د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو نظر په شعرونو د نظیر

انجنیر ارشد نور 22.11.2009 09:34

غواړم د محترم نظیر الحق ” قریشی“ په اشعارو باندی یو څه ولیکم، خو ددې نه مخکښې چې زه د هغه په اړه څه ووایم دا ضروری ګڼم چې په لیکوالانو، شاعرانو او یا د قلم په دوستانو باندی یو څه خبری وکړم.

لیکوال یا شاعر جوړیدل ډیره مشکله خبره ده، هغه ځکه چې دا دواړه په زور او بغیر د احساس څخه نه کیږی، ترڅو چی کوم شخص سره د یو څه لپاره احساس نه وی هغه هیڅ کله هم نه خو څه ویلې شې او نه څه لیکلې شې او هم نه لیکوال جوړیدلې شې او نه شاعر، که چیری خپل ټول کوښښ وکړی او یوه وړه مقاله یا شعر ولیکې، مګر بیا به هم په هغې کې ډیری خالیګاوی موجودی وی، او د لری نه به بریښې چې دا لیکوال یا شاعر ندی بلکې د وخت او احساساتو سره لوبې کونکې دی، مګر که یو ساده د غرونو او د خآورو په کورو کې اوسیدونکه شاعر د خپل احساس سره یو ډیر لنډ شعر یا مقاله ووایی، نو په هغه کې به ډیر خوند وی د هغه چا څخه کوم چې د ښارو په لوړو لوړو بنګلو کې اوسېږی او په اعلې درجه پوهنتونو که یی زدکړه کړی وی . همدارنګه لیکوالان او شاعران په یوملت، قوم او ټولنه کې د زړونو حیثیت لری او په کومه ټولنه کې چې دوی نه وی هغه ټولنې او قومونه نه یواځې بربادیږی بلکې ورکیږی ، دوی دې چې د مظلوم اواز راجګوی، دوی دې چې د غریبو دغربت چغې د شتمنو غوږونو ته رسوی او هم دوې د خپل ژوند څخه تیریږی او د خپل ملت او قام نوم ژوندی ساتې .
نظیر الحق هم یو داسې شاعر دی چې د خټو په کلوکښې ژوند تیروی، خو د مینې جزبی یی د ښارو د لویو لویو تعمیرونو څخه جګې دی، نوموړی د لغمان ولایت د صوفیانو د کلي اوسیدونکې دی، څرنګه یی چې د کلي نوم صوفیان دی همدا رنګه اوسیدونکې یې هم په زړونو پاک او صوفیان دی.
د نوموړی په شعر کې د پښتنو د نامتو شاعرانو په څیر یو راز او احساس موجود دی، د نوموړی شاعری په څو برخو ویشل شوی ، په هغې کښې که یو خوا د هیواد سره د مینی سرګندونی دی بل خوا د مین ، ژبی او ملت سره یې خپله مینه ښودلې ، نظیر د هیواد په مینه کې ډوبیږی او د خپل هیواد په اړه څه داسې وایې :
دا د ابــدالـــیانو کــور دی دا د غزنویانو کور
دا د مــــېـړنیو کـــــور دی دا د اتـــلانو کــــــور
دلــته د شهیـــد څلي دي دلته د غازیانو کــور
غــیږ کــې به راټول نـظیره کونډې یتیمان کړو
جــوړ افغـــــانــــــستان کــــړو
جــوړ افغـــــانــــــستان کــــړو

خپل ولس ته نظیر څه داسې وایې :
خیر دی که څومره شي حالات په مونږه سخت ملګرو
راځــــی د وخـــــت خــــبـــرې وکــوو په وخت ملګـــــــــرو
بـــــیا بــــه پــه یوه چـــیـــغه زمــونږه ټول جــــهان لــړزیږی
کــــه مــــونږ صـــــفا کړو له کینو د زړونو تخت مـــــلګرو

نظیر د زړونو ماتونکو ته په لاندی توګه نصیحت کوی او وایی :
نورې ترخې خبرې مه کړی چې پرې زړه ماتېږی
خـــوږو خبرو باندې ولې ستاسو خوله ماتیږی

مونږ چې خلق شوي پیدا شوي یو ټول مینې لره
څوک چې په دغو لارو ځي زړونه یې نه ماتیږي

نظیر چې کله په مینه کې ډوب شی نو بیا د خپلی محبوبې ستاینه په لاندی ډول کوی او وایی :
غــوټۍ چې وسپړي ګلونه د بهار له مــــــــخه
اخلي رنګونه سره او سپین زما د یار له مخه
مـــــلا پـــه نــــــیمه شپـــه اذان دصــبایی وکوه
راغـــله رڼـــا د یــار لـــه مـخه کـه سهار له مخه

همدارنګه نوموړي د ژوند د هری برخې لپاره په یو داسې عمر کې چې ډیر کم دی، شعرونه ویلی چې په رښتیا هم د ستاینې وړ دی، که چیری مونږ د نظیر الحق ” قریشی “ شعرونه ولولو نو دا راته څرګندیږی چې نوموړی صرف د مین او مینی لپاره شعرونه ندی ویلی بلکې د ژوند په هره برخه کې یی خپل احساس ښودله چې دا د یو ځوان لپاره ډیر ګران کار دی او باید هر یو ځوان د نوموړی د شعرونو څخه پند واخلی او د ده پشان د خپل ملت غمښور شی، د ژوند په هر ډګر که ورته بریالیتوب غواړو او خدای دې وکړی چې خپل ویده ملت په خپلو شعرونو راویښ کړی لکه مخکښې چې زمونږ نورو شاعرانو کړی وه .