د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ځوانانو ټولنه جوړه شوه

ډاکټر خسرو سنګروال 30.12.2009 00:31

د روان کال د  ډسمبر  په ۲۷ نېټه د برتانیې په لندن ښار کې د یو شمېر افغان ځوانانو په نوښت د افغان ځوانانو ټولنه جوړه شوه. یو شمېر  افغان ځوانان د یکشنبې ورځ   د لندن  په رویال فستیوال  هال  کې سره را ټول  شول  او دا مرستندویه ټولنه یې پیل کړه.
د ځونانو  دا ناسته چې څه د پاسه پنځه ساعته اوږده وه  د ټولنې پرانستر  په اړتیا وغږېده.  ګډونوال ځوانان  سره سلا ؤ  چې د داسې یو ې  ټولنې  شتوالی اړین دی چې په هېواد  دننه او د باندې د افغان ځوانانو لپاره  د یو منځي په توګه  کار   وکوي .
د ناستې ګډونوال په دې باور ؤ  چې په هېواد کې دننه او بهر افغانانو کې  ډېره ځوانه  انرژي  موجوده ده خو د ځوانانو داسې یوه ټولنه نشته چې د دې ځواک د ښې کارونې  او تنظیم  لپاره  کار وکړي.  ناستې تکل وکاوه  چې د داسې یوې  ټولنې د سازولو  لپاره  کار وکړي چې د ځوانانو  په مټ  وچلیږي  او ځوانانو لپاره کار وکوي.  غونډې دا هم سره ومنله چې د افغان ځوانانو ټولنه  به د افغانستان  په کورني او باندني سیاست کې  څرګند دریځ  لري  خو د یو  سیاسي لوري په توګه به کار نه کوي.
د ټولنې غړي ځوانان واک لري چې د هر بل سیاسي ګوند غړیتوب ولري خو چې د افغانستان د ملي ګټو  او د ټولنې  د بنسټیزو  ادونونه چې په منشور کې به ورته څرګنده اشاره شوي وي  تېرغمی  ونه  کوي.
ټولنه به ډېر کار په علمي ، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې افغان ځوانانو سره په اوږه ورکولو کې  کوي. او په یادو شوو  ډګرونو کې به د ځوانانو تر مینځ همغږی پیدا کوي.
ناستې د افغان ځوانانو د ټولنې بنسټواله ډله په لاندې توګه وپېژندله:
حنیف الکوزی
ډاکټر خسرو سنګروال
یونس خان
سمسور فیض
شاهپور ابراهیم
پامیرخان
مسعود الکوزی
د ناستې په پایله کې یو شمېر ځوانانو ته دنده ورکړل شوه چې د ټولنې د تګلارې په لیکلو، په بېلابېلو مراجعو کې د ټولنې د ثبتولو ، د ټولنې د مطبوعاتي څانګې  د جوړولو  په برخه کې کار پیل کړي او د ټولنې  راتلونکې  ناستې ته رپوټ ورکړي. د ټولنې راتلونکې ناسته به د نوي زیږدي  کال په دویمه اونۍ کې وي او هغه افغان  ځوانان  چې د دې بهیر  سره مینه ولري  د ډله اییزو خپرونو له لارې  به خبر شي. تمه ښکاره  شوه د راتلونکې ناستې په ترڅ کې  د افغان ځوانانو ټولنې د تګلارې لنډیز خپور کړي.