د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنت: څو ژباړې

شیرین اغا جهانګیر 09.01.2011 14:13

عقیده
ډېر پخوا، د افکارو په لرغوني ښار کې دوه پوهان اوسیدل، دوي یو له بله سره کینه لرله او یو د بل پوهې ته به يې په سپک نظر کاته، ځکه چې یو د خدای په وجود باور او عقیده نه لرله او بل تن، د خدای په وجود ټینګ ایمان او باور درلود.
یوه ورځ دغه دوه پوهان په ښار کې سره مخ شول، او د خپلو پېروانو پر وړاندې د خدای د شتون او نه شتون په اړه يې بحث او مناظره شروع کړه. له څو ساعت کشمکش او جنجال وروسته، دواړه پوهان په خپله مخه لاړل.
په همدې شپه، هغه پوه چې د خدای په وجود يې باور نه درلود، جومات ته لاړ او په مهراب کې خدای ته په سجده پرېوته، اوښکې يې توېې کړې ، توبه يې وکړه او له خدایه يې وغوښته چې تیر شوي ګناهونه يې ور وبخښي.
په همدې شپه، هغه پوه چې د خدای په وجود يې کلک ایمان درلود، خپل ټول مقدس دیني کتابونه يې وسوځوه، ځکه چې د خدای په وجود يې خپله عقیبه له لاسه ورکړې وه.
لیکوال: جبران خلیل جبران
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۷ جنوري ۲۰۱۱
۱۷ جدي ۱۳۸۹

جنت
کله چې به د بهلول زړه تنګ شو، نو د سیند غاړې ته به لاړ. هغه به د سین په غاړه، په ساحل کې کښېناسته او د اوبو ننداره به يې کوله. د اوبو پاکوالی او تازه ګي به يې غوسه له منځه وړله.
کله چې به وزګار و، په ساحل کې به کښېناسته او د ماشوم په شان يې له خټو سره لوبې کولې.
یوه ورځ د په ساحل کې ناست و او له خټو څخه يې د سیند په غاړه کور جوړولو. د کور مخې ته يې باغ جوړ کړ، په باغ کې يې وړې وړې بوټې او ګلان کښېناوه.
ناڅاپه يې د قدمونو آواز تر غوږ شو، ور ويې کاته، میرمن زبیده وه ( د هارون رشید میرمن)، یوه خدمتګاره يې ورسره وه او د بهلول خواته راتلل.
بهلول خپل کار ته دوام ورکړ. د خلیفه هارون رشید میرمنه يې څنګ ته ودرېده او پوښتنه يې ځني وکړه:
- بهلوله! څه جوړوئ؟
بهلول په ډېرې جدي لحجې ځواب ورکړ:
- جنت جوړوم
د خلیفه میرمنه پوهېده چې بهلول ټوکې کوي، ويې ويل:
- جنت دې خرڅوئ نه؟
بهلول ځواب ورکړ:
- خرڅوم يې!
- په څو
- سل دیناره
زبېدۍ وویل:
- زه يې اخلم.
بهلول سل دیناره واخیسته او ويې ویل:
- دا جنت ستا شوه، قباله يې سبا ته درکوم.
زبېده وخندیده او لاړه.
بهلول سکې واخستې او د ښار په لور لاړ. په لاره کې چې به يې هر ملنګ او فقیر ولیده، یوه یوه سکه به يې ورته ورکاوه. کور ته په داسې حال کې ستون شو چې ټولې سکې يې صدقه کړې وې.
په همغه شپه زبېدې خوب ولیده چې یو لوي باغ ته ورننوځي. د باغ په منځ يې يې ماڼۍ ولید چې په اووه رنګه زیوراتو باندې ښکلې شوې وه. د باغ د ګلونو بوي ډېر عجیب و. د هرې ونې لاندې څو وینځې د خدمت لپاره ولاړې وې. یوې کنیزې زبېدې ته یوه طلايي پاڼه ورکړه او ورته يې وویل:
- دا د همغه جنت قباله ده چې تا له بهلوله اخیستی و.
سهر چې کله زبېده له خوبه راویښه شوه، د جنت د اخستلو او د خوب ټوله کیسه يې هارون رشید ته تېره کړه.
په همغه سهر هارون رشید خپل یو خدمتګار د بهلول لور ته واستاوه. کله چې بهلول ماڼې ته راننوت، هارون رشید هغه ته ښه راغلاست ووایه او د هغه يې ډېر تود هرکلی وکړ. بیا يې سل دیناره بهلول ته ورکړ او ورته يې وویل:
- کوم جنت چې دې په زبېدې خرڅ کړی، یوه دانه پرما هم خرڅ کړه!
بهلول سکې بېرته هارون رشید ته ورکړ او ورته يې وویل:
- په تایې نه خرڅوم!
هارون رشید وویل:
- که نورې پېسې غواړې، درکوم يې!
بهلول وویل:
- که زر دیناره هم راکړئ، په تايې نه خرڅوم.
هارون رشید په غوسه شو او پوښتنه يې وکړه:
- ولې؟
بهلول ځواب ورکړ:
- زبیدې چې جنت اخستلو، نه يې و لیدلی، تا اوس جنت لیدلی او غواړې وايې خلې. زه يې په تا نه خرڅوم.

