د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننگرهارکښې د کانکور داړه ماران !

انجنیر ارشد نور 21.03.2008 19:41
د تېرې چارشنبې له ورځې په ننگرهار پوهنتون کښې د کابل رالېږل شوي پلاوي او د ننگرهار پوهنتون يو شمېر مسوولینو د کانکور دنومليکنې او د پېژندپاڼود ورکولو په نوم ځوانان (د هېواد راتلونکي) په یوه او بله پلمه چور کړل، چې شمېره یې څه نا څه 1100 کسانو ته رسیده.
له زده کوونکيو څخه لومړى له کانکوره دوه میاشتې مخکې 220 افغانۍ اخستل شوې وې ، چې ټولې 242000 افغانۍ کيږي. کله، چې 14 تاریخ شو او امتحان ته یوه ورځ پاتې شوه؛ نو بیا زده کوونکيو ته وویل شول، چې تاسې باید د 15 تاریخ پر 2:30بیا نومليکنه وکړئ. هوکې! ستاسو اسناد له مونږ څخه ورک شوي دي.
کله، چې محصلین د نومليکنې لپاره ټاکلي ځاى ته ورغلل؛ نو مسوولینو له دوه نیمو بجو څخه پر ډوډۍ خوړلو پیل وکړ او تر7 بجو پورې یې ویل، چې مونږ ډوډی خورو . له 7 بجو وروسته هغوی وویل، چې: اوس بايدتاسې مونږ ته د خپلو شهادت نامو او تذکرو کاپیانې او 200 افغانۍ راوسپارئ، څو ستاسې نوې نومليکنه وکړو. بیا یی پیا ده گانو ته هدایت وکړ، چې که څوک نومليکنه غواړي د شهادت نامې او تذکرې له مخې د نفر په سر 500 افغانۍ ترې راټولې کړئ! له دغه هدایته وروسته د زده کوونکو نومليکنه پيل شوه . د یادونې وړ ده چې د دې پیسو په راټولولو کښې د پوهنتون د نورو مسولینوترڅنګ د محصلینو چارو ریس او پیا ده ګانو یی د زړه له کومې ونډه واخیسته .
دا ورځ هم تېره شوه او د امتحان ورځ راغله؛ نو هغوی يوازې هغو کسانو ته د امتحان کارتونه ورکړل ؛ چا، چې د 200 افغانیو پر ځاى 500 افغانۍ ورکړې وې . نورو پاتې زده کوونکيو ته یې وویل، چې تاسې باید بل کال ته امتحان ورکړئ. زده کوونکيو ونه منله او ټولو پرېکړه وکړه، چې باید مونږ له کابله راغلى پلاوى پرېنږدو، چې بېرته لاړ شې . که مو زور ونه رسید؛ نو باید د کابل- ننگرهار لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړو، خو په دې خبرو خبرو کښې د کانکور امتحان پیل شو، ملي پولیس راوغوښتل شول. زده کوونکيو غوره وگڼله، چې خپلو کورو ته لاړ شي، خو ددولت پر ضد دکارکولو گواښونه يې وکړل.
کله ، چې زده کوونکۍ کورو ته ستانه شول؛ نومسوولینوتش ډاگ ته اعلان کړه، چې اوس به 3 بجې مونږ پرته له نومليکنې د کانکور ازموينه اخلو، خو په دې نوې ازموينې کښې یو زده کوونکې هم برخه نه لرله ؛ ځکه ټول ترې تلي وه .
دا مو چارواکي اودا موپوهنتونونه یا دزدکړو ځایونه دي. په دې پوهنتونو کښې يوازې هغه ځوانان زدکړه کولی شې، چې د پوهنتونو له نا ټاکليو يا وارد کړای شويو (Imported) ریيسانو یا لوړپوړيو چارواکو سره وپېژني او یا هم د هغوی د څوکۍ په کچه پیسې ولري .
زمونږ پوهنتونونه یا زمونږ د زدکړو وزارتونه ځوانانو ته د دې پر ځاې، چې د علم حاصلولو لپاره لارې اوارې يا لنډې کړي، څو هېواد پرې د پرمختگ او ودې پر لوري سم شي؛ دوی دځوانانو د زدکړې لارې د یوڅو روپو لپاره بندوي . کله، چې له دوی څخه پوښته وشي، چې ولې ځوانان کړوئ او ولې ېې د علم د تر لاسه کولو لار بندوئ؛ نو د هغوی ځواب دا وي، چې مونږ پوهنتونونه نه لرواو زمونږ تنخوا گانې کمې دي. که ورته ووايئ، چې ولې نور پوهنتونونه نه جوړوئ او یا نادولتي پوهنتونوته ولې د کار برخه نه ورکوئ؛ نو بیا وايي، چې دولت بودیجه نه لري اود نادولتي پوهنتونو د زدکړې د ورکولو سطحه ټیټه ده.
کله، چې ځوانان له داسې پېښو سره مخ شي؛ نواړينه ده ، چې د خپل هېواد له دولت او حکومت څخه خوا بدي شي اوبیا د دولت پر ضد هڅې پیلوي. لکه ، چې لیدل شوي هم دي .
راځئ، چې ټول په گډه د داسې پېښو مخنیوې وکړو او ورته داړه ماران دې ته پرېنږدو، چې زمونږ د بچیانود علم ،زده کړې او پرمختگ لار بنده کړي یا هغوی دې ته و هڅوي، چې د گران هېواد افغانستان پر ضد بېلابېلې منفي هڅې ترسره کړي .
په درناوی . . .