د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حامد کرزي ټولنیز شخصیت

زړګی افغان 22.07.2009 14:18

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د داسې یوه اغیزمن شخصیت خاوند دی چې د خپلو مجلسونو په لړ کې د هیواد او نړۍ له هرې طبقې وګړو سره په خپله ژبه د خبرو کمال لري چې موږ په دې ځای کې د افغانستان د ولسي وګړو سره د نوموړي د مجلس د انځور د وړاندې کولو هڅه کوو. د حامد کرزي یوه لویه ځانګړنه دا ده چې هغه د افغانستان د ټولو طبقو له وګړو سره زیات مجلسونه کوي، د هغوی غوښتنې، ستونزې، وړاندیزونه او طرحې په ورین تندي اوري او هغوی ته معقول ځواب وايي او د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره اړوندو مراجعو ته لارښوونې صادروي. همدارنګه هڅه کوي چې د خلکو ځینې مشکلات د روان مجلس په ترځ کې حل او ځینې نور بیا د لازمو اجراآتو لپاره اړوندو وزارتونو، ریاستونو او چارواکو ته حواله کړي.

ښاغلی حامد کرزی له ولسي وګړو سره د خپلو ملاقاتونو په ترځ کې لومړی د راغلیو خلکو ویناوالو ته نوبت ورکوي چې د قرآن کریم له تلاوت وروسته د خپلي ټاکلي مهال ویش له مخې خپلې ویناوې د خپل ولسمشر حضور ته واوري، خپلې ستونزې، وړاندیزونه، طرحې او غوښتنې مطرح کړي. پر دې مهال ښاغلی حامد کرزی د دوی خبرې په غور سره اوري او کله کله خو د وینا پر مهال د ځینو ټکو په باب وضاحت هم ترې غواړي او د هغه خبره د ویناوال له لوري تکراریږي چې ښه یې واضح کړې نه وي. کله چې د ولسي خلکو د راغلي پلاوي د ویناوالو خبرې خلاصې شي او د ولسشمر د خبرو نوبت را ورسیږي نو د بسم الله، د خدای د ثنا او د اسلام په ستر پیغمبر باندې د درود ویلو څخه وروسته لومړی راغليو خلکو ته ښه راغلاست وايي او غالبا دغه جمله پکې وي: ( خدای مو راوله، هر کله راسی، د همیش په څیر ستاسو په راتلو او لیدو دومره خوښیږم چې د ټولې ورځې د کار ستړیا مې رفع سي) له دغه لنډې مقدمې وروسته د افغانستان ولسمشر هغو ټکو ته تر تیب سره اشاره کوي چې په خپل قلم یې د ویناوالو د غوښتنو په اساس لیکي وي او د هر ټکي په هکله بیلې بیلې خبرې کوي. کله کله خو د ځینو مسایلو د ښه وضاحت او ځینو پراختیايي پروژو د عملي کولو په اړه له ناستو وزیرانو او حکومتي چارواکو څخه پوښتنې ګرویږنې هم کوي څو موضوع واضح او د غونډې د ګډونوالو قناعت ترلاسه شي.

حامد کرزی هڅه کوي چې د راغلیو خلکو سره په خپله ژبه خبرې وکړي او د خپلو خبرو په ترځ کې ځینې داسې کیسې هم و کوي چې له هیلو او امیدونو څخه ډک پیغامونه ولري او د اوریدونکو پاملرنه نوره هم خپلې خواته ور جلب کړي. هغه همدارنګه د خپلو خبرو په ترځ کې داسې ساده او له عبرت څخه ډک مثالونه هم وړاندې کوي چې له پاملرنې سره یو ځای د موضوع په هکله قناعت او وضاحت پکې پوښلی وي.
حامد کرزی همدارنګه د ځینو خبرو د تایید لپاره د غونډې د ګډونوالو رایه اخلي او هغه وخت خپله خبره د موضوع په اړه د ثبوت په تله کې ږدي چې د غونډې د ګډونوالو له مثبتې رایې سره مخ شي خو له دې سره سره که د غونډې ګډونوال د نوموړي خبرو ته مثبته رایه ور نه کړي نو نوموړی نه خفه کیږي بلکي په ډیره خوښۍ سره هڅه کوي چې ستونزې ته له بلې زاویې څخه د حل لاره و مومي.
کله کله داسې هم کیږي چې د ځینو ټکو د ښه وضاحت او پراختیايي پروژو د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره له خلکو سره د مجلس په ترځ کې د افغانستان ولسمشر له اړوندو چارواکو سره د تیلفون له لارې تماس و نیسي او د موضوع په هکله معلومات ترې وغواړي. د دې سره سره کله چې د پراختیايي پروژو او ځینې جدي ستونزو په هکله زیات معلومات ته اړتیا وي نو د خپلو خبرو له پای ته رسولو څخه وروسته ښاغلی حامد کرزی د خپلې کابینې یوه وزیر ته د مجلس مشري سپاري، مجلس له خلکو سره ادامه پیدا کوي او ولسمشر خپل دفتر ته تشریف وړي.
په ځینو مجلسونو کې د افغانستان ولسمشر د خلکو په مخکې له خپلو وزیرانو او راغلیو استازو څخه د کار د پرمختیا راپور اوري او که نوموړي چارواکي پوره معلومات نه وي راوړي نو بیا ورته وايي چې بل ځل د موضوع په هکله د کافي معلوماتو سره یو ځای مجلس ته حاضریریږي. که چیرې کومې موضوع ته د مجلس په ترځ کې عاجل حل و نه موندل شي نو ښاغلی حامد کرزی هڅه کوي چې په نږدې وخت کې له راغلي پلاوي سره یو ځل بیا و ویني او یا دا چې موضوع د کابینې مجلس ته معطل کړي او له راغلي پلاوي څخه غوښتنه کوي چې د دوی دوه یا درې استازي هم د کابینې مجلس ته حاضر شي څو نوموړې موضوع ته بیړنی او اغیزمن حل پیدا شي.
کله چې له خلکو سره د ولسمشر حامد کرزي مجلس د ختم لحظو ته ور نږدې شي نو ښاغلی حامد کرزی له خلکو سره په داسې حال کې مخه ښه کوي چې خپلو خلکو ته د موسکا، خوښۍ او زړه سوي په دوربین کې ګوري او له هغوی سره د بیا بیا ملاقات هیله څرګندوي.
ښاغلی حامد کرزی هڅه کوي چې د خلکو په منځکې د راغلیو سپین ږیرو او مشرانو زیات درناوی وکړي، د ډوډۍ په میز یې خپلې خواته نږدې کښینوي او د هغوی د هر یوه خبره په غور سره واوري.
داسې هم پیښ شوي دي چې د ټاکلي مهال ویش سره سم د خلکو خبرې خلاصې شي او نوبت ولسمشر ته ورسیږي خو په دې حالت کې بیا هم چا خپل لاس پورته کړی او د خبرو غوښتنه یې کړې وي نو ولسمشر حامد کرزی هغه ته له خپلو خبرو د مخه نوبت ورکوي اوخبره یې په غور سره اوري.
کله چې مجلس ختم شي نو ولسمشر په داسې حال کې چې د مجلس هر ګډونوال ته د مینې ځانګړی احساس وړاندې او په دواړو لاسونو سلام کوي د راغلي پلاوي څخه د مجلس له تالار څخه د خپل دفتر په لوري خوځي. د مجلس د رسمي اختتام څخه وروسته زیاتره وخت داسې هم پیښیږي چې ښاغلی حامد کرزی د خلکو منځ ته ورشي او له ټولو راغلیو کسانو سره په لاس او غیږه روغبړ وکړي چې داسې ځانګړتیا په پخوانیو مشرانو کې کمه لیدل شوې ده. د خلکو منځته ته تر ورتللو وروسته هم ولسمشر هڅه کوي چې د هر سړي خپله واوري او که چیرې اړتیا پیښه شي نو په همدې وخت کې چارواکو ته ځینې لارښوونې صادروي او که اړتیا پیښه شي نو هغه شخص د مشکل د حل لپاره له ځان سره بیايي او د مشکل د حل کولو هڅه یې کوي.
ښاغلي ولسمشر کرزي د خپلې څو کلنې واکمنۍ پر مهال د لسګونو زره خلکو سره د بیلابیلو ملاقاتونو په ترځ کې لیدلي او له هغوی سره یې مجلسونه کړي چې دا شمیره د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.
له خلکو سره د حامد کرزي مجلسونه زیاتره وخت د ماسپښین د لمانځه او د غرمې د ډوډۍ څخه وروسته تر سره کیږي او د افغانستان د خلکو مختلفې طبقې لکه قومي مشران، پوهان، عالمان، د پوهنتونونو، لیسو او ښوونځیو له استادانو، زده کوونکو، محصلینو، ځوانانو، د مدني ټولنې استازي، د ملي سوداګرو او صنعت کارو له مسوولینو، ولسوالانو، والیانو او د هیواد د هرې طبقې له وګړو سره د اړتیا پر مهال او د خپل مخکیني ټاکلي مهال ویش له مخې کتنې کوي او هغوی خپل حضور ته مني.
ښاغلی حامد کرزی د خپلو ملاقاتونو په لړ کې له ځینو مشرانو او سپین ږیرو څخه د دوی د صحت، سیمې، اقتصادي، تعلیمي او هر اړخیز حالت په هکله ځانګړې پوښتنې هم کوي او د هغوی د ښه حالت په څرګندولو سره د خوښۍ اظهار کوي. همدارنګه کله کله د پخوانیو وکیلانو، سناتورانو او قومي مشرانو په هکله هم معلومات ځینې غواړي چې ګواکي هغوی چیرې دي، ژوند یې څرنګه دی او هغه کسان چې وفات شوي وي د مغفرت په دعاګانو یې نمانځي.