د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حامد کرزی او د سولې د هڅو اړتیا

زړګی افغان 21.07.2009 17:50

سوله هغه نوښت دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي د افغانستان خلکو ته د خپلې واکمنۍ پر مهال په ریښتنې بڼه ډالۍ کړه. سره له دې چې تر دې دمه د هیواد په ځینو سیمو کې اوس هم امنیتي ستونزې شته او د افغانستان غلیمان نه پریږدي چې د دې هیواد وګړي د سراسري سولې، یووالي او رفاه په پلوشو کې ژوند وکړي خو سولې نن د افغانانو د ژوند په زیاتو اړخونو باندې خپله مهربانه سیوره غوړولې او د ورځې په تیریدو سره د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کیږي. د دې سره سره سوله بیا هم رغنده، ریښتنو او پریکنده هڅو ته اړتیا لري چې د افغانستان ولسمشر او زړه سواندي اړخونه د هغه د تامین لپاره په مسلسلو هڅو لګیا دي. د افغانستان خلک هیله من دي چې بالآخره د دې هیواد ځوریدلي خلک به د سولې، ثبات او عمومي پرمختګ په پلوشو باندې ښکلي کیږي او د خپلو آرمانونو ځولۍ به تر لاسه کوي. په دې مقاله کې هغو هڅو ته اشاره کیږي چې باید د سولې د تامین لپاره وشي.
په سوله اوامن كي ژوندكول دهري ټولني دولسونو رواغوښتنه ده
زموږ كړيدلې ولس چې درې لسيزوپه اوږدوكي يې بې ساري كړاونه ليدلي
دى ته ليواله دي ترڅو په هيوادكې يې سراسرې سوله اوامنيت ټينګ شي اوټول افغانان دسولې اوملى يووالى په سيورى كى دورورۍ اويووالي په رڼاكي ژوندوكړي
په افغانستان كې دنويو بدلونونوپه راتګ سره دملې يووالې ترڅنګ دسولې اوسراسري امن لپاره هم هڅې پيل شوي ترڅودهيوادټول ولسونه ديوموټى اوواحد افغانستان دنه جلاكيدونكوبچيانوپه توګه ديوشان حقونونه برخمن شي اوهرقوم اوډله دلوى اويوموټى افغانستان په سپيڅلي هنداره كې د خپلې پرمختیا، ښکلا، بیا رغونې، خوښۍ او خوشحالۍ تصوير وګوري
خودخواشينې ځاي دادي چې تراوسه لاځيني ډلي اوكړۍ دسولې اوپخلاينې په دي ستر بهير كې ګډون نه دي موندلي بلكه دهيواداوولس په وړاندي يې په وسله واله جګړه لاس پوري كړي ،په داسي حال كې چې زموږ دهيواد بهرني دښمنان دغسي يوى موقع ته په كمېن كي ناست دي اوغواړي زموږ دكړيدلى ولس له دى ناخوالى حالت نه دخپلوشومواونارواګټودترلاسه كولوپه موخه ګټه پورته كړي اوافغانان يوځل بيا ديواوبل په وړاندى په يوه اوبل نامه وجنګوي اودافغانانو دردونو، غمونو، ستړیاوو، دربدریو او وروسته پاتې كړاونوته ترډيري مودى پوري دوام وركړي
ټولوته ښكاره ده چې د هيواد په اوسنيوناراميو كې په څرګنده دافغان ولس ددښمنانومستقيم اولوى لاس شته اونه غواړي چې افغانان دسوكال اوارام ژوندانه څښتنان شي
په هيوادكي دسولې اوپخلاينې دهڅوپه پايله كې ډير شمير هغو افغانانو چې په  جګړه ئيزوهڅولګيا وو،دجګړى نه لاس اخيستى اودسولې او پخلاينې له بهير سره يوځاى شوي اواوس پخپل كوراوكلى كې له عزته ډك سوله ييز ژوند پرمخ بيايې خولاتراوسه هم يوشمير كسان اوډلي چې دوطن اوولس په وړاندى په جګړه لګيا دي دسولې او پخلاينې دبهير سره نه دي يوځاي شوي له بده مرغه خپل کور ورانوي اودجګړه ييزوفعاليتونوڅخه يې لاس نه دي اخيستى
دڅوكلونوپه بهير كي دهيوادډيري ناامنه سيمي دهيوادجنوبې سيمې اوهغه سيمې وې چې دپاكستان له پولوسره نزدي پرتې دي ،افغاني چارواكوڅوځلې پاكستان ته ددى خبرى يادونه كړي اودايې هم ويلي چې پاكستان بايد دترهګروپه ضد مبارزه كې رښتينې ګامونه واخلي ترڅوپه دغوسيموكې دترهګروځالې ړنګي شي ،خوپاكستان دي خبروته چندان پاملرنه نه كوله چې په پايله كې دافغانستان اوپاكستان ترمنځ دناندريوسلسله ډيره اوږده اوتنده شوه خودغبرګونونواوناندريودغه لړۍ هغه وخت ډيره تنده اوتيزه شوه كله چي دامريكي چارواکو سيمي ته سفر وكړ اودپاكستان چارواكوته يي داروښانه كړه چي پاكستان بايد دتروريزم په ضد جګړه كي كوټلې ګامونه واخلي او خپلي هڅې نوري هم ګړندي كړي ،كه څه هم چي دپاكستان مشران دافغانستان په وړاندي همیشه منفي غبرګون څرګندوي او چندان همکاري نه ښيي
خو دنړيوال فشار له امله يي دوزيرستان او سوات په ناامنه سيمو کې چيرته چې دترهګرومشران اوډلې اوسي په پوځي عملياتولاس پوري كړ اونړيوالوته داسي ښیي چې پاكستان كلك هوډ لري ترڅوپه دغه سيمه كي دترهګروځالي ډنګي كړي ،خودابه وخت ثابته كړي چي پاكستان پخپل دي كار كي څومره رښتينى دي اوتركومه بريده غواړي ترڅود ترهګرو دله منځه تلوپه لاركي پياوړي اورغنده ګامونه واخلي او سیمه له ورانکارو ډلو څخه و ژغوري.
د چارو شننونكي په دي باوردي چي پاكستان د سوات او وزير ستان په سيمه كي څوځلي دارازپوځي عمليات ترسره كړي خودهغونه كوټلي پايلې نه دي ترلاسه شوي ،كه چيرته پاكستان په هغوقبايلوسيموكي چي دترهګرودپټيدواوفعاليت اصلي ځالي دي كوټلي ګامونه پورته كړي نوددي ډير امكان شته چي دترهګروپه فعاليتونوكي دي كموالي رامنځته شي اوپه دي توګه به دافغانستان هغه سيمي چې دپولي سره نزدي پرتي دي دترهګرودبريدونونه خوندي شي
دغه رازدافغانستان ددولت امنيتې ځواكونه دنړيوالوسوله ساتوځواكونوسره په ګډه كولي شې چې خپلې هڅې دافغانستان په دننه كي دوسله والوترهګروپه وړاندي پياوړي اوغښتلي كړي ترڅو دهغوي دترهګريزوفعاليتونومخه ونيول شي ،چې په دي توګه به په ټول افغاسنتان كي دسراسرې سولې اوامن فضا لازياته پراخه اوپياوړي شي ،كنه نوددي ډول ترهګريزوبريدونولړۍ به همداسي ترډيره په هيوادكي روانه وي چې ورسره به دهيواددابادۍ،بيا جوړونى اواقثصادي پياوړتيا ټول كارونه په ټپه ودريږي اوافغانان به دسولې ،امن اوسوكالۍ نه بې برخي پاتې شي
كه څه هم چې ترهګرو د وخت په تیریدو سره دخپلوبريدونودزياتيدوګواښ كړى خوداسي ښكاري چې دافغانستان دولت د نړويوالو ځواكو نوسره په همغږۍ كي دترهګرودبريدونودشنډولواوپه هيوادكي دامن دلاپياوړتيا لپاره پوره چمتووالى لرى اوپتيله يې ده چې په روان كال كي به په دي اړوند ډيري برياوي ترلاسه كړي
كه چيرته پاكستان دپولي هاخوا دترهګروپه له منځه وړلوكي پاخه اوپياوړي ګامونه اوچت كړي نوترډيره بريده به افغانستان ته د ترهګرودراتلومخه ونيول شي اوهمدارازدهيوادپه دننه كي په هغو سيموكې چې دترهګرودشتون فكر كيږي په نښه شي اودترهګروپه وړاندي عمليات ترسره شي نوپه هيوادكي به ترډيره حده دسولې اوسراسرې امنيت لمن وغځيږى اوترهګر به ونه توانيږي ترڅوزموږ دهيوادوالوسوله ئيز ژوند ګډوډ كړي.
له بلې خوا له هغو مخالیفینو سره د سولې خبرې او په هیواد کې د پرمختیايي پروژو عملي کول د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي چې د ښاغلي حامد کرزي په نوښت پیل شوي او په ټول هیواد به خپله مثبته اغیزه شیندي. په دې لاره کې ټول اړوندو اړخونه مسوولیت لري چې د هیواد د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره د سولې په کاروان کې برخه واخلي او سوله تحقق و مومي.