د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیانت

شیرین اغا جهانګیر 30.01.2011 12:52

یوه مکسیکويۍ پېغله د یو اداري ماموریت په موخه د څو میاشتو لپاره ارجنټاین ته لاړه. دوه میاشتې وروسته له خپل مکسیکويي نامزاد څخه یو لیک یو لیک ترلاسه کړ چې په کې لیکلي و:
- ګرانې لورا! ډېره بخښنه غواړم چې نور نشم کولای چې دغه د لرې وطن یارانې ته دوام ورکړم. باید ووایم چې له کوم وخت څخه چې ته له مکسیکو څخه لاړه يې، له همغې نیټې راهیسې ما له تاسره لس وارې خیانت کړی دی. زه پوهیږم چې زه او ته، یو هم باید دا وضع ونه زغمو. ما وبخښه! او کوم عکسونه چې مې تاته درلیږلي، بېرته يې راولیږه!!!
په مینه،
رابرټ
نجلۍ چې کله لیک ترلاسه کړ، د خپل نامزاد په دې کار ډېره خفه شوه، له خپلو همکارانو څخه يې وغوښته چې د خپلو ورونو، تره زامنو، ماما زامنو،.... عکسونه دې هغې ته په پور ورکړي.
نجلي له خپلو همکارانو څخه عکسونه واخیسته او د خپل نامزاد له عکس سره يې په یو پاکټ کې بند کړ او هغه ته يې واستاوه. نجلۍ له عکسونو سره یو لیک هم ولیږه چې په کې يې لیکلي و:
- ګرانه رابرټه! بخښنه غواړم، هر څه کوښښ چې مې وکړ، ستا څهره مې یاد ته رانغله، هیله کوم چې د عکسونو له منځ نه خپل عکس واخلئ او نور عکسونه راته بېرته راولیږئ.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۳۰ جنوري ۲۰۱۱
جلالکوټ