د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالله عبدالله د پارلماني نظام بابولالې وایي؟

زړګی افغان 22.07.2009 14:17

ښاغلی عبدالله عبدالله چې د افغانانو تر منځ د کورنۍ جګړې د اساسي عناصرو او د شمال د جګړه مارې ټلوالې د ویندوی په صفت یې شهرت یې موندلی د خپلې ویندويۍ پر مهال به یې له داسې یوې مبالغې څخه ډک تبلیغات کول چې له حقیقت څخه به لرې وو او سالم عقل ته د منلو وړ نه وو. دغه ښاغلي هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته ځان کاندید کړی څو د ولسمشر شي او د خپلې جنګي ویندویۍ د کاري تجربې پر اساس د ملت خدمت وکړي!!!
په دې کې شک نشته چې د افغانستان اساسي قانون وړ افغانانو ته د آسانه شرایطو له مخې زمینه برابره کړې چې د ولسمشریزو ټولټاکنو په بهیر کې ګډون وکړي او ځان د ملت د قضاوت په تله کې وتلي چې ښاغلي عبدالله عبدالله هم له یو لړ مخکنیو سرغړونو سره یو ځای په دغه بهیر کې ځان ته د کاندید په توګه ځای موندلی دی. د ښاغلي عبدالله عبدالله یوه لویه سرغړونه دا وه چې د ټولټاکنو د رسمي کمپاین د مخه یې په انتخاباتي هلو ځلو او کمپاین پيل کړی دی چې د همدې موخې لپاره یې څو څو ځلې د کابل د پوهنتونونو یو شمیر محصلینو ته د آریانا کابل په هوټل کې میلمستیاوې ورکړې او هغوی ته یې خپل ځان ښودلی دی.
یوه خبره چې بیا بیا یې ښاغلی عبدالله عبدالله په خپلو ویناوو کې تکراروي هغه په هیواد کې د ریاستي نظام پر ځای د پارلماني نظام اعاده کول او د هیواد په اساسي قانون کې ګوتې وهل دي.
ښاغلی غبرګ عبدالله له دغه کار څخه ګڼې موخې لري چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کیږی:
1. د چارو د شنونکو په ګمان چې ښاغلی عبدالله عبدالله چې کله کله ځان خپلواک او کله هم د پاڼ په غاړه د ولاړې متحدې جبهې کاندید بولي بله داسې کومه موضوع، طرح او تګلاره نه لري چې د خپل انتخاباتي کمپاین په ترځ کې یې وړاندې کړي ځکه چې د ملت وګړي هم اوس دومره ساده نه دي چې دا ډول کاندیدان و نه پيژني او د هغه په هکله یې لا د وخته خپله فیصله کړې ده. بل دا چې ښاغلی عبدالله عبدالله هم په دې ښه پوهیږي چې له نوموړې موضوع پرته بله داسې کومه کړنلاره او تګلاره نه لري چې هغه خلکو ته وړاندې کړي او د هغه پر بنسټ له دوی څخه رایه وغواړي ځکه چې د ماضي په هکله یې ټول افغانان ښه خبر دي.
2. د پارلماني سیستم د اعادې په شعار سره ښاغلی عبدالله عبدالله غواړي چې د هغو څو محدودو او سرسختو جمعتیانو ملاتړ خپل لوري ته جلب کړي چې د اساسي قانون په لویه جرګه کې یې بې ډیره بې شرمۍ، سرتمبه ګۍ، بې ادبۍ او بې قانونه توګه غوښتل چې د خپلو شخصي اغراضو پر بنسټ د افغانستان د خلکو د ملي ارمانونو سره لوبې وکړي خو د دې ډول سرتمبه اشخاصو هیلې هغه مهال له خاورو سره خاورې شوې چې د ملت ریښتینو بچیانو او استازو د خپل سیاسي نظام د څرنګوالي په هکله فیصله کړې وه او ریاستي نظام یې د افغانستان لپاره غوره ګڼلی وو.
3. د پارلماني سیستم د شعار په وړاندې کولو سره ښاغلی عبدالله عبدالله غواړي چې د صدراعظم په داسې تش نامه یو څوک د خپلو انتخاباتي منډو ترړو په ترځ کې خطا باسي او هغه ته د خیالي صدراعظم وعده ورکړي. ښاغلی عبدالله عبدالله فکر کوي شاید د هیواد د سیاسي حلقاتو د مطرح کسانو څخه کوم چاته د صدارت د چوکۍ د ورکولو په نامه ګول ورکړي او د خپلو اهدافو په لاره کې یې د ځان په ګټه استعمال کړي. همدارنګه عبدالله عبدالله ته دا پته هم لګیدلې ده چې نوموړی د صدارت او جمهوري ریاست له چوکیو سره له ځمکې تر آسمانه توپیر لري.
