د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راتلونکی ټولټاکنی او د خلکو هیلی ( ۲ )

عبدالله صاحبزاده 18.08.2010 13:52


ددی سر لیک لاندی ما پرون یوه لیکنه د ټول افغان ویب پاڼې ته لیږلی وه چی هغوی هم نشر کړه کور یی ودان .

ما پخپله پرونی لیکنه کی وکالت ته د په تمه وکیل صاحبانو هیلی څه نا څه د نا امیدی سره مخ کړی دی خو زه ګرم نه یم حالات همدی خواته روان دی او هر څه له ورایه بریښی.

هدف می دا وو چی که په دا زرګونو کاندیدانو کی کوم یو ملانصرالدین داسی وی چی په خپله حلاله ګټه او یا د ځمکی یا کور د خرڅ یا ګرو کولو په پیسو یی دا لوبه ګرمه کړی وی ګوندی زما ددی خبرو څه اثر پری وشی او نور دا بی حسابه لګښتونه بند کړی (الأجر عندالله).

نن غواړم د عام اولس چی په حقیقت کی خاص اولس دی د خوشباوری او هیلو ماڼی لږ څه و لړزوم (زمونږ عام اولس خو لا تر اوسه د ډاکتر صاحب اشرف غنی احمد زی ، ډاکتر رمضان بشردوست او فریده ترانی ، صابرینا ثاقب او فرشته جانی انوری فرق په دی کوی چی د وروستنیو دریواړو او همدا راز نورو د سپین مخ او سرو شونډو خندا نغده ده او د لمړنیو دوو د وطن د ابادولو او پرمختګ وعدی نسیا) کوم کم عقل به نغده په نسیا بدلوی.

کیدای شی چی زمونږ د روښان فکره او باسواده کول په ذهن کی هم کله ناکله دا غلط فهمی پیدا شی چی دیموکراسی ده ، ازاده رایه اچونه ده اولس به که خیر وی ډیر ښه او ایمانداره استازی اولسی جرګی ته واستوی او هغوی به بیا د هیواد او هیوادوالو د خیر او فلاح لپاره غوره کابینه پاس کړی ، اوبه به مو یخي او ډوډی به مو توده شی .

خو نه ګلانو ! داسی نه ده کرزی صاحب د دیموکراسی په ورمیږ پښه ایښی ده او صرف هغه څه د دیموکراسی تر خولی راوتلای شی چی د کرزی صاحب د دور د مافیاګانو ګټی پکی خوندی وی .

کرزی صاحب د اولس مشری او ولایتی شوراګانو په تیرو ټولټاکنو کی د افغان اولس د سیاسی راتلونکی سره داسی غټه جفا وکړه چی هیڅکله به جبیره نه شی . کرزی صاحب په تیرو ټولټاکنو کی د خپلی ګټی د یقینی کولو په خاطر داسی کسانو ته د ملک د سیاست دروازه بیا پرانیسته چی په افغانی ټولنه کی ډیره بډایه او روښانه جرمی سابقه لری او د تیرو شپږ اتو کلونو بدلونو او یا هم د نړیوالی ټولنی عسکری شتون ګوښه کړی وو خو کرزی صاحب بیا د هغوی په اوږو خپل ټوپک کښیښود او د سیاست میدان ته یی لار ورکړه.(کرزی صاحب ! که تا په دی رنګ یعنی د انتخاباتو د کمیسون په فتوا انتخابات ګټل نو دا خو دی بی ددی مجریمینو د مرستی هم ګټلای شو دا زیاتی دی ولی کاوه)

اوس نو دوی او د همدوی په شان نورو مجریمینو نږدی او لری لاسپوڅو په ډیره زړورتیا د اولسی جرګی د انتخاباتو میدان ته را دانګلی دی که چیری کرزی صاحب و توانیږی چی د انتخاباتو تر پردی لاندی په خپله ګټه د جرګی د نیم نه زیات غړی انتساب کړی بیا به هم د دغو حق ثابت وی ځکه چی کرزی زمونږ کرزی دی او د تیرو نهو لسو کلونو راهیسی یی ډیر ښه پیژنو او پدی پوهیږو چی د تنګو سترګو د کتو او د غټو سپیږمو د پرش نه څومره ډډه کوی.