۱۴ جدي ۱۳۸۹
۴ جنوري ۲۰۱۱
جلالکوټ


مور
د شپې ۳ بجې وې چې د ټېلېفون د زنګ غږ هلک له خوبه راویښ کړ.
هلک د ټېلېفون غوږۍ پورته کړه، مور يې وه. هلک ورځنې په ډېرې غوسې پوښتنه وکړه:
- څه ټکه راپرېوتې ده؟ ولې دې زه په دې نیمه شپه کې راویښ کړم؟
مور يې ورته په ډېر ارام غږ ځواب ورکړ:
- له نن څخه ۲۵ کاله وړاندې، په همدې نیمه شپه، تا زه له خوبه را ویښه کړې ومه. غوښتل مې درته ووایم چې “ د زیږېدو ورځ دې مبارک شه”.
هلک ددې لپاره چې د خپل مور زړه يې خپه کړی وه، ټوله شپه په ویښه تېره کړه. سهر وختي د مور د لیدلو لپاره کورته لاړ. کله چې کور ته ور ننوته، ګوري چې مور يې د یوې سوي شمعې سره د تیلیفون ترڅنګ غزېدلې ده. هلک کوښښ وکړ چې ورسره خبرې وکړي، مګر هغه اوس له دې نړۍ سترګې پټې کړې وې.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹-۱۲-۲۰۱۰
۹ جدي ۱۳۸۹