4. د دې شعار په ورکولو سره ښاغلی عبدالله عبدالله غواړي چې د افغانستان د ولسمشر، حکومت او دولت په وړاندې د مشکلاتو د را پیدا کولو هڅه وکړي او نوموړی شعار د یوه داسې تهدید په توګه و کاروي چې راتلونکي ولسمشر څخه پرې ځان ته امتیازات ترلاسه کړي.
ښاغلی عبدالله عبدالله باید په دې خبره سر خلاص کړي چې د نوموړي د ډلې کسانو دغه زورآزمایي د اساسي قانون په لویه جرګه کې کړې وه خو لکه مخکې چې وویل شول د پارلماني نظام د غوښتونکو هیلې تر سره نه شوې بلکي لویې جرګې په مطلق اکثریت سره دا موضوع حل کړې ده چې د افغانستان د حکومت نظام باید څرنګه وي. د اساسي قانون لویې جرګې دغه موضوع په هغه وخت کې په بریالیتوب سره حل کړه چې په هر کنج او کنار کې د عبدالله عبدالله د ډلې سړي په داسې حال کې لاس په ماشه ولاړ او تر غاښونو پورې مسلح وو نو دوی چې هغه مهال د ملت اراده ماته نه کړای شوه اوس به ښاغلي عبدالله عبدالله ته ډیره سخته وي چې خپل شعار ته د عمل جامه ور واغوندي ځکه چې هغه د یوه داسې لوري له خوا د ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندید دی چې د سیاسي ځانکدن وروستۍ سلګۍ وهي او ډیری کسانو یې د ولسمشر کرزي ملاتړ اعلان کړی دی. باید وویل شي چې د ملت اراده په وسلو، غورو او باټو هیڅکله چا نه ده بدله کړې او نه څوک د هغه د بدلون واک لري.
ښاغلې عبدالله عبدالله باید په دې خبره پوه شي چې افغانستان د ځینو ځانګړو جګړه مارو کرکترونو د شخصي او ګوندي نظریاتو د عملي کولو لابراتوار نه دی چې هر کله و غواړي نو په هغه دې نوې تجربې عملي کړي بلکي د افغانستان خلکو د خپل هیواد د سیاسي نظام لپاره ریاستي نظام د یوه ملي آرمان، پياوړي افغانستان، سولې، پخلاینې، ورورګلوۍ، پرمختګ او هر اړخیزې بیا رغونې په موخه انتخاب کړی او د اساسي قانون په لویه جرګه کې یې په اکثریت مطلق توګه تایید کړی دی.
که د نړۍ د پیاوړو او پرمختللو هیوادونو تاریخ ته په ژوره توګه وکتل شي نو هغه ملتونه بریالي ملتونه ګنل کیږي چې ثابت سیاسي نظام، همیشنی اساسي قانون او د خپل نظام لپاره پياوړي بنسټونه لري چې سلګونه کلونه پرې تیر شوي خو بیا هم خپلو ملي آرمانونو او اساساتو ته ژمن دي.
په نړۍ کې به هیڅ داسې هیواد پیدا نه شي چې په هرو پنځو کلونو کې نوی اساسي قانون جوړوي، د نوي نظام د څرنګوالي ډنډورې وهي او د خپل شخصي سلیقې مطابق د ولس د وګړو په آرمانونو خاورې ورشیندي.
که ښاغلی عبدالله رښتیا غواړي چې په افغاني ټولنه کې ځان د یوه منلي شخص په توګه مطرح کاندي نو لومړی دې له ټولو افغانانو څخه د خپلو جنایاتو په هکله بخښنه و غواړي، خپل ځان دې د محاکمې میز ته و سپاري او بیا دې په دومره اندازه ادعا وکړي چې له نوموړي سره ښايي. افغان ولس د خپل برخلیک د مشرۍ لپاره هغه څوک غوره کوي چې د دې کار توانايي او وړتیا ولري او په ټولنه کې له هراړخیز پلوه یو منلی شخص وي.