکړاي شي چې په دومره حساسو او له ستونزو ډکو حالاتو کې د رایې ورکونې د صندقونو ترشا ودریږي او رایه ورکړي. مګر افغانانو خپله وړتیا وښودله، هغوي ټولټاکنې وکړې، دا چې څومره شفافې وې، دا بیله خبره ده، مګر مهمه خبره دا وه چې دوي دغه پروسه سرته ورسوله.

ورپسې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټولټاکنې هم وشوې، که څه هم دغه ټولټاکنې د شفافیت له نظره په سیمه کې ترټولو بدنامه ټولټاکنې وې، مګر بیا هم دا ټولټاکنې هومره له بدو پېښو سره مله نه وې لکه څومره چې د افغانستان د ګاونډیو ټولټاکنې په همدې وخت کې له ځانه سره بدې پېښې لرلې او د سترو پېښو د پیښېدو سبب شوې.

د افغانستان د لومړي دور ولسي جرګه کېدای شي د ځینو خلکو په نظر یو منفي او د ځینو په نظر یوه ښه دوره وي، مګر په دې کې شک نشته چې دا د ډیموکراسې په بهیر کې د افغانانو لومړۍ تجربه وه. په دغه دور کې خو نه ولس او نه هم دغه نماینده ګان د ولسي جرګې او د ولسي جرګې د غړو له سلاحیتونو او مسئولیتونو په اړه پوره معلومات درلودل. ولس ګمان کاوه چې دغه نماینده ګان به وکولای شي چې ددوي د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې وکړي. لکه څنګه چې ولس ته وعده ورکړل شوې وه، ولس هم له خپل ولسي جرګې او له خپلو نماینده ګانو څخه لویې لویې هیلې لرلې. مګر وروسته ولس په دې وپوهېد چې د ولسي جرګې سلاحیتونه کوم دي. په دغه دور کې له نیمګړیتیاوو سره سره لاس ته راوړنې هم ولسي جرګه لرله.

د سنبلې ۲۷ ټاکل شوېده چې د ولسي جرګې د دوهم دور لپاره ټولټاکنې وشي. یواځې له ننګرهاره د ۱۴ څوکیو لپاره چې ۴ يې د میرمنو او ۱۰ يې د نارینه وو لپاره ځانګړې شوېدي، ۱۶۲ کسانو ځانونه نومولي دي. د کمپاین موده که څه هم له ستونزو ډکه وه، ولې بیا هم هغه ډول چې ویره وه، په ستره پېمانه په کې امنیتي ستونزې رامنځ ته نشوې. مګر د رایه اچونې ورځ بیا له ډاره ډکه ګڼل کیږي. ګمان کیږي چې په ډېرو لرې پرتو سیمو کې د رایه اچونې مرکزونه بند وي. سبب يې هم کېدای شي چې همغه د دولت د مخالفینو ګواښونه وي چې په دغو سیمو کې يې کور په کور او جومات په جومات خلکو ته ویلي دي چې که چا هم رایه ورکړه نو ګوته به يې ورته پرې کوي.

یواځې امنیتي ستونزې ندي، خپله د ټولټاکنې په کمیسون کې هم ستونزي شتون لري. مونږ ددې شاهد یو چې په افغانستان کې د ټولټاکنو د کمیسون پرضد مظاهرې وشوې. ویل کیږي چې ځني نوماندان، دولتي چارواکي، بهرني جاسوسي شبکې او بهرني هېوادونه د ټولټاکنو په کمیسون کې خپل لاس پوڅي ځای پرځای کړي دي چې ترڅو د هغوي د نوماندانو په ګټه کار وکړي.
تر ټولو بله لویه ستونزه هغه په ایران او پاکستان کې په لویه پېمانه د رایه اچونې د جعلي کارتونو چاپ کېدل او هېواد ته انتقالول دي. رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې د پېښور په قصه خوانۍ کې په ښکاره توګه دغه کارتونه چاپیږي. افغان دولت هم تېره اونۍ اعلان کړه چې دوي تر یو میلونو پورې جعلي کارتونه نیولي دي. مګر پوښتنه داده چې دولت دغه کارتونه له چاسره نیولي دي او ولې عاملین يې د قانون منګولو ته نه سپاري، ځکه چې دا یوه ستره ملي مسئله ده او په دې جرم سره دغه مجرمین د افغان دولت، نړېوالې ټولنې او افغان ملت هغه هڅې له خاورو سره خاوري کوي چې افغان ولس يې په تېرو دریو میاشتو کې وکړې ترڅو په راتلونکي کې د یو داسې پارلمان خاوندان ووسي چې ددوي غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
په هر حال، د سنبلې ۲۷ چې د ولسي جرګې د دوهم دور لپاره د رایه ورکونې له ورځ سره برابره ده، افغان لپاره یوه مهمه ورځ ده. که څه هم افغان دولت په دې ورځ کې د هر ډول نا امنیو د مخنیوي وعده ورکړېده، مګر بیا هم له ولس سره ویره شته چې د دولت مخالف به په دغه ورځ کې د رایه اچونې بهیر ګډوډ کړي او پېښې به په دغه ورځ کې زیاتې وي.