د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په دوبۍ کې افغان ادبي او کلتوري ټولنې غونډه وکړه

جلال خپلواک 13.02.2009 23:25
د ۲۰۰۹ کال د۲ میاشتې په ۱۲ مه نېټه په دوبۍ کې د افغان ادبي او کلتوري ټولنې خپله میاشتنۍ غونډه جوړه کړه.
غونډه چې د قران په مبارکو ایتونو سره پیل شوه نږدې څلور ساعته يي دوام درلود،د حبیب منګل په نوښت د دوبۍ په (العویر)نومی سیمه کې چېرته چې په زرکونو افغانان او په ځانګړی ډول پښتانه اوسیږی جوړه شوی وه چې پکې په لسګونو شاعرانو لیکوالانو او مینه والو ګډون کړی و.
د غونډې لومړۍ برخه مشاعره، دوهمه برخه یې کره کتنه او درېیمه برخه یې د شاعرانو لیکوالانو او فرهنګپالانو تر منځ ازاد بحثونه او د راتلونکی لپاره د ښه او رغنده ګامونو د پورته کولو لپاره په اړینو موضوعاتو باندې خبرې اترې ترسره شوې.
د غونډې مشر مېلمه له خوست څخه راغلی لیکوال او شاعر او همدا راز په خوست کې د ځوانانو د ملي جرګې مرستیال افسرولي سادات و،د غونډې مشر ښاغلی ایاس،مشر کوربه  نور علی شاه کاروان او د دریځ چارې یې د جلال خپلواک په غاړه وې.
د غونډې په پای کې د افغان فرهنګې او کلتورې ټولنې یو پرېکړه لیک هم وړاندې کړ، په  پرېکړه لیک کې يي د افغانستان د کریکټ له ملي لوبډلي څخه په کلکه ملاتړ ښودل شوی و.او په دولت باندې یې غږ وکړ چې له هر ډول قومي،سیمه ییز او نژادی توپیر پرته له ملي لوبډلي  څخه کره ملاتړ وکړي.
جلال خپلواک دوبۍ