کشیش او روماتیزم
کشیش په ملي بس کې ناست و چې یو ملنګ، چې جامې يې شلیدلې او پښې يې لوڅې وې، ملي بس ته پورته شو او د کشیش ترڅنګ کښېناست.
د کښېناستو سره سم ملنګ له خپل جب څخه ورځپاڼه رابره کړه او په لوستلو يې پیل وکړ.
لږه شېبه وروسته ملنګ بېرته کشیش ته مخ کړ او ورځني يې پوښتنه وکړه:
- ای زما روحاني پلاره! کولای شئ راته ووایئ چې روماتیزم له څه وجې نه انسان ته پېدا کیږي؟
کشیش بې لدې چې پوښتنه په سمه توګه واوري، په خبرو شو او ورته يې وویل:
- روماتیزم د زیات شراب څښلو، ډېرې مستۍ او نورو ناوړو کارونو له امله رامنځ ته کیږي.
کشیش چې کله خبرې خلاصې کړلې، ملنګ بېرته خپل سر ټیټ کړ او د ورځپاڼې په لوستلو يې پېل وکړ.
شیبه وروسته کشیش ورځني پوښتنه وکړه:
- څومره موده کیږي چې ته روماتیزم لرئ؟
ملنګ په ډېرې ارامۍ سره ځواب ورکړ:
- زه روماتیزم نلرم، په ورځپاڼه کې لیکلي دي چې”لوی پاپ په ډېر سخت روماتیزم اخته شوی دی “.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹-۱۲-۲۰۱۰
۹ جدي ۱۳۸۹
یو ژوند
له همغه اول وخت څخه چې پېدا شوم، بریالی وم، که نه نو نمې شو کولای چې دې نړۍ ته خپله پښه کښېږدم.
له همغه اوله مې چاته کم ونه ویل. کله چې ډاکتر راته په ملا ضربه راکړله، داسې مې وژړل چې ډاکتر ګمان وکړ چې دا د هغه د ګزار پر وړاندې زما ځواب دی.
هیڅکله مې ندی پرې ایښی چې کوم څیز دې راته ماته راکړي، پرله پسې مې شیېدې خوړلې او د خپل زړه د درد پروا مې نه ساته.
کله چې ښوونځي ته لاړم، د خپلو ټولو همزولو څخه مې قد پورت و او هرچا راباندې حساب کاوه.
هیڅکله مې درس ندی ویلی. هرکله چې به زما وار راغی چې باید تختې ته لاړ وای، د رصختۍ زنګ به ټنګېده.
د کتاب هره پاڼه چې به مې راپرانیسته، د ښوونکي د همغې پوښتنې ځواب به په کښې و چې له مانه څخه به يې وپوښته.
ژوند همداسې تېرېده، کله چې د ښوونځي دریم، څلورم ټولګي ته ورسیدم، کوم ښوونکي چې به ماته نابغه ویل، زه يې المپیا ته واستولم!
په المپیاد کې مې د سرو زرو مډال خپل کړ!
اخ!!! زما پاڼه ورکه شوې وه، زما لاس ته یوه پاڼه راغله چې نوم په کې نه و لیکل شوی. ما هم بې له ځنډه دعوه وکړله چې دا را څخه هیر شوی وو چې نوم مې پرې باندې ولیکم.
د کانکور له ازموینې پرته مې پوهنتون ته لاره ومونده. لا یوه دوره نه وه تېره شوې چې د دهلیز په منځ کې مې یوه جوړه عینکې وموندلې، غوښتل مې چې مات يې کړم، یوه مېرمنه زما لورته وارخطا وارخطا راغله او ددې لپاره چې ما يې عینکې پېداکړې وې، مننه يې راځني وکړه او ويې ویل:
- مننه! ضرورت نشته چې راته يې پاک کړئ.
همداسې راسره تل کېده، هر څه چې به مې په لاره کې وموند، یو کس به مې مخې ته راغی او راڅخه به يې په دې اړه مننه وکړه چې ورک شوی څیز مې ورته پېدا کړی دی.
یو وخت په پوهنتون کې یوه عجیبه پېښه وشوه، د پوهنتون د رئیس لور په خپل ساتونکي باندې مینه شوه. ایله اوس پوه شوم چې نجلۍ څوک وه او د هغه ساتونکی څوک دی!
یوه ورځ مې د ښوونکي د ورځې په اړوند یوه ګېډۍ ګلان له ځانه سره وړي و، یو محصل را څخه د ګلانو ګېډۍ واخیسته او بهر ته يې ور ګزار کړ.
ما خپل سر د ټولګي له کړکۍ څخه بهر کړ تر څو وګورم چې د ګلو ګېډۍ چېرته ګذاره شوې ده. ومې لیده چې د ګلونو ګېډۍ د یوې نجلۍ په غېږه کې پرېوتې ده.
لنډه داچې همدا زمونږ د مرکۍ او ریبارۍ کیسه هم شوه.
اوس دادی زه ستاسې ښوونکی یم!
له چاسره کومه پوښتنه شته!!!؟
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹-۱۲-۲۰۱۰
۹ جدي ۱۳۸۹

