کارل ایکنبیري په افغانستان کې دپال بریمر په رول کې!
01.07.2010 12:37په یوتازه انکشاف کې جنرال کارل ایکنبري دافغانستان لوي څارنوال ته ګواښ کړی که هغه د یوه خصوصي بانک مرستیال رفيع الله عظيمي کوم چې دنورو لوړپوړو دولتي چارواکوپه څیر په مالي فساد کې لتاړ دی بندي نه کړي نوهغه به له خپلې دندې ګوښه کړي.
لوي څارنوال ښاغلی محمد اسحاق الكو دکارل ایکنبیري ددغه ګواښ په غبرګون کې یواځې د اجرأت وکړای شو چې په عدلي چارو كې يې د نوموړي دا ډول مداخله له ډپلوماتيكو اخلاقو سره يو منافي عمل وباله.
په کابل کې دامریکې سفیر کارل ایکنبیري هغه څوک دی چې دارګ دباچا ښاغلي کرزي دکابینې ټول غړي ترده له مخې ځان دایکنبیري داحساناتو مرهون بولي اوپه اداري لحاظ هم دخپلو کړو وړورپوټونه لومړی دهغه حضورته وړاندې کوي ؛ځکه چې د مجازاتو اومکافاتواجراآت یې د ده دقلم ترڅوکې لاندې دي .
دمعلوماتوله مخې دکورنیو چارو اوملي امنیت پخوانیوچارواکو ښاغليوحنیف اتمر اوامرالله صالح هم ترخپلې استعفاء له مخه دکارل ایکنبیري دروازه ټکولې وه اونوموړي ته یې دولسمشرکرزي له نامناسبې رویې څخه ګریوان څیرلی وو، خو د دوئ بدمرغي دا وه چې دمشورتي جرګې په مهال یې دنامناسب فعالیت له وجې ترکرزي دکارل ایکنبیري زړه ډیر ور شین کړی وو چې له امله یې کرزي ته ددوئ دمستعفي کولو دستور صادرکړی وو.
که دافغانستان لوي څارنوال ښاغلی الکو په عدلي چاروکې دکارل ایکنبیري مداخله له دیپلوماتیکو اخلاقوسره منافی عمل بولي هغه په حقیقت کې دخپل هیوادپه وضع دده سرناخلاصي ده ؛ ځکه نن امریکایان ځانونه د افغانستان اصلي واکمنان بولي اوپه هرمناسبت کې داڅرګندونې کوي چې مونږ له تروریستانو څخه دافغانستان اوافغانانو ژغورونکي یو. همداپرون پرون یوه امریکایي خبریال سبیستین یانکر دامریکې له اشناټلویزون سره په مرکه کې د دغې خبرې یاد آوري داسې وکړه:
په كال ۲۰۰۱ کې چې كله زمونږپوځیانو دشمالي ټلوالې په مرسته کابل دطالبانو له واکمنۍ څخه آزاد کړ دکابل په واټونوکې به افغانان زمونږ ښه راغلاست اوهرکلي ته ولاړ وو اوزمونږبه یې له دې امله ډیر درناوی کاوو چې مونږ هغوئ د طالبانو له واکمنۍ ازادکړي ول!!!.
په کال ۲۰۰۶ کې چې کله سترې محکمې مرتد پنجشیری دارتدادپه جرم په اعدام محکوم کړ هم دامریکې
دوخت ولس مشر جورج بوش دکابل دسترې محکمې دپریکړې په غبرګون کې وویل چې امریکایې ځوانان په افغانستان کې ددې لپاره قرباني نه ورکوي چې د دوئ د دین (مسیحیت) په قبلولودي په دې هیوادکې څوک په اعدام محکوم شي.
په هرصورت ! خبره مواصلا دجنرال کارل ایکنبیري په اداري اوپوځي صلاحیتونوباندې کوله چې له امله یې دکرزي لوي څارنوال ته داستعفااخطار ورکړی .
که ښاغلی محمد اسحاق الکوصیب خوابده نه کړي نو په کابل کې دامریکې سفیر ایکنبیري اوس هم ترخپلې واکمنۍ لاندې ماتحتانو سره له ډیرې ښې رویې کار اخلي ؛ ځکه نوموړی دښاغلي الکوپه وینا نن په کابل کې یواځي دیپلوماتیک مسؤلیت نه لري بلکې هغه دبغداد دټولواک مشر پال بریمر (Paul Bremer) په څیر دسپینې ماڼۍ له لوري دافغانستان دملکي اوپوځي چارو دعمومي مسؤل په توګه کارکوي نه یواځې دسفیر په توګه.
په کال ۲۰۰۳ کې چې کله عراق دامریکايي پوځونو ترولکې لاندې راغی نودهغه وخت امریکايي ولسمشر جورج ډبلیو بوش پال بریمر ددغه هیواد دعمومي مسؤل په حیث تعین کړ ، نن په کابل کې کارل ایکنبیري په عین هماغه رول کې کارکوي خو دافغاني محیط دځینوحساسیتونوله امله امریکایان د دې زړه نشي کولای چې نوموړی دافغانستان دعمومي چارواکي په نوم ونوموي، که خبره دصلاحیت شي نودهیواد دمنتخب ولسمشر ښاغلي کرزي نصب اوعزل هم د دغه بي نومه واکمن ترواکمنې لاندې ده.

