د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هولبروک د حامدکرزي سره په ټاکنو کې د درغلۍ په سر لانجه کړې ده

عبادالله کامراني 27.08.2009 12:43

ټول افغان ټکی کام  ته باوري سرچينو ويلي دي چې افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک په ټاکنو کې د درغليو له برسېره کېدو څخه وروسته د ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي او په ټاکنو کې د پراخه درغليو په سر یې د نوموړي سره شور کړی دی.

د سرچينو په اساس د هولبروک او کرزي لانجه هغه وخت رامنځ ته شوه چې هولبروک له کرزي شکايت وکړ چې په ټاکنو کې یې ((پراخه درغلي)) کړې ده.

سرچينه وايي چې ولسمشر حامد کرزي ته امريکا وړاندې شنه رڼا ښوولې وه چې ټاکنې په لومړي پړاو کې پای ته ورسوي، خو ولسمشر حامد کرزي او پلويانو یې له اړتيا زیاتې رایې د ځان په ګټه په صندوقانو کې واچولې چې د نوموړي رایې یې تر ۷۰٪ واړولې.

امريکايان او اروپايان اوس په دې باور دي چې د ټاکنو شفافيت ورسره ډېری خلک نه مني او خلکو ته جوته شوې ده چې عبدالله عبدالله د خپل نفوذ په سيمو کې او ولسمشر کرزي د افغانستان په بېلابېلو او په ځانګړې توګه سوېلي او ختيزو ولايتونو کې په خپل ګټه له رایو صندوقونه ډک کړي او د نورو نوماندانو رایې یې له منځه وړي دي.

امريکايانو او اروپايانو  د بېلابېلو نوماندانو سره کتنې پيل کړي تر څو د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه د هغوی نظرونه واخلي.

سرچينه دا هم وايي چې په نورستان کې له چورلکې څخه  د یو کانټينر رایو د ورکېدو یو لامل دا هم دی چې د ولسمشر حامد کرزي د رایو سلنه راښکته شي.

د يادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاند د ټاکنو د خپلواک کميسيون مسوولينو رسنيو ته وویلې چې له نورستان څخه د یو کانټينر رایو د انتقال په وخت د چورلکې پورې تړلی کانټينر سوری شو او د رایو صندوقان او ورسره ټول اسناد په غرنيو سيمو کې وغورځېدل. نورستان یو له هغه سيمو څخه دی چې د ولسمشر کرزي مخالف نوماندان په کې د نوموړي په ګټه د درغليو کېدو دعوه لري.