دوبۍ کې د نوی لمریزکال په مناسبت یوه لویه مشاعر ه وشوه
14.03.2009 22:49د عربی متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې د افغان ادبي او کلتوري ټولنې لخوا د نوی ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال د رابره کېدو په مناسبت یوه لویه مشاعره جوړه شوه ،چې پکې د لر او بر په لسګونو شاعرانو لیکوالانو او همداراز په سلګونو د شعر مینه والو ګډون کړی و .
مشاعره چې د قران عضیم الشان په مبارکو ایتونوپيل شوه په سر کې د افغان ادبی کلتوری ټولنې مشرانوخپلو ټولو هېوادوالو ته په کور د ننه او بهر کې د نوی ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال مبارکی وویله، او دغه کال یې له ستر خدایه د خپل هېواد او هېواد والو لپاره د سولې ابادۍ او یووالی کال وغوښته همدا زار یې په ټولو سیا سي او وسله والو ډلو باندې غږ وکړ چې سره یو شئ او د وطن د ورانولو او د خپل ملت د نور زهیرولو پر ځای د وطن په ابادۍ کې له یوه او بل سره سیالی وکړئ .
وروسته له هغې ټول شاعرانو، لیکوالانو راغلو میلمنو د رحمان بابا د زیارت الوزول وغندل او د ستر صوفی او عارف شخصیت روح ته د ډاډ او درناوی لپاره په خپلو خپلو ځایونو ودرېدل او یوه دقیقه وژونکي،له غوسې او کرکې څخه ډکه چوپتیا یې خپله کړه .
ورووسته له هغې په ازاد ډول مشاعره پیل شوه چې نږدې اته ساعته یې دوام درلود.
د مشاعرې په پای کې نوموړی ټولنې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ چې پکې يي د افغانستان او پاکستان دواړو حوکومتونو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د پښتو ژبې ددې ستر شخصت عارف او صوفی شاعر رحمان بابا پر مزار برید کونکي پيدا او د قانون مونګولو ته یې وسپاری .
همدا راز یې له ټولو ښکېلو سیاسي او وسله والو ډلو څخه وغوښتل چې د خپلو تربګنیو او دښمنیو په ټس کې دې هېڅ قوم په ملی شخصیتونو او ملی ارزښتونو باندې بریدونه څخه لاس واخلي .