د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راتلونکې ټولټاکنې او د خلکو هیلې

عبدالله صاحبزاده 17.08.2010 13:24

د افغانستان د اوسنی نوی دور په غیږ کی دادی د دوهم ځل لپاره د اولسی جرګی (پارلمان) انتخابات را روان دی .
د راتلونکی دوری د وکالت په تمه (To be) وکیل صاحبانو لاری او کوڅی په خپلو عکسونو لړلی دی د هندی او امریکایی فلمی لوبغاړو د عکسونو نه متأثر شوی (بعضو پکی د بدر منیر د عکسونو نه هم الهام اخیستی دی) د وکالت په تمه وکیل صاحبانو په عکسونو میله ګرمه کړی ده . ولی به یی نه ګرموی په دی خوار وطن کی خو د پوهی ، وطنپالنی ، صداقت او امانتداری بازار سوړ دی سوړ لا څه چی بلکه بیخی تړل شویدی .

په هر ولایت کی او په ځانګړی توګه په کابل کی خو د وکالت په تمه وکیل صاحبانو حساب نشته ، د کابل او ولایاتو ښاروالیو د خپل مسؤولیت له مخی وخت ناوخته پر دی د وکالت په تمه وکیل صاحبانو غږ کړی چی یواځی په هغه ځایونو کی دی عکسونه ولګوی کوم چی ددی کار لپاره مشخص او معین شوی دی خو د وکالت په تمه وکیل صاحبانو زړونه چیرته صبر کوی او ان تردی چی زما د کور په دروازه یی هم خپل عکس نخلولی وو چی ډیر په خواری می پاک کړ او د عکس خاوند ته می د ناکامی ډیری دعا وکړی (په روژه کی خیرا ښی نه دی).

په کابل ښار کی د وکالت په تمه وکیل صاحبانو تر منځ لږ تر لږه یو بی عقله داسی هم شته چی د ښار د ځینو ښوونځیو او دولتی ادارو پر دیوالونو یی خپلی اوتی بوتی په غوړ رنګ او سپری لیکلی دی، آیا ښاروالی یا کوم بل مسؤول لوری به په دی وتوانیږی چی نوموړی وکالت ته په تمه نا اهله دی ته اړ کړی چی دا دیوالونه بیرته رنګ او یا پاک کړی دا به وروسته ګورو خو اوس به راشو خپل اصلی مطلب ته :

په ټول هیواد کی د اولسی جرګی ۲۴۹ چوکیو ته څو زرو کسانو ځانونه صاف کړی دی او مطلق اکثریت (تقریباً ټول) یی په ډیره بی باکی سره د ورځی لس ګونه زره افغانی په سر بادوی په یقینی توګه دا ویلای شو چی ټول دغه مصارف چی د وکالت په تمه وکیل صاحبان یی کوی د مشروعو او حلالو لارو نه لاس ته نه دی راغلی د ایمان او افغانی غرور په خوارولو لاس ته راغلی چی هغه اوس کومه محسوسه خبره نه ده .

واقعاً هغه مصارف چی دی کسانو په دوه دری میاشتو کی کړی او کوی یی د لس ګونه کاله عالی رتبه ماموریت او یا ډیر غټ تجارت په نتیجه کی په څو کلونو کی لاس ته نه شی راتلای ( د کرزی صاحب د دوری چارواکی له دی اټکله مستثنی دی) نو دا په ډاګه ده چی دا مصارف د غیر مشروعو لارو او ناروا کړنو لاس ته راوړنی دی چی د اوښ د شا د وړیو په شان بادیږی

مهمه خبره دا ده چی اکثره په دی د وکالت په تمه وکیل صاحبانو کی په دی خبر نه دی چی د مومین سا کوم ځای کی ده ، او فکر کوی چی دا بی ځایه مصارف به ګوندی غشی په نښه و نخلوی خوپه دی خبر نه دی چی کرزی صاحب وکیلان ټاکلی . نه ګوری چی وزیر حاصبانو ، معین صاحبانو او د ګمرکونو رئیسانو خپل ورونه ، نږدی خپلوان او حتی بعضی صاحبانو د خپلو تنګاتنګو روابطو پالونکی ښځینه همکارانی مخکی له مخکی نه د کرزی صاحب په ګروپ کی سیا کړی دی .

د اولسی جرګی د لمړی دوری (د تیری دوری خطاب لا تر اوسه ورته نه شو کولای ځکه چی څو ورځی یی لا پاته دی او ځینی غړی یی لا تر او سه د خپلو پڅو چړو سره د یو او بل دفتر مخی ته لر او بر کیږی او ځینی نور یی د خپلی راتلونکی دوری په ګاڼه کولو کی لګیا دی ) د وکیل صاحبانو سره د کرزی صاحب مشکلات ټولو ته څرګند دی په تیره بیا په دی اخرو میاشتو کی د وزیرانو د معرفی په سر ناندریو په خلکو کی دا ذهنیت قوی کړ چی کرزی به دا ځل د خپلی خوښی پارلمان جوړوی او ددی ذهنیت سره سره داسی نښی نښانی هم تر سترګو شوی چی دا کار به حتماً کیږی . اوس دا په ډاګه شوی ده چی کرزی صاحب د خپلی خوښی پارلمان جوړولو لپاره یوه کمیټه ټاکلی ده چی د هغه نږدی مخلصین په کی غړیتوب لری د دغه باصلاحیته کمیټی محترمو غړو هریوه خپل نژدی خپلوان او که هغه نه وی نو خپله نازولی سکرتره د دی دوری د وکالت لپاره نومولی ده.

پورته ذکر شوی کمیټه به د ټاکنو د کمیسون سره په همغږی کی خپل مورد نظر کسان د انتخاباتو د پلی صراط نه پوری باسی، پټه دی پاته نه وی چی د انتخاباتو د کمیسون مشرتابه دا کار وړیا نه کوی د هغوی ونډه به هم معلومه وی،، څه د شمالی ټلوالی خلک او يو څو نور د غریبی لپاره په ډالرو راوستی خلک .