د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د متحده ایالاتو تور او سپین پوستې

انجنیر ارشد نور 07.11.2008 14:16

لسګونه کاله دمخه کرستفر کولمبوس د هغې الی په واسطه چی مسلمانانود هارون الرشید په وخت کښې جوړه کړی وه (قطب نما)په واسطه د بحر طوفانې چپی وشکولی او یوه نوی لویه وچه یا یوه نوی نړی یی کشف کړه چې امریکا ونومول شوه.

کله چی امریکا کشف شوه ، نو هغه اروپایان چې د خپلو ظالمو پاچاهانو د ظلمونو څخه په تنګ راغلې وه او هیڅ قسم مذهبې او تجارتې ازادی یی نه درلوده او هر څخه به د پاچا په خوښه کیدل د ولس په هیواد کښی هیڅ واک او اختیار نه وه ، نو دې بې وسو اروپایانو امریکا ته سفرونه شروغ کړل او بلاخر دې ته مجبور شول چې په دې نوی ځنګلې وچې کښې ژوند کول پیل کړی ترڅو خپله مذهبې او تجارتې ازادی هم په دی ځاې کښې تر لاسه کړی، دوی په دی وچه کښې خپل تجارت ته وده ورکړه او ډیره شتمنی یی ترلاسه کړی، کله چې نورو اروپای توجارانو امریکانان ولیدل نو هغو هم په دی هڅه کښی شول چې دې نوی نړی ته لاړ شی او هلته خپل تجارت پیل کړی نو هغوی په همدی نیت امریکا ته د خپلو تور پوستو غلامانو سره انتقال شول، دغه تور پوستې د کلونو، کلونو لپاره د هغوی سره د غلامانو په توګه پاتې شول، دوی ته په امریکا کښی د سپین پوستو په سیر حقوق نه ورکول کیدل او اکثرو سپین پوستو به دوی ته په بده سترګه کتل ، خو د وخت په تیریدو تورپوستو د غلامی د ځنځیرونو په ماتولو پیل وکړ، چې په هم دې وخت کښی یوه واقع رامینځ ته شوه چې دې واقع په تورپوستو کښی د اذادی جذبه نوره هم تیزه کړه چې هغه واقع څه داسی وه .
د امریکا په بسونو کښی د سپین پوستو لپاره جلا او ښه سیټونو ټاکلې شوی وه، خو یوه ورځ په هغې سیت یوه تورپوستې ښځه کښیناسته کله چې ورته د سپین پوستو لخوا وویل شول چې دا دستاسې ځای نده نو هغه د سیټ نه پانه څیده چې خبره جنګ ته ورسیده او سپین پوستو هغه ښځه په وهلو وهلو د بس څخه ښکته کړه، کله چې دا واقع وشوه نو تورپوستو کښی د اذادی لپاره یو اور او یو طوفان راپورته شو چې ددې طوفان مشری مارټر لودر کنګ په غاړه واخسته .
مارټرلودر کنګ یو ډیر پوه او ذهین شخص وه، هغه تورپوستې راټول کړل او یو تاریخې تقریر یی ورته وکړ چې امریکا کښی دا تقریر د (I HAVE A DREAM) په نوم مشهور ده، هغه وویل په امریکا کښی باید نسلې امتیازات ختم شې، باید تور په سپین او سپین په تور هیڅ یو امتیاز ونه لری او باید تورپوستو ته د نورو په شان برابر او یو شان حقوق ورکړل شې .
هغه وویل چې زما دا خوب ده، زما دا هیله ده او زما دا امید ده چې یوه ورځ په امریکا کښی هر ډول امتیازات ختم شی او د امریکا ټول وګړی سره مساوی او یو شان حقوق ولری،
خو د څو کلونو کوښښونو باوجود هم هغه ونه توانید چې د تور او سپین ترمینځ واټن ختم کړی او بلاخر د سپین پوستو د یوه ګروپ لخوا په قتل ورسید او د نسلې امتیازاتو ختمولو په ارمان د نړی څخه ولاړ.

مګر د هغه خوب، خوب پاتې نشو هغه 44 کاله پس هغه وخت ریښتیا شو کله چې بارک حسین اوبامه د امریکا د ولسمشری چوکې ته د دمکراتانو لخوا وټاکل شو او وتوانید چې د ولس رای حاصله کړی .
اوس ټوله نړی او خپله امریکایان اوبامه ته سترګې په لار دې، امریکایانو خپله رای اوبامه ته صرف د دې لپاره ورکړه چې اوبامه د مشکلاتو خل د مذاکراتو له لاری نه غواړی نه د جنګ او لمبو د لاری نه ، امریکایان د جنګ د پالیسې څخه دومره په تنګ راغلی وه چې بلاخر دې ته هم چمتو شو چې یو داسې شخص ته رای ورکړی چې هغه نه خو د دوې د نسل او نه د دوی په د رنګه ده .

اوبامه په خپل انتخابې کمپین کښی د بدلون خبره کړی وه، او هم هغه ویلې وه چې هغه د عراق، افغانستان، فلسطین او کشمیر شخړی حل کول غواړی ، همدې شعار وکوله شو چې د امریکا د اکثریت ولس رای راجزب کړی .

خو اوس که چیری اوبامه د افغانستان او نورو هیوادونو د ولسمشرانو په شان د خپلو وعدو څخه په شا شو، نو اوسه پوری خو تورپوستو څخه صرف د امریکا سپین پوستو نفرت کاوه مګر بیا به ترینه ټوله نړی نفرت کول شروع کړی او که چیری هغه په ریښتیا هم د جنګ او جګړی د فلسفې ختمول وکړی نو بیا به د تورپوستو نوم ټوله نړی په احترام اخلې.