د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرچينې: د درغليو په اړه په پاريس کې کنفرانس ولسمشر حامد کرزی وارخطا کړی دی

عبادالله کامراني 31.08.2009 16:54

ټول افغان ته باوري سرچينې د نوم د نه يادونې په شرط ويلي دي چې ولسمشر حامد کرزی دا مهال تر پخوا ډېر وارخطا دی.

د ولسمشر حامد کرزي رنګه هغه وخت په نړیوالو رسنیو او په کابل کې مېشت ديپلوماتيکه ټولنه کې بده شوه چې د زمري د ۲۹ په ټاکنو کې د زيات شمېر درغليو څرک ولګېد او وروسته په یقين بدل شو.

سرچينه زياتوي چې ولسمشر حامد کرزی د چارشنبې په ورځ  د فرانسې په پاريس کې د درغليو په اړه جوړېدونکي نړیوالې غونډې وارخطا کړی دی او په دې موخه چې د ټاکنو د پايلې په اړه د نړيوالو د خفګانونو د زياتېدو مخه ونيسي، د یو شمېر نورو مخکښو نوماندانو سره ليدنې پيل کړي دي. په کتنو کې ولسمشر حامد کرزي له نوماندانو غوښتي دي چې د ټاکنو د پايلو تاييد اعلان کړي. سرچينې له دې ډډه وکړه چې نوماندانو د تایید په بدل کې د واک د ورکولو په اړه معلومات ښکاره کړي.

د ولسمشر کرزي د وارخطايي بله وجه په ټاکنو کې د پايلو په اړه تازه او نوي ثبوتونه برسېره کېدل هم دي. تر دا مهال د ټاکنو د شکايتونو کميسيون ته د درغليو په اړه تر دوه زره زيات شکايتونه رسېدلي دي.

سرچينه وايي چې په کابل کې مېشت بهرني ديپلوماتان اوس ټول په دې باور دي چې عبدالله عبدالله په شمال او ولسمشر حامد کرزي د هېواد په بېلابېلو برخو کې پراخه درغلي کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د امريکا حکومت دوه ورځې وړاندې په ټاکنو هر ډول درغلي وغندله. دا غندنه په داسې وخت کې اعلانېږي چې تر دې دمخه افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک د ولسمشر حامد کرزي سره په درغليو کېدو خفه شوی و او سره یې لانجه یې کړې ده.

له بله پلوه ټول افغان ټکی کام خبر شوی دی چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ميرويس ياسيني په مشرۍ یو شمېر نوماندان هوډ لري چې په ټاکنو کې د درغليو ضد مبارزه نوره هم تېزه کړي. دوی هوډ لري چې که د دوی د شکايتونو په اړه د ټاکنو د شکايتونو کميسيون سمې څېړنې ونه کړي نو خبره به د افغانستان سترې محکمې ته وړاندې کړي.

نوماندانو ته نږدې سرچينې وايي چې دوی پوهېږي چې ستره محکمه او قاضيان یې د ولسمشر کرزي د نېغ اغېز لاندې دي او د نوموړي ضد پرېکړه نه شي کولای، خو دوی غواړي په دې کار ولس ته وښايي چې په افغانستان کې قضا او محاکم خپلواک نه دي او خپلواکۍ ته یې اړتيا ده.