افغانستان ته نورځواکونه نه لیږو
03.07.2009 17:04سرچینه : واشنګټن پوست امریکایي ورځپاڼه
ژباړه اوترتیب : شاهد غزنیوال
واشنګټن پوست ورځپاڼې دجولای دمیاشتې په لومړۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندې
Obama aide says no more troops to Afghanistanیو خبر خپر کړې چې په هغه کې یې دامریکې دملي امنیت سلاکار جمیزجونز دوینا په حواله داسې کښلي:
باراک اوباما خپلو پوځې افسرانوته ویلي چې نوربه افغانستان ته دپوځې ځواکونودلیږلوپرځای په هغه هیوادکې په اقتصادي توسعې اودبیارغونې په لاروچاروباندې زورواچول شي.
ورځپاڼه لیکې : باراک اوباماوروسته لهغه داخبرداری ورکړ چې کله ورته دامریکې دملی امنیت سلاکار جمیز جونز له خواکوم چې یوه اونۍ مخکې افغانستان ته تللی وه داپیغام ورکړ شول چې په افغانستان کې میشت امریکایي افسران چې دهغوئ په ډله کې دامریکې دبحري ځواکونوقومندان نیکلسون هم شامل دی ؛ لاهم په افغانستان کې دنوروامریکایی ځواکونو زیاتول غواړي.
واشنګټن پوست دجمیز جونزپه حواله زیاتوي : تیروشپږوکلونومونږته داپه اثبات ورسوله چې یواځې له پوځي لارې په افغانستان کې د جګړې ګټل دامریکایانولپاره له امکانه وتلې خبرده .
واشنګټن پوست لیکي : باراک اوبامادخپلې نویې استراتیژي له مخې افغانسان ته دشاواخوا۱۷۰۰۰اضافي امریکایي سرتیرودلیږلوامرکړی چې دهغوئ دلیږلوپروسه به په عملي توګه دروانې میاشتې (جولای)ترپنځلسم پوري پای ته ورسیږي اودپاتې نوروڅلورزرو امریکايي پوځیانودلیږلوبهیر کوم چې به دافغاني ځواکونودټریننګ اوپوځي زده کړې مسؤلیت پرغاړه ولري تر راتلونکي اګست پورې بشپړ شي.
ددغواضافي عسکروپه لیږلوسره به دروان کال ترپایه په افغانستان کې دمیشتوامریکايي سرتیروشمیره ۶۸ زره تنوته لوړه شي .
واشنګټن پوست په اخیرکې دجنرال جمیز جونز په حواله لیکي:
په افغانستان کې یوه نوې مرحله پیل کیدونکې ده؛ځکه داوسني ولسمشر اوباما اداره نه غواړي چې دپخواني ولسمشر بوش په څیرپه افغانستان کې دمیشتوامریکايي پوځي افسرانوټولې غوښتنې چې په هغو کې دځواکونودلازیاتولوغوښتنه هم ده ومني .
http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/article/2009/07/01/AR2009070100744.html
دامریکادملي امنیت سلاکاردا خبره چې :
"تیرې شپږکلنې تجربې داپه اثبات ورسوله چې په افغانستان کې له پوځې لارې مونږته دجګړې ګټل ناممکن دی " سړي ته د مدرسودطالبانوهغه فکاهي وریاده کړي ؛ وای چې ایساغوجي می وویله نوپه دې پوه شوم چې ډوډۍ په خوړلو تمامیږي.(۱)
شپاږکاله څه ؛ چې اته کاله امریکایانو په افغانستان کې دې خبرې ته سرټمبه کړی چې مونږ دخپلو پرمختللیووسلوپه زورطالبان اوالقاعده له افغانستانه ورکوواوافغانستان دافغانانولپاره ګل ګلزارجوړه وه.
خوله بده مرغه چې په دغه ټوله اوږده موده کې نه امریکایان دخپلومخالفینو په ورکولو وتوانیدل اونه هم دافغانستان په ګلزارولو.
بلکې په افغانستان کې دعیني واقعیتونوله مخې د امریکایانو د دغې ادعا برخلاف دهرکال ،هرې میاشتې او هرې ورځې په تیریدوسره طالبان اوالقاعده لا ځواکمن اوددوئ په ضد یې دمقاومت ساحه پراخیږي ؛ چې داکارپه خپل وارسره دافغانستان دګل ګلزارکولو امکانات نورهم ناشوني کوي.
دهیواد ناوړو امنیتي حالاتو اودلته عیني واقعیتونوته په اشارې سره تیره ورځ په افغانستان کې دبهرنیوځواکونوترټولو غښتلي پوځي قومندان جنرال مک کرستال له ازادۍ راډیوسره په خپله مرکه کې هم په دې اعتراف وکړ چې په افغانستان کې جنګي شرائط ډیرسخت اوپیچلي دي.
همداراز تر دې له مخې په منځني ختیځ کې دامریکایي ځواکونوعمومي قومندان جنرال پتروس په یوه ورته وضاحت کې اعتراف کړی وه چې په افغانستان کې له پوځي لارې بریالیتوب له امکانه وتلی یوناشونی کاردی.
اوس سړی نه پوهیږي چې دسپینې ماڼۍ تورواکمن به کله دخپلوپوځي قومندانانوله مکررو اعترافونو، دافغانستان له تاریخي سوابقو اوهمداراز؛ زمونږ د هیواد له نننیو عیني واقعیتونوڅخه عبرت اخلي.
دایوه مهمه پوښتنه ده چې دسپینې ماڼۍ مغرورچارواکي یې دخپل پوځي غرور له مخې له ځوابولوڅخه تجاهل کوي ؛ مګر دهغې ځواب دافغانستان د تیروتاریخي تجربو اومعاصروعیني واقعیتونو په هینداره کې ټولوته ښه څرګند دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)ـ ایساغوجي دمنطق علم اړوند یوکتاب دی چې یواځې له کلیات خمسه (منطقي اصطلاحاتو)څخه بحث کوي اوتر اقتصادیاتو یانورومعیشتي مسائلوپوري هیڅ تړاو نه لري.
د ليکوال څو نورې لیکنې
- دجنرال پیټرایوس نوي تکتیکونه !
- کارل ایکنبیري په افغانستان کې دپال بریمر په رول کې!
- سوله ساتي ځواکونه دسولې مشورتي جرګې دلومړنیوناقضینوپه توګه
- ایا دنړۍ زورواکان هم دنړیوالو قوانینو منلوته ځان ژمن بولي ؟
- دانګلستان ددفاع وزیر دوروستیو څرګندونوپه هکله!
- دننګرهار ویرجنه پیښه د کرزي دسفرلومړنۍ لاسته راوړنه !!!
- په ایتلافي ټلوالې باندې دمشترکوعملیاتو منفي اغیزې
- دمشترکوعملیاتو بېلابېلې پايلې
- دکرزي د اسلامي حکومت مذهبي چارواکې دې ځواب ووایي!
- دمارجې عملیات دمارجې دخلکو ته د دژوند دآسانتیاووبرابرولوپه خاطر!!!











شيبه په شيبه د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تازه ، دقيق او پر وخت خبرونه ، کره سياسي بحثونه ، په زړه پورې پښتو موسيقي ، تفريحي او هنرې آزانګې له خپلې راډيو ،سپوږمۍ څخه په ١٠٢،٢ ايف ام څپو واورئ . spogmairadio@gmail.com ٠٢٠٢٥٠٢١٠٠