حیواني مینه
"دا یوه رښتیني کیسه ده چې په جاپان کې پېښه شوېده"
یو کس غوښتل چې د خپل کور دیوال د بیارغونې لپاره وران کړي. جاپانیان د زلزلې په موخه د خپلو کورونو دیوالونه داسې جوړوي چې د لرګینو دیوالونو په منځ کې تش ځای وي.
د دیوال د ورانولو پر مهال د کور خاوند د دیوال په خالي ځای کې یو کربوړی مومي چې د بهر له لوري يې په پښه کې یو میخ ټک وهل شوی دی او هغه د دیوال له لرګي سره کلک میخ شوی دی.
د سړي زړه پرې ډېر زیات وسوځېده، او کوښښ يې وکړ چې یوه شېبه د دغه کربوړي په هکله پلټنه وکړي. کله چې يې میخ له نظره تېر کړ، پوه شو چې دغه میخ لس کاله وړاندې، کله چې دغه کور جوړېده، ددغه کربوړي په پښه باندې ټک وهل شوی و.
په رښتیا هم چې یوه ډېره عجیبه پېښه ده، په یو تیاره ځای کې، بې له حرکته یو کربوړی لس کاله ژوندى پاتې دی!!!
دا امکان نلري، اصلاّ د باور وړ ندی!!!
د کور په خاوند شیبه په شیبه حیرانتیا غلبه کوله. هغه کار په ټپه ودراوه او د کربوړي ننداره يې کوله.
دغه کربوړی په دغومره وخت کې څه کولو؟ دغه کربوړي څنګه او څه خوړل؟
د کور خاوند لا د کربوړي ننداره کوله چې یوه ډېره په زړه پورې پېښه وشوه. د کور خاوند څه ګوري چې یو بل کربوړی په داسې حال کې را روان دی چې په خوله کې يې خوراکي شیان رانیولي دي او د میخ شوي کربوړي په طرف راځي!!!
د کور خاوند ددغې سهنې په لیدو هک پک شو.
لس کاله پالنه او ساتنه!!!؟
څومره ښکلې مینه؟ په رښتیا چې مینه او وفا همدې ته وايي!!!
که یو کوچنی مخلوق کولای شي چې دومره لویه مینه وپالي او تردې حده وفادار پاتې شي، نو انسان تر کومه حده مینه پاللی او وفا کولای شي؟
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۸-۱۲-۲۰۱۰
۷ جدي ۱۳۸۹

په تیاره کې، د مرګ په لټه

کلي يې په ډېر احتیاط سره قلف ته ور دننه کړه. احتیاط يې کاوه چې د دروازې قلف آواز ونه کړي. خپل له خیرو ډک بوټان يې چې سپين والی یې په ډېرې سختۍ سره لیدل کېده، له پښو رابهر کړ.
هغه وړانګه چې د هوا کش د پردې له شا په هوا کش پرېوته، د هواکش سیوری يې پر ځمکه جوړه کړې وه.
خپل لاس يې په ډېر اختیاط سره د برېښنا د ساکټ لورته وړاندې کړ، غوښتل يې چې ګروپ روښانه کړي، مګر وډار شو چې بچیان يې راویښ نه شي.
خپل لاس يې بېرته شاته کړ. خپل چاودې چاودې لاس يې د دروازې لورته وړاندې کړ. ناګهانه يې په هغې نقاشۍ سترګې پرېوتې چې په مخامخ دیوال کښل شوې وه. نقاشي يې داسې ایستلې وه چې غېږه يې له میوو ډکه وه او تر لاندې لیکل شوي و “ بابا” .
د نقاش سترګې له اوښکو ډکې شوې. قرار قرار يې د دروازې دستګیر لاندې کښېکاږه...( ټق...) بدن يې په لړزا شو. (( هسې نه چې...).
مینا د سترګو لاندې په غلچکي نظر خپل پلار ته وکاته، او د سپوږمۍ په غوږ کې يې په قراره وویل:
- هسې نه چې سترګې خلاصې کړئ او پلار خجالت شي.

لیکواله: فاطمه مظفری
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۸-۱۲-۲۰۱۰
۷ جدي ۱۳۸۹