د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د بيا وېشلو پړنده وړانديزونه

ډاکټر خسرو سنګروال 15.09.2010 16:23

په دې وروستیو کې د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو یو بریتانیوي مرکزInternational Institute of Strategic Studies (IISS)په نړیوالو چاروکې خپله کلنۍ څیړنه خپره کړه چې افغانستان یې لوستونکو ته تر ټولو په زړه پورې سکالو وه. د دې څیړنیز مرکز په اړه داسي ګڼل کیږي چې د بریتانیې حکومتونو د دې مرکز څیړنو ته ډیری وخت غوږ نیولی دی او د دې مرکز څیړنې یې ارزښتمنې بللي دي. د افغانستان په اړه د دې مرکز د سږني رپوټ سپارښتنې، که څه هم نوې نه وې، خو د روانو چارو څارونکي یې په دې ایښ کړل چې د څیړنې خپرې شوې پایلې د دې مرکز د دبدبې سره په توپیر کې ډیرې پړنده وختې. د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو د مرکز کلني رپوټ په افغانستان کې نړیوالې ټلوالې ته نه یوازې د افغانستان په اړه د کړنلارې د بدلولو توصیه کړې ده بلکې د نوې او "اړینې" کړنلارې غټ ټکي یې هم وروړاندې کړې دي. مرکز وړاندیز کړی دی چې نړیوالو ځواکونو ته په کار نه ده چې طالبانوسره خپله نه ګټل کیدونکې جګړه اوږده کړې. مرکز لارښونه کړې ده چې نړیواله ټلواله دې د افغانستان له سهیل نه خپل ځواکوانه راوغواړې او یوازې یو وړوکی شمیر ځواک دې د افغانستان په شمال کې پریږدي. رپوټ د افغانستان لپاره د یو داسې کمزوري فدرالي نظام د غوره کولو تابیا کوي چیرته چې د هیواد جنوب د طالبانو په واک کې وي او د هیواد شمال د نړیوالې ټلوالې په مرسته ځانته واک ولري. په شمال کې پراته نړیوال ځواکونه به یوازې هغه وخت طالبانو سره ښکیل وي چې طالبانو په خپلو سیمو کې یا القاعدې ته ځای ورکړی وي او یا د کابل او "نا پښتنو" ولایتونو د ګواښلو هڅه یې کړې وي. لنډه دا چې نوموړی مرکز په عملی توګه افغانستان په دوه بوخو ویشي، او هیله څوګندوي چې داسې به په سیمه او نړۍ کې دا خونړی کړکیچ پاي ومومي.

تر دې یو څو اونۍ د مخه د متحده ایالاتو یو پخوانی کورناستی دیپلومات رابرټ بلیک ویل په یو ورته وړاندیز سره د افغانستان د بیا ویشلو غږ کړی و.

تر دې د مخه چې دا وړاندیزونه وشنو او دا وګورو چې داسې کول به د سیمې او نړۍ امنیت څومره خوندې کړي، دا ویل هرو مرو ګڼم چې د افغانستان په اړه د نړیوالو څیړنیزو مرکزونو او شخصیتونو شننې له بده مرغه ډیری وخت د اپلتو تر بریده غیرې دقیقه وي. د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو تیره اته کلنه ستراتیژې د دې حقیقت یوه ترخه بیلګه ده. د دې ستونځې لاملونه څرګند دي، غټ لامل خو یې دا دی چې تیر دیرش کلن کړکیچ افغانستان له لویدیځې نړۍ داسې پرې کړی دی چې د دې هیواد په اړه نوې سیاسي، ټولنیزې، جغرافیوي او تاریخي څیړنې په نړیوالو علمي کړیو کې د هیڅ نه لږ شانته ډیرې دي. شته څیړنې هم دومره نیمګړې او ککړې دې چې که د نړیوالو سیاسي ستراتیژیو بنسټ پرې کیښودل شي داسی غمیزې زیږوی لکه دا اوس یې چې په سیمه کې شاهدان یو.

د دې مرکز طرح د افغانستان ټولنیز او جغرافیوي جوړښت دومره ساده او تور او سپین ګڼي چې په نخچه باندې دیوې فرضي کرښې په را ایستلو سره غواړې د پیړیو او‌‌ډل شوی ټولنیز او سیاسي جوړښت داسې پزانیزي چې په سیمه او نړۍ کې یوازې یو مثبت غبرګون راوزیږوي. رښتیا خو دا دي چې افغانستان یوازې د پښتنو او نا پښتنو ولایتونو نه جوړ یو سېټ نه دی چې د پنسل په کرښه باندې یې په دوه برخو وویشو، دا ولس له پیړیو راهیسې د ځمکې په یوه وړه ټوټه سره لکه د نوک او ورۍ ودان دی. که دري ژبي ولسونه په ډیر شمیر کې د ننګرهار، پکتیا او کندهار په ښاري سیمو کې میشت دي نو د پښتنو شمیر په شمالي ولایتونو کې له هر بل قوم سره برابر دی. که هزاره ولسونه د پیړیو راهیسې په وردګو او غزني کې د پښتانه اکثریت په منځ کې اوسیدلي دي نو نور قومونه په خپلو کې په خپلویو او خیښیو ګنډلي دي. د دې ولسونو بیلول یوازې د دې لپاره چې د نړیوالې ټلوالې کار اسانه کړي یوازې غمیزه زیږولی شي.

د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو مرکز په دې نیک باورۍ اخته دی چې یو داسې وړاندیز ته به د طالبانو اسلامی خوځښت هرکلی ووایي. د طالبانو د خوځښت پنځلس کلن تاریخ ښودلې ده چې دوي د افغانستان د خاورې په نوي سلنه باندې هم بسنه نه ده کړې او نهه کاله د مخه یې د برهان الدین رباني حکومت د بدخشان د درواز ولسوالۍ ته د همدې دریځ پر بنسټ شړلو ته اړ کړی و. بله دا چې د طالبانو بلوا په شمالي ولایتونو کې د جنوبي ولایتونو په څیر ټینګه او توده ده. که چیري نړیواله ټلواله د دې مرکز په سپارښتنه خپل ځواکونه یوازې شمالي ولایتونو کې په یو واړه شمیر کې ځای په ځای کړي نو دا د واړه شمیر ځواک به شمالي طالبانو ته څنګه ټینګ شي په داسې حال کې چې د "جنوبی افغانستان حکومت" هم ورسره مرسته وکړي. د ستراتیژیکو څیړنو مرکز داسې یو خطرناک وړاندیز کوي چې په پایله کې به یې لا ډیرې لویدیځوالې میندې بورې شي.
د مرکز د کلني رپوټ له منځپانګې نه داسی ښکاري چې د رپوټ پنځونکي د افغانستان لپاره د دوه موازي حقوقي او سیاسی سیستمونو د ورکولو اخلاص کوي. په جنوب کې به د طالبانو اسلامي امارت واک چلوي او په شمال کې به د نړیوالې ټلوالې تر اغیز لاندې حکومت واکمن وي. لومړی خو داسې یوه طرحه نړیوالې ټلوالې ته جدي اخلاقی پوښتنې پیدا کوي. کله چې نږدې اته کاله د مخه نړیوال ځواکونه افغانستان ته ننوتل نو د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې تر څنګ د ښځو د حقوقو په ګډون د بشري حقوقو ګټل یې د برید غټه موخه ګڼله. د دوي په وینا طالبانو د بشري حقوقو سره ډیر زیاتی پیل کړی و او دوی اړ و چې د دې زیاتي د درولو لپاره یې لښکرې استولې وای. خو طالبانو د تیرو اتو کلونو په اوږدو کې د بشري حقوقو په اړه خپل دریځ بدل کړی نه دی. که چیرې د لویدیځوالو لپاره د بشري حقوقو ننګه اوس هم ارزښت ولري نو طالبانو ته د جنوبی افغانستان پریښودل څنګه توجیه کوي. دافغانستان ویش په دوو موازي سیاسی نظامونو نورې ګڼې ستونځې هم لري، د ساري په توګه ، کله چې پښتانه په "شمالی افغانستان" کی په سیاسي معادله کې د یو قاطع اکثریت ځای له لاسه ورکوي، دې سره د واک انډول په خطرناکه توګه ګډوډیږي. په داسې یو جغرافیوي تشکیل کې به پښتانه، تاجکان، ازبکان او هزاره ګان ټول برابر لږه کي وي. د دوي تر منځ د خپل منځي جګړې پیل به د کومې پلمې محتاج نه وي. داسې یوه خپل منځي جګړه به د طالبانو سره د جګړې تر څنګ د نړیوالې ټلوالې لپاره بل سر خوږی پیدا کړي. هلته به بیا نو حالات دومره کړکیچن وي چې د IISS نسخې به په اروپا او امریکا کې هم د لویدیځ امنیت خوندي نه کړای شي.

د ستراتیژیکو څیړنو مرکز څیړونکي لیکي چې طالبان به په تیرو اتو کلونو کې اوښیار شوي وي او په "جنوبی افغانستان" کې به القاعدې ته د ځای ورکولو نه مخکې دوه ځله فکر وکړي. رښتیا خو دا دي چې القاعده په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري. القاعدې د لویدیځ د سر تمبه پالیسیو له برکته په سیمه کې داسې ځای پیدا کړی دی چې د طالبانو په ګډون د هر بل سیمه ایز ځواک سره سیالي کولی شي. له بلې خوا د تیرو اتو کلونو کړکیچ د طالبانو او القاعدې تر منځ داسې ټینګې ټولنیزې، اقتصادې او مفکوروی خپلوۍ پیدا کړي دي چې د لویدیځوالو په تش ست او لالچ به په اسانۍ ماتې نه شي. د لویدیځوالو داسې په شا کیدل به نه یوازې د دوې نړیوال سیاسی او پوځی مورال لا پسې ړنګ کړي ، بلکې بې له شکه به دا د طالبانو د بریالیتوب په توګه وګڼل شي. طالبان به په "جنوبي افغانستان" کې د یو ټینګ او غښتلي مرکز خاوندان شې له کومه ځایه چې به د له لاسه وتلي افغانستان د ګټلو لپاره مبارزه پیل کړي. په پایله کې به لویدیځوال یا خو له پاتې افغانستان نه هم اوځي او هیواد به د ۹۰ یمې لسیزې جګړو ته لیږدوي او یا به بیرته په "جنوبي افغانستان" تیری کوي او د پندانې کیسه به بیا له سره پیلوي.

په پښتنو او نا پښتنو سیمو د افغانستان تسلیخ یوازې د کاغذ پر مخ شونې ده. په عمل کې داسې یوه هڅه په سمدستي توګه د سیمې لپاره ناورینونه زیږولی شي او په لږ اوږد مهال کې د نړۍ امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي. داسې یو ویش به میلیونونه پښتانه د هیواد شمال کې پریږدي. دا پښتانه چې دا اوس بې وسلې دې په اسانه د سیمې د جګړه مارو ځواکونو چې دا اوس هم په درندو وسلو سمبال دي، د موخو ښکار کیداي شي . په سیمه کې د دې ځواکونو له لاسه د توکمیز چاڼ توقع هم بې ځایه نه ده. هلته په "مرکزي او جنوبې افغانستان" کې چې د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز د طرحې سره سم به د طالبانو تر واک لاندې وي، په لسګونو زره هزاره کورنۍ چې په مذهب هم طالبانو سره شریک نه دي د جدي ګواښ سره مخ کړي. په داسې یوه سناریو کې به ایران، پاکستان او عرب هیوادونه د خپلو په مذهب او مقصد شریکو ملګرو د ګټلو لپاره په خلاص مټ لاسوهنه پیل کړي.

په داسې یوه لوبه کې به ایران تر ټولو لوی ګټونکی وي. یو خو به یې په سیمه کې تاریخي سیال یانې افغانستان په دوه برخو ویشل شوی وي او په دې توګه به یې نه یوازې اقتصادي پلانونه (د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هیوادونو د انرژي د نل لیکو سبوتاژ ) پلې شوي وي، بل به یې "شمالې افغانستان" ته د اسلامې انقلاب او فرهنګې ښکیلاک لیږدونه نوره هم اسانه شوې وي. پاکستان کیداي شي د یو داسې طرحې په پایله کې په لومړي سر کې د ګواښ سره مخ شي ځکه چې کیداې شي د دواړو خواوو پښتانه طالبان به په ګډه د یو اسلامې امارت د جوړولو او د پاکستان د ویش هڅې وکړي. خو که چیرې داسې و نه شې نو پاکستان به په سیمه کې خپل ستراتیژیک ژوروالی بیا وګټې او د هند نفوذ به په سیمه کې لا پسې کمزوری کړي. داسې یو کار به هند د شمالې افغانستان د ګټلو لپاره په بیړه میدان ته کړي او په دې توګه به په سیمه کې یو ځل بیا د دې دوه سیالانو انډوخر پیل شي. دا چې په دې که به روسیه او چین څه تحفظات او ملاحظات لري دا به زمونږ بحث لاپسې اوږد کړي.
لنډه دا چې د افغانستان د ویش هر ډول هڅه که هغه د فدرالي نظام په بڼه وي او یا په کومه بله ناروا بڼه، یوازې بدمرغۍ زیږولی شي او بس. دا هیواد د ویشلو لپاره نه دی جوړ شوی.

اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چې که افغانستان و نه ویشل شي نو نړیواله ټلواله به څنکه ځانته د اوړو پوزه جوړه کړي او روان کړکیج ته، پرته له دې چې بی پته شې، د پای ټکی کیدي. زما په باور په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون د ستونځې برخه ده او په افغانستان کې یې پاتې کیدل ستونځه لا پسې پراخوي. خو دا هم څرګنده ده چې له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو بې مسولیته او چټک وتل حالات لاپسې ترینګلې کوي. دا چې دا کړکیچ څنګه په مثبته توګه او د یو داسې پایلې سره پای ته ورسیږې چې د افغانستان او نړۍ لپاره ډیره زیانمنه نه وي په دې به بیا کله بنډار وکوو.