د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د "۳ پاړسیوانوهېوادونو ناسته" او د افعانستان د ملي هویت سپکاوی

ډاکټر خسرو سنګروال 08.08.2010 21:45

د روان کال د اګست په پنځمه نیټه د ایران پلازمینه تهران کې د سیمې د "درې پاړسیوانوهېوادونو ناسته" تر نامه لاندې د حامد کرزي، محمود احمدینژاد او د امام علی رحمانوف (اوسنی نوم رحمان) تر منځ غونډه وشوه چې د ویندویانو له خولې یې په درې اړخیزو نړیوالو او سیمه ایزو سکالو خبرې وکړې . د "درې پاړسیوانوهېوادونو" دا ډلګۍ چې د ایران د اسلامی جمهوریت په نوښت څلور کاله د مخه جوړه شوې ده، دا یې څلورمه سرمشریزه وه چې د درې واړو اړخونو په ګډه اعلامیه پای ته ورسیده .
د نړیوال سیاسي او اقتصادي دود او دستور له مخې د یوې ټاکلې جغرافیوي سیمې د هیوادونو تر منځ د هر اړخیزو همکاریو او راکړې ورکړې هڅې نه یوازې مثبتې او د غړو هیوادونو لپاره ګټورې پایلې درلودلی شي بلکې د اړوندو ولسونو د خیر ښیګڼې هیله هم ترې کیداې شي. خو د "درې پاړسیوانوهېوادونو" د حکومتونو دا نا مشروع اړیکه، او د سیمې لپاره د دې نا مشروع اړیکې خطرناکې پایلې ټولو ته څرګندې دي. د سیمې لپاره د دې مصنوعي مثلث خطرناکې پایلې ځانته بانډار دی چې بل وخت به یې وکوو. په دې لیکنه کې به دا ولولو چې څنګه د دې نامشروع مثلث پنځونکو د افغانستان د ملې هویت، ملي واکمنۍ، او نړیوال سیاسي حیثیت بیا بیا سپکاوی کړی دی . د ایران او افغانستان د سیاسي اړیکو معاصر تاریخ شاهد دی چې د ایران حکومت هیڅکله هم افغانستان ته له ښه نیت نه نه دي کتلي . که چیرې افغانستان سره د ایران د تاریخې نادودو پیښلیک نه د اوس لپاره تیر شو او تاسو ته یې د لوستلو لپاره پریږدو، او دلته یې ایله د نامشروع مثلث له زیږون نه پیل کړو نو بې شمیره داسې پیښې شته چې ترې نه دا ښکاره څرګندیږې چې دا نا مشروع مثلث یوازې د ایران د شومو موخو یوه چلوټه ده.
لومړی خو دا چې د نامشروع مثلث پنځونکو د افغانستان حکومت د اخلاقی جرات د نشتوالي نه په ګټې پورته کولو سره په دې مثلث باندې د نړۍ "درې پاړسیوانوهېوادونو" ناستې نوم ایښی دی او په دې توګه یې د افغانستان د ملی هویت څرګند سپکاوی کړی دی. افغانستان یو افغان هیواد دی او یوازې افغان ټکی د دې هیواد هویت تعریفوي. دري ژبه د افغان وجود د یوې ارزښتمنې برخې ژبه ده، خو پاړس د افغانستان هویت نه دی. د دې تر څنګه افغانستان د ډیرو نورو ورونو قومونو کور دی. دا ټول قومونه، د دري ژبو په ګډون، د ایران د دې راتپل شوي نوم سره جدي حساسیت لري.
د ایران ولسمشر محمود احمدینژاد نننۍ غونډې ته په پوره سپین سترګۍ وویل چې ګواکې دی او حکومت یې افغانستان سره عاطفي تړون لري او د دې هیواد روان کړکیچ یې خپه کوي. نوموړی په داسې حال کی افغانستان سره د عاطفي تړون دعوه کوي چې حکومت یې ایله پروسږ کال په زرګونو افغان کډوال په داسې بې رحمۍ له ایران نه وشړل چې ورته زیاتی یوازې اسراییلو د فلستیني کډوالو سره کړی و. نارینه یې ورته یا بندیان کړل او یا یې له شانه په ټوپکو وویشتل، ښځې یې له بامونو وغورځولې او ماشومان یې یتیمان کړل. ایله څو میاشتې د مخه دایران حکومت په لسګونو افغان ځوانان د ناجوتو شوو جرمونو په تور وځړولو او مړي یې ورته په کورنیو بیرته وپلورل. دا ده د افغانانو سره د ایران د ولسمشر ریښتنې عاطفه .
د ایران واکمنو د افغان ولس او افغان حکومت د سپکولو یو فرصت هم له لاسه نه دی ورکړی. یو څو میاشتې د مخه کله چې ولسمشر احمدینژاد کابل نه لیدنه وکړه او د کابل حکومت له خوا یې د خپل شاهانه هرکلي نه خوند واخیست نو پخپله لومړنۍ وینا کې یې، په داسې حال کې چې حامد کرزی ترې نه یوازی یو څو انچه لرې ولاړ و، افغانستان یې یو اشغال شوی هیواد وګڼه. د احمدینژاد دا سپک چلند نه یوازې دیپلوماتیکو نزاکتونو نه پردی و، بلکې د ټولنیزې بد اخلاقۍ یوه ښه بیلګه هم وه. ولسمشر کرزی د نړۍ د سر یواځینی ولسمشر دی چې د یو بل حکومت لخوا د خپل ولس او حکومت پرلپسې سپکاوی یې د غندلو په ځای نمانځلی دی. د ولسمشر له دفتر نه خپرې شوې خبر پاڼې د احمدینژاد دا وینا چې افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی د نوموړي شخصي نظر وبله او له دې نه یې سترګې پټې کړې چې د شخصی نظر داسې څرګندولو ته په سیاسی قاموسونو کې د نورو کورنیو چارو کې لاسوهنه وایي.
د ایران حکومت د افغانستان ملي واکمنۍ سره خندنۍ ټوکې کوي. په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان حکومت ته د حکومت جوړولو په څیر حساسو مسایلو کې لارښونه کوي او ګواښ کوي که چیرې د ده لارښونې و نه منل شي نو پایلې به یې ښې نه وي. د ولسمشرۍ د تیرو ټاکنو په ترڅ کې د ایران سفیر د رسنیو له لارې حامد کرزي ته لارښونه وکړه چې که ډاکټر عبدالله سره ګډحکومت جوړ نه کړي نو هیواد به یې بحران سره مخ شي. کابل کې د ایران سفیر څو وارې د خپل سفارت نه د افغانستان حکومتي ادارو ته د بیلابیلو اجرااتو لارښونه کړې ده. رسنیو اوس اوس د یاد شوي سفیر یو لیک خپور کړ چې لوی څارنوال ته یې د ولسي جرګې د منتخب غړي ډاکټر رمضان بشردوست د محکمه کولو لارښونه کړې ده. دا د نړیوالو دیپلوماتیکو ارونو د تر پښو لاندې کولو بې سارې بیلګه ده .
د افغانستان ولس د ایران ناروا موخو نه ښه خبر دی او د داسې یو نامشروع مثلث د موجودیت نه د خیر تمه نشي کولی چې ټوله موخه ېې د ایران د "د اسلامی انقلاب" او فرهنګي ښکیلاک صادرول وي .