د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بادام ونه او زه

جلال خپلواک 11.05.2010 16:03

د ماښام له ډوډۍ څخه لږ شېبه وروسته مې له ځانه سره خپل روسئ کلاشينکوف راواخيست او د باندې باغګوټي ته چې غير منظمې څو ونې پکې ولاړې دي راووتم لږ وګرځېدم بيامې په يوه پوله لږ سپين ځاى خوښ کړ څادر مې پې وغورځاوه او کېناستم
له کېناستو وروسته مې يو ځل بيا شاو خوا په هغه څراغ وکتل چې د سګرټلېټر په دا بل سر کې و جېب ته مې لاس کړ نه ريښتيا اول مې دا غوږ لږ وګراوه لکه چې کوم پتنګ راباندې تېر شو او په وزرونو يې په ځان پسې ولمسولم پدې وخت کې زما هوښيار سپي چې د تصادف له مخې دا هم له روسي نسله دى هم ځان راباندې وليد ښه رانيږدې شو خو چې زما تندۍ يې ورين وليد څو ځله يې خپل د کشف کمال وښود بيا لاړ په هغه فاصله څملاست چې زما خوښيږي .
په دې وخت کې مې جېب ته لاس کړ او يوه کوچنۍ کتابچه مې راواخيسته د پورتني څراغ په مرسته مې څو زاړه شعرونه له ځانه سره زمزمه کړل لا مې نوي شعر ته سور نه و برابر شوى چې يو عجيب غږ مې واورېد داسې غږ چې ډېر درد او ترنم يې درلود له ټولو موسيقيو روڼ ، پاک او زړه وړونکى و. لږ ورته ځير شوم ګورم چې له مانه يو څو په شمار متره مخته د بادام دنګه ونه داسې لکه چې انسان رکوع ته ځي او راجګيږي د کعبې په لور په کږېدو وه او له ځانه سره يې ځوږ کاوه زه خو يې په ژبه نه پوهېدلم خو له هر شغ . هر خرپ ، هر ټس او هر انداز سره يې داسې خوند کاوه لکه عبادت چې کوي د ټولې لمانځنې انداز يې له اواز سره ډېر برابر او پر ځاى و. زما په څېر نور خلک هم دې نندارې ته ځير ول دغنمو وږى وږى څک و او ليدل يې چې دنګ بادام څه کول که نه يې منې نو په بله کومه مقدسه شپه پوښتنه ترېنه وکړه.
اينځر خو مکمل داسې ورسره نېشه و چې په هماغه لمانځنه کې يې د بادام پېښې کولې خو ښه راته ونه برېښېده ځکه چې لږ له ونې ټيټ و دې بلې خوا ته مې وکتل الوچه په خپل انداز کې ولاړه وه کټه مټه زما په څېر حيرانه وه نپوهېده چې له بادام سره په دغه عظيمه لمانځنه کې برخه واخلي او که زما په څېر د نورو پاکو ارواوو په ښکلولو پيل وکړي بادام مکمل په وجد راغلى و .اسمان د ځمکې پر مخ د ارواوو دې انداز ته حق حيران و. ستوري هېڅ نه پوهېدل چې د ځمکې پر مخ بې وسه موجودات دومره عظيمه لمانځنه څه ډول کولاى شي اې! په هغه شپه زه دومره بختور وم چې د اسمان دا بې باکه او بې شرمه سپوږمۍ چې د هر چا کور ته منډې ور وهي څو ځله مې وليدله چې د بادام له څانګو راتېره شوه او غوښتل يې زما غيږې ته ځان راوغورځوي ما نه غوښتله ځکه بيا خو يې د بادام د لمانځنې له نندارې او د هغه د عبادت د خوږې سندرې له اورېدلو څخه زما فکر بدلاوه جګ شوم او د بادام د غټې څانګې لاندې کېناستم د هغې څانګې مړوند ډېر غټ و سپوږمۍ نه شول کولاى چې تاو يې کړي او زما غيږې ته ځان ترې راوغورځوي کلک مړوندونه د هر شي خوند کوي ما هم ټول ځان د بادام د غټې څانګې لاندې ترېنه پټ کړ او ښه اخه مې ورباندې وکړه کله چې مې د بادام د غټې ونې د عبادت سندرې ته له نږدې څخه غوږ ونيو په ټولو هغو خبرو پوهېده چې موږ پرې پوهېږو او عمل نه ورباندې کوو خداۍ يې پېژانده، د محمد له عظمته خبره وه او د کايناتو په جوړښت او اداره يې د هغې د پيدا کوونکي له خوا مکمل اېمان درلود.
ما غوښتل چې د بادام ونې ته سلام ورواچوم او پدې ډول يې په خبرو راولم چې د درنو ماشينګڼو رمباړې مې واورېدې ټوپک ته مې لاس کړ سپي هم غوږونه څک کړل زه هم وډار شوم خو ډزې لږ ليرې راته وبرېښېدې بېرته کېناستم او د بادام ونې ته مې ډډه ووهله خو زر ځير شوم چې د بادام ونه بې حرکته ولاړه ده پاڼه يې هم نه ښوري نه يې هغه خوږه سندره شته او نه هم رکوع ته ځان جوړوي له هغې ورځې راورسته زه هره شپه د بادام ونې ته راوځم او خپل رازونه ورته وايم خو هغه هېڅ نه وايي سهار يې چې ګورم په سټه باندې يې د ژاولو په څېر غټې ْغټې اوښکې راوتلي وي زه خو دده د خفګان په بله هېڅ وجه نه پوهېږم خو يواځې هغه درد کېداى شي چې د ډزو د شپې په سهار يې له مانه هم د سړيتوب ټول رنګونه وتښتول. بادام کېداى شي چې په هماغه شيبه خبر شوى و چې بهرنيو ځواکونو په يو کور بريد کړى او د کورنئ څو تنه غړي يې چې ښځې او ماشومان هم پکې و وژلي دي.