د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فارن پاليسي: د ټاکنو اصلي ګټونکی قسيم فهيم دی

عبادالله کامراني 01.09.2009 11:53

له امريکا څخه خپرېدونکي د فارن پاليسي په نامه مجله په خپله نوې څېړنه کې وايي چې د افغانستان د زمري د ۲۹ نېټې د ټاکنو اصلي ګټونکی ولسمشر حامد کرزی یا عبدالله عبدالله نه دی، د دې ټاکنو اصلي ګټونکی قسيم فهيم دی چې د ژوند ترپايه د مارشال لقب لري.

د فارن پاليسي په دې ليکنه کې چې هيلري مان لیوريټ نن خپره کړې ده قسيم فهيم په جنګسالار، د مخدره توکو قاچاقبر او پېژندل شوی دی. په ليکنه کې شکونه ښودل شوي دي چې فهيم د خپل پخواني مشر احمدشاه مسعود په وژنه کې لاس ولري خو په ۲۰۰۱ ز کال کې د مسعود د وژنې په مهال د امريکا استخباراتو د دې احتمال په اړه ځکه پلټنې ونه کړې چې امريکا پرېکړه کړې وه چې قسيم فهيم به په کابل کې د واک په لوبه کې مهم لوبغاړی وي. د ليکنې ډېری برخه په دې څرخي چې فهيم څنګه د مسعود په وژنه کې لاس لرلو.

فارن پاليسي په دې ليکنه کې ويلي دي چې که حامد کرزی یې وګټي او که عبدالله عبدالله یې وګټي د دولت امنيتي ارګانونه به ټول د قسيم فهيم په لاس کې وي چې په افغانستان کې به د ولسمشر باراک اوباما تګلاره د خطر سره مخ کړي ځکه هغه ټولې هڅې به په سيند لاهو شي چې د یو پياوړي افغان پوځ او امنيتي ارګانونو لپاره دا اته کاله وشوې.

ليکواله چې د طالبانو د پروزولو په مهال امريکايي چارواکې او د افغانستان په سياست کې دخيله وه وايي چې فهيم د مسعود له وژنې وروسته تاجکستان ته وتښتېد او نه یې غوښتل چې د طالبانو ضد جګړه کې برخه واخلي. نوموړې شکونه ښايي چې قسيم فهيم د القاعده لپاره مسعود وژلی دی. هيلري دا خبره هم کړې ده چې سره د دې بيا هم امريکايانو فهيم ته په مليونونو ډالره ورکړل چې ډېری یې هغه پټ کړل.

ټوله ليکنه په انګليسي ژبه دلته لوستلای شﺉ.