د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نهه لنډۍ ژباړل شوې کیسې

شیرین اغا جهانګیر 25.08.2010 09:37

ژوند

د پوهنتون د دورې څو ملګري چې بېلابېلې دندې يې لرلې او په خپل ژوند او کار کې بریالي ول، ډېره موده وروسته سره پوهنتون ته لاړل او غوښتل يې چې له خپلو استادانو سره وګوري. هغوي خپل یو استاد سره ناست ول او د معمول سره سم يې ډېری خبرې له ژوند څخه ګلیې وې. د خبرو پر مهال يې استاد هغوي ته قهوه تیاروله. هغه ګرمه قهوه تیاره کړه، پر مېز يې کېښود او له هغوي څخه يې غوښتنه وکړه چې ځانته قهوه واچوي.

د مېز د پاسه ډول ډول ګیلاسونه ایښي ول، پلاستیکي، چیني، بلور او نور. کله چې ټولو محصلینو ځانته قهوه واچوله او هر یو خپل ګیلاس په خپل لاس کې نیولی وو، استاد د تل په شان په آرامه او مهربانه لهجه وویل: هلکانو! وګورئ! تاسو ټولو ښکلي ګیلاسونه ځانته غوره کړل او اوس یواځې ارزانه او بدرنګه ګلیلاسونه پر مېز باندې ایښي دي.

د استاد خبرو محصلین حیران کړي ول، غلي ناست ول او استاد خپلو خبرو ته په دې ډول دوام ورکړه:

" په حقیقت کې تاسې چې څه غوښتل، هغه قهوه وه، نه ګیلاس. مګر تاسې ښکلي ګیلاسونه ځانته غوره کړل، او په همدې حال کې ستاسې پام د نورو ګیلاسونو ته هم وو. ژوند هم قهوه او دنده، حقوق او ټولنیز مقام د هغه لوښی دی. دغه لوښي ژوند ښکلی کوي، مګر د ژوند کیفیت یا څرنګوالي ته بدلون نه ورکوي. کیدای شي چې بېلابېل ګیلاسونه د قهوې په څښلو کې ستاسې علاقې ته بدلون ورکړي، مګر که ستاسې زیاته پاملرنه د ګیلاسونو ښکلا ته وي، نو تاسې به ارزښتمند څیزونه لکه د قهوې کیفیت، له لاسه ورکړې. پس لدېنه وروسته کوښښ وکړئ چې خپل نظر له ګیلاس څخه لرې کړئ او اوس چې سترګې مو پټې کړي، د قهوې له څښلو څخه خوند واخلئ" .

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

د هیلو شمع

څلور شمعې په یوه توره تیاره خونه کې قرار قرار سوځېدې. په آرامه چاپیریال کې د ددغو څلورو شمعو د خبرو ټیټ غږ اورېدل کېده.

لومړۍ شمعه:" زه سوله او آرامي یم. مګر هیڅوک نشي کولای چې زما رڼا ژوندۍ وساتي. زه باور لرم چې زه به ډېر زر مړه شم"

شېبه وروسته د سولې او آرامۍ شمع مړه شوه.

دوهمه شمعه: " زه ایمان یم. ډېر انسانان راته نور په ژوند کې اړتیا نلري. پس کوم دلیل زما د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره نشته"
شېبه وروسته د یوه تازه نسیم په لږېدو سره د ایمان شمعه هم مړه شوه.

د ریمه شمعه په نارامۍ وویل:" زه مینه یم، مګر ددې توان نلرم چې نور ژوندی پاتې شم. انسانانو زه له خپله ژونده یوې غاړې ته کړی یم او زما په ارزښت نه پوهیږي"

او په دې سره د مینې شمعه هم مړه شوه.

ناڅاپه یو ماشوم دغې خونې ته را دننه شو او درې مړې شمعې يې ولیدلې. ماشوم په ژړا شو او په ماشومه ژبه يې وویل:
"تاسو ولې مړې شوي يې؟ تاسې باید تر اخره روښانه پاتې شئ"

په دې وخت کې څلورمه شمع وویل:

"خپه کېږه مه! تر څو چې زه یم، کولای شو نورې شمعې یو ځل بیا روښانه کړو. زه هیله یم"

په داسې حال کې چې د ماشوم له سترګو نه د هیلو اوښکې بهېدې، د ( هیلو )شمعه يې پورته کړه او نورې مړې شوې شمعې يې پرې ورښانه کړې.

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

مینه

یوه ښځه او د هغې زلمې خاوند په موټر سایکل سپاره وه او د نیمې شپې په تیاره غېږه کې په یوه پراخ سړک باندې په داسې حال کې روان ول چې د باران څاڅکي هم ورېده. هغوي د زړه له تله له یوبل سره مینه کوله. مېرمنې يې د خپل خاوند غوږ ته خوله نږدې کړه او ورته يې وویل:

- کرار لاړ شه! زه ډېره زیاته ډارېږم.
- نه نه! همداسې ښه ده.
- هېله کوم. زه ډېره زیاته ډارېږمه.
- ښه، مګر اول باید ووايئ چې لماسره مینه کوې!

- هوهو، مینه درسره کومه. ډېره زیاته مینه درسره کوم. اوس کیږي چې لږ کرار لاړ شئ؟

- سمه ده، په دې شرط چې زما زرې خولۍ زما له سره واخلې او په خپل سر يې کښېږدې! زړه يې راته تنګ کړېدی. نشم کولای چې کراره لاړ شم.

سهار وختي ورځپاڼو لیکلي وو:" په هغه ټکر کې چې یو موټر سایکل له یوې ودانې سره کړېوه، یو ځوان وژل شوی او د هغه مېرمنه ټپي شوې ده. ویل کیږي چې دغه پېښه د موټر سایکل د بریک د مزي د شلیدلو له امله رامنځ ته شوې ده. ټرافیک وايي مخکې لدېنه چې موټر سایکل ټکر وکړي، د موټر سایکل چلوونکی زلمی کوښښ کړی دی چې د خپل زرې خولی په ور اغوستلو سره د خپلې مېرمنې ژوند وژغوري.

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

ته خدای يې؟

د کریسمیس ورځ وو. نری باد د ژمې سوړ ماذیګری لا پسې سوړ کړی وو. یو شپږ کلن ماشوم چې پښې ابلې وې او شلیدلي زړې جامې يې په تن وې، د بوټانو د یوې مغازې مخې ته ولاړ وو او خپل لاسونه يې په خپلو تخرګونو کې کلک نیولي وو.
یوه ځوانه ښځه د مغازې له مخې تېرېده. په دې وخت کې د ښځې سترګې په ماشوم پرېوتې او سمدلاسه د ماشوم په معصومو سترګو کې ورته یوه نړې هیلې ورښکاره شوې. د ماشوم پر سر يې لاس وښکه، له لاسه يې ونیو، مغازې ته يې دننه بوتلو. یوه جوړه ژمني جامې او بوټان يې ورته واخست.

کله چې ماشوم او ښځه له مغازې نه بهر شول، ځوانې ښخې ماوشموم ته وویل:

"اوس کور ته لاړ شه! هیله لرم اوس به د کرسمیس نه خوند واخلې "

ماوشم خپل سر پورته کړه. ښخې ته يې په ځېر ځېر وکاته او ورته يې وویل:" ترورې! ته خدای يې؟"

ځوانه ښځه مسکۍ شوه او ځواب يې ورکړه:" نه ګرانه! زه یواځې د هغه یو بنده یم!"

ماشوم وویل:" پوهېدم چې ورسره څه خپلوي لرې"

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

اخلاص

یو ترکاڼ ډېر زیات سپین ږیری شوی وو. غوښتل يې چې نور نو خپله دنده پرېږدي. خپل مالک ته يې وویل چې نور نه غواړم کورونه جوړ کړم. غواړم ددغه ژوند نه ځان یوې غاړې ته کړم او د خپلې مېرمنې سره په آرامه ژوند وکړم.

مالک يې چې کله پوه شو چې د هغه تر ټولو ښه کاریګر خپله دنده پرېږدي، خپه شو. له خپل ترکاڼ څخه يې غوښتنه وکړه چې د وروستي کار په توګه یواځې یو وروستی کور جوړ کړي. سپین ږیري ترکاڼ ورسره ومنله، مګر ښکارېده چې نور يې زړه نه غواړي کار وکړي. هغه ددې کور په جوړلو کې له ډېرو خرابو لرګیو څخه کار واخسته او په ډېرې نا آرامۍ سره یې دغه کار سرته ورسولو.

کله چې کار تمام شو، مالک د کور د تسلیمۍ لپاره راغی. هغه د کور کلي ترکاڼ ته ورکړه او ورته يې وویل:

"دغه کور ستا دی. دا زما له لوري تا ته یوه ډالۍ ده."
ترکاڼ حیران شو. ډېر زیات افسوس يې وکړه. له ځانه سره يې ویل چې که پوهېده چې کور د خپل ځان لپاره جوړوي، حتما به يې خپل کار په ښه توګه سرته رساوه.....

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

راګرځېدل

ويې ویل:" نور نو هیڅکله بېرته نه راځم..."

خپله لاره يې ونیوله او لاړ... تر هغه لاړ چې وسه يې کېده... مګر هغه خبر نه وو چې د ځمکې کره ګرده ده.

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

د رحمت دروازه

هغې دروازې ته ولاړ وو چې خدای تړلې وه. ژړل يې، بې تابي يې کوله، دعا ګانې يې کولې... مګر هیڅ ګټه يې نکوله... هغه ګمان کاوه چې خدای يې غږ نه اوري... ناڅاپه يې سترګې په بله دروازه ولږېدې چې خدای د خپل رحمت له رویه پرانیستې وه... کلونه وروسته د هغې تړلې دروازې په حکمت هم پوه شو...

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

لمرګلی

لمرګلی هیڅکله ددغه معما په راز پوه نشو... چې ولې ددغې مینې رسوايي د هغه په غاړه پرېوته؟... مګر همدا لمر وو چې هر ورځ يې د آسمان له شرقه تر غربه مزل کاوه تر څو هغه ته رڼا ورکړي...

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

وروستی دیدن

شپه له نیمايي تېره وه. نرسه په هغه ځوان چې د چپرکټ بلې غاړې ته ولاړ وو او سپین ږیري ته يې ډېر خپه خپه کتلو، سترګې ګنډلې وې.

مخکې لدېنه چې سپین ږیری بې هوشه شي، خپل زوي ته به يې آواز کاوه.

نرسه سپین ږیري ته نږدې شوه او د هغه په غوږ کې يې وویل: " زوی دې راغلی، بالاخره هغه راغی"

ناروغ په ډېر زحمت سره خپلې سترګې پرانیستې او د خپل زوي سیوری يې ولیده چې د اکسیجن د خلتې ترشا ولاړ وو.
د ناروغ زړه درېدلی وو او ډاکترانو نور د هغه د ژوندي پاتې کېدو هیله نلرله. سپین ږيري په ډېر آرامتیا سره خپل لاس اوږد کړه او د خپل زوي ګوتې يې ونیوې. مسکی شو او خپلې سترګې يې پټې کړې.

نرسې د بل چپرکټ له غاړې نه چې یوه وړه انجلۍ په کې پرته وه، یوه چوکۍ راواخسته او ځوان ته يې د کښېناستو بلنه ورکړه او خپله له خونې بهر شوه. ځوان د سپین ږیري لاس په خپل لاس کې کلک نیولی وو او ډاډګیرنه يې ورکوله.

سهر مهال د سپین ږيري حال خراب شو. ځوان په ډېرې چټکۍ سره د خطر زنګ وواهه. نرسه په ډېرې چټکۍ سره خونې ته ننوته او د ناروغ معاینات يې پېل کړه، مګر ناروغ له نړې نه سترګې پټې کړې وې.

زلمي په ډېرې ناراختۍ سره مخ نرسې ته واړوه او پوښته يې ځني وکړه:" وبخښئ! دغه سپین ږیری څوک وو؟"
نرسې په ډېرې حېرانتیا وویل:" ولې هغه ستاسې پلار نه وو؟"

زلمي ځواب ورکړه:" نه، تېره شپه چې کله د خپلې لور پوښتنې ته راغلم، همغه لومړی ځل وو چې دغه سپین ږیری مې ولیده." او بیا زلمي هغې وړې نجلۍ ته چې په بل چپرکټ کې پرته وه، اشاره وکړه.

نرسې بیا په حېرانتیا سره پوښتنه ځني وکړه:" پس ولې دې په همغه شېبه ونه ویل چې ته يې زوي نه يې؟"

زلمي ځواب ورکړه:" پوه شوی وم چې سپین ږیري غوښت چې له مرګ نه وړاندې خپل زوي وویني.، مګر زوي يې نه وو راغلی. کله چې هغه زما لاس کلک ونیو، هغه وخت پوه شوم چې هغه دومره سخت ناروغ دی چې نشي کولای زما او د خپل زوې ترمنځ توپیر وکړي. زه پوهېدم چې هغه مهال هغه راته څومره اړتیا لرله...


ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹ اسد ۱۳۸۹
۲۰ اګست